کریپټوکرنسي (مجازي پیسې)

کریپټو کرنسي، کریپټو یا سیکه هغه ډیجیټل یا مجازي پیسې دي چې د کمپیوټري شبکو له لارې د تبادلې د وسیلې په توګه د کار په موخه طراحي شوې او د ساتنې او یا هم خوندیتوب له مخې هېڅ مرکزي ادارې لکه دولت یا بانک ته اړوندې نه دي. [۱]

د دغو فردي سیکو (د سیکې جمع) د مالکیت سوابق په یو ډیجیټل لیچر کې ساتل کېږي چې د هغو د راکړې ورکړې د سوابقو خوندیتوب، د اضافي سکو د جوړولو کنټرول او د سکې د مالکیت لېږدولو تائید د پیاوړي کوډ لرونکي کمپیوټري ډیټابیس په مرسته ترسره کېږي. کوډ لرونکي پیسې د هغو د نامه سربېره د پیسو په سنتي معني په پام کې نه نیول کېږي؛ چې د توکو، اسهامو او همدارنګه د پولي واحدونو په ډل بندۍ کې د هغه له په پام کې نیولو سربېره د هغو اړوند بېلابېل چلندونه ترسره کېږي او له دې سربېره په عملي ډګر کې د جلا شتمنۍ په توګه په پام کې نیول کېږي. د کوډونو یو شمېر طرحې د کریپټوکرنسیو د اعتبار ساتنې په موخه د هغو د اعتبار له ارزونې ګټنه کوي. د اسهامو د ثبات په موډل کې د هغو مالکین خپل ټوکنونه د وثیقې په توګه وړاندې کوي. چې د دغې چارې په بدل کې هغوی د خپلو اسهامو د کچې په اندازه ټوکنونه اخلي. په ټولیز ډول ډول د ټوکنونو دغه اسهام لرونکي د وخت په تیرېدو سره د شبکې د فیس، نویو جوړو شوو سکو یا هم د ګټې د نورو مکانیزمونو له مخې په ټوکنونو کې خپل ملکیت زیاتوي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ډیجیټل یا مجازي پیسې په فزیکي توګه (د کاغذي هغو په څېر) شتون نه لري او معمولاً د یوې مرجع له لوري نه صادرېږي. دغه ډول پیسې په معمول ډول د مرکزي بانک د ډیجیټل پیسو (central bank digital currency) پر خلاف د غیر متمرکز کنټرول څخه ګټنه کوي. هغه مهال چې دغه کوډ لرونکې پیسې لا جوړه شوې نه وي او یا هم د یو خپرونکي له خوا صادرې شوې نه وي، په ټولیز ډول متمرکزې په پام کې نیول کېږي. هغه مهال چې د نا متمرکز کنټرول له مخې اجرایي حالت خپلوي، بیا نو هره یوه ځانته د خپل ویشل شوي لیچر د تکنالوژۍ له مخې عمل کوي، چې په معمول ډول د هغه بلاکي ځنځیر له مخې د راکړې ورکړې د عامه مالي ډیټابیس په توګه کار کوي. د سنتي شتمنۍ ډولونه چې د لوی اقتصاد عوامل دي لکه پیسې، توکي او اسهام په لږ کچه د مجازي پیسو یا کریپټو کرنسیو له خوا وړاندې کېږي. [۹][۱۰][۱۱]

کریپټوکرنسي د تبادل وړ ډیجیټل شتمني یا د ډیجیټل پیسو هغه ډول دی چې د بلاکي زنځیر د تکنالوژۍ پر بنسټ رامنځته کېږي او په آنلاین ډول شتون لري. دغه ډول پیسې له کوډونو څخه د خپل هویت او د راکړې ورکړې په برخه کې د خوندیتوب په موخه کار اخلي او نوم یې هم له همدې امله ورته ټاکل شوی. اوس مهال په نړۍ کې له زرو زیاتې بېلابېل ډوله مجازي پیسې یا کریپټو کرنسۍ شتون لري. [۱۲]

په وروستیو څو کلونو کې د ډیجیټل پیسو ارزښت، کله هم زیاتوالی موندلی او کله یې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړی. د کریپټو بازارونه دا نه تضیمن کوي، چې پانګوال پېر یا معامله په سمه بیه ترسره کوي او که نه. له همدې امله ګڼ شمېر پانګوال په څو بازارونو کې د قیمت موندلو په موخه له اربیتراژ څخه په ګټنې له دغې ښېګڼې کار اخلي. [۱۳]

لومړنۍ ډیجیټل غیرمتمرکزه کریپټو کرنسي چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ زکال کې د پرانیستي سرچینې لرونکي سافټوېر په توګه رامنځته شوه بیټ کوین وه. د بیټ کوین له رامنځته کېدو وروسته ګڼ شمېر نورې کوډ لرونکې پیسې/کریپټو کرنسۍ هم رامنځته شوې.

اقتصاد سمول

له کوډ لرونکې پیسو څخه تر ډېره پورې د بانکي او دولتي بنسټونو بهر ګټنه کېږي او د انټرنټ له لارې یې راکړه ورکړه کېږي.

