کلورامفينيکول

(له کلورام فينيکول نه مخ گرځېدلی)

کلورام فينيکول (په انگرېزي کې:Chloramphenicol) د وسیع التاثیر د انتی بیوتیکونو څخه دي چى په گرام مثبت منفى باکترياگانو آغېزه کوي. دغه انتی بیوتیک کولای سی د ریکتسییا (Rickettsia) پر باکتریاگانو باندي هم تاثیر وکړي.

د کلورام فينيکول فرمول
د کلورام فينيکول فرمول

تاریخ سمول

کلورام فينيکول په ۱۹۴۹ کال کې د سترېپتومیسیس (Streptomyces venezuelae) د باکتریاگانو څخه د داوید گوټلیب لخوا حاصل شو. په اوس وخت کي کلورام فينيکول په صنعت کې جورېږي. کلورام فينيکول سپين او لږ خاکې او يا دسپک زيړ رنگه کرستالى پوډرو په شکل وي او دميکرو اورگانيزمونو د ودى دروونکې اغيزه لرى او دمحرقى ديوي انتخابى درمل څخه عبارت دي. کلورام فينيکول په اوبو کې حل کېږي.