بلاکي ګټه سمول

د کار له مخې ثابتې شوې کریپټوکرنسۍ، لکه بیټ کوین د هغو جوړوونکو/استخراج کوونکو ته د بلاکي ګټې انګېزه ورکوي. دغه ضمني باور شتون لري چې جوړوونکو ته د بلاکي ګټې یا د لېږد را لېږد د مزد ورکړه د هغو د بلاکي زنځیر پر ګټې اغېز نه کوي، خو یوې څېړنې ښودلې چې کېدای شي، د یو لړ ځانګړو شرایطو له مخې بیا داسې نه وي. [۱۴]

هغه ګټې چې د دغو سیکو استخراج کوونکو ته ورکول شوې، د دې لامل کېږي چې زیاتې کریپټوکرنسۍ بازار ته وړاندې کړي. په دې باندې په ډاډمنېدو چې د راکړې ورکړې تائید یوه لګښمتنه سوداګري ده او تر هغه مهاله چې ښېګڼې غوښتونکې غوټې د هغو محاسباتي توان کنټرول کوي کېدای شي د شبکې یو موټی والی وساتل شي. د تصدیق کولو لوګاریتمونه د پروسس کولو په موخه زیاتې برېښنا ته اړتیا لري نو د دې لپاره چې بلاکي زنځیر په سمه توګه کار وکړي د برېښنا زیات لګښت د تصدیق لګښت لوړ کوي. استخراج کوونکي نه یوازې باید د لوګاریتمونو لپاره د قیمتي تجهیزاتو اړوند لګښتونه د لوګاریتمي ستونزو د حل په موخه په پام کې ونیسي، بلکې د حل لارې د موندو په موخه باید په پام وړ کچه برېښنا هم په پام کې ولري. په ټولیز ډول بلاکي ګټه د برېښنا او تجهیزاتو له لګښت زیاته ده، خو کېدای شي تل داسې نه وي. [۱۵]

د کریپټوکرنسۍ اوسنی ارزښت نه د هغو اوږد مهالی ارزښت د لګښتمن استخراج په برخو کې د استخراج کوونکو د هڅونې په موخه د ګټې ورکولو له طرحې ملاتړ کوي. یو شمېر سرچینې ادعا کوي چې د بیټ کوین اوسنۍ طراحي ډېره بې کاره ده چې د نغذي اغېزمن سیسټم په نسبت د هوساینې په رامنځته کولو کې ۱.۴ سلنه کمښت له ځانه سره لري. د دغه بېکارتوب اصلي لامل هم د استخراج لوړ لګښت دی چې په کلنۍ توګه ۳۶۰ میلیون ډالر کېږي. دا په دې معنی دی چې کاروونکي یې د دې پر ځای چې له بیټ کوین څخه د تادیاتو ورکونکي په توګه ګټنه وکړي د ۲۳۰ سلنه پړسوب(انفلاسیون) په منلو سره د هغو له نغدي سیسټم سره لېوالتیا لري. له دې سره کېدای شي د بیټ کوین د سیسټم موثریت په پام وړ توګه د هغو په جوړولو کې د لګښت راکمولو او د لېږد را لېږد د فیس په کمولو سره پرمختګ وکړي. [۱۶]

د راکړې ورکړې لګښت سمول

د کریپټو کرنسۍ د راکړې ورکړې لګښت په اړوند مهال کې د چټک انتقال په موخه د هغو د لرونکي د غوښتنې پر وړاندې د شبکې وړتیا ته اړوندېږي. په داسې حال کې چې د شبکې بنسټونه انتقالات په ترتیب سره د هغو د لوړفیس څخه تر کم پورې اجرا کوي؛ د دغو پیسو مالک کولای شي د انتقال ځانګړي فیس وټاکي. د کریپټوکرنسۍ صرافۍ کولای شوي هغو مالکینو ته لومړیتوب ورکړي چې د فیس له مخې یې اړتیا مالومېږي چې باید په غوښتل شوي وخت کې ترسره شي.

یو شمېر دغه کریپټوکرنسۍ د راکړې ورکړې هېڅ فیس نه لري او انتقالات یې د کار د اثبات او همدارنګه د سپم ضد میکانېزم له مخې لومړیتوب مومي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

تبادله سمول

د کریپټوکرنسۍ صرافۍ پیرودونکو ته د دې شونتیا برابروي چې خپلې کوډ لرونکې پیسې په نور ډول شتمنیو، لکه حکمي پیسو (طلا، نقره...) واړوي او یا یې هم په بدل کې نور ډوله ډیجیټل پیسې واخلي. [۲۲]

اټومي مبادله (نه تجزیه کېدونکې مبادله) سمول

اټومي مبادله هغه میکانېزم دی چې له مخې یې یوه کریپټوکرنسي په مستقیم ډول په بله ډیجیټل کرنسي تبادله کېږي. په دغه ډول مبادله کې درېیم ګړي باور وړ کس یا صرافیو ته اړتیا نه پېښېږي.[۲۳]

د صرافۍ اتومات ماشینونه سمول

د روبوکوین بنسټ اېښودونکي د ۲۰۱۴ زکال د فبروري په شلمه د بیټ کوین لومړنۍ د صرافۍ اتومات ماشین فعال کړ. په آسټین او تکزاس کې نصب شوي دغه اتومات ماشینونه د بانکونو د صرافۍ اتومات ماشینونو ته ورته دي، خو د دولت له خوا د صادر شوو پیژندپاڼو لکه د پاسپورت یا ډرایوري د لایسنس د سکن په موخه سکنرونه لري څو د ګټه اخیستونکو هویت تائید کړي. [۲۴]

قانوني توب سمول

ورک کېدل، غلا او چل ول سمول

د ۲۰۱۴ زکال په فبروري میاشت کې د نړۍ د بیټ کوین تر ټولو لویې صرافۍ Mt. Gox اعلان وکړ چې له سقوط سره مخامخ شوې. په ډېر احتمال سره د غلا له امله چې د دغه شرکت د ادعا له مخې د خپلو پېرودونکو نږدې ۷۵۰۰۰۰ بیټ کوینونه یې له لاسه وتلي. دغه شمېر د ټولو موجودو بیټ کوینونو نږدې ۷ سلنه جوړاوه چې په ټولیزه بڼه یې ۴۷۳ میلیون ډالر ارزښت درلود. Mt. Gox هکران د انتقالاتو د لوګاریتمونو په برخه کې د ستونزو جوړولو له امله د دغې چارې مسئول وبلل. له دغې پېښې ورسته د بیټ کوین قیمت د هغه له لوړې کچې څخه چې په ډسمبر میاشت کې ۱۱۶۰ ډالر وه په فبروري کې ۴۰۰ ډالرو ته راولوېده. [۲۵]

کوډ لرونکو پیسو ته اړوندې ځان وژنې سمول

هغه مهال چې د ۲۰۱۸ زکال په اګست میاشت کې د کریپټوکرنسۍ بازار سقوط وکړ، دغه بازار ته د اړوندو پانګوالو د ځان وژنې کچه لوړه شوه. دغه وضعیت په ځانګړې توګه په کوریا کې د کړکېچ کچې ته ورسېد، ځکه د کریپټو سوداګر د «ځان وژنو» شاهد و. په ریډېټ کې د کریپټوکرنسۍ یوې ټولنې آن له زیان من شوو پانګوالو سره د هغوی د ځان وژنې څخه د مخنیوي په موخه په مرستې کولو پیل وکړ.[۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. Milutinović, Monia (2018). "Cryptocurrency". Ekonomika (په انګلیسي ژبه کي). 64 (1): 105–122. doi:10.5937/ekonomika1801105M. ISSN 0350-137X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 20 April 2011 باندې). Crypto Currency. Forbes.
  3. (په 2 May 2016 باندې). CME, ICE prepare pricing data that could boost bitcoin. Reuters.
  4. Pernice, Ingolf G. A.; Scott, Brett (20 May 2021). "Cryptocurrency". Internet Policy Review (په انګلیسي ژبه کي). 10 (2). doi:10.14763/2021.2.1561. ISSN 2197-6775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 7 March 2014 باندې). Bitcoin not a currency says Japan government. BBC News.
  6. (په 3 March 2020 باندې). Is it a currency? A commodity? Bitcoin has an identity crisis. Reuters.
  7. Brown, Aaron (7 November 2017). "Are Cryptocurrencies an Asset Class? Yes and No". www.bloomberg.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 14 July 2021 باندې). What Is Proof-of-Stake, and Why Is Ethereum Adopting It?.
  9. Allison, Ian (8 September 2015). "If Banks Want Benefits of Blockchains, They Must Go Permissionless". International Business Times. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Matteo D'Agnolo. "All you need to know about Bitcoin". timesofindia-economictimes. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Liu, Jinan; Rahman, Sajjadur; Serletis, Apostolos (2020). "Cryptocurrency Shocks". SSRN Electronic Journal (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.2139/ssrn.3744260. ISSN 1556-5068. S2CID 233751995 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Inci, A. Can; Lagasse, Rachel (11 November 2019). "Cryptocurrencies: applications and investment opportunities". Journal of Capital Markets Studies (په انګلیسي ژبه کي). 3 (2): 98–112. doi:10.1108/JCMS-05-2019-0032. ISSN 2514-4774. S2CID 204914861. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Makarov, Igor; Schoar, Antoinette (2020). "Trading and arbitrage in cryptocurrency markets". Journal of Financial Economics (په انګلیسي ژبه کي). 135 (2): 293–319. doi:10.1016/j.jfineco.2019.07.001. S2CID 53072748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "On the Instability of Bitcoin Without the Block Reward" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Price Fluctuations and the Use of Bitcoin: An Empirical Inquiry" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Economics of Cryptocurrencies – Bitcoin and Beyond" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Bitcoin Avg. Transaction Fee Chart". مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Consumer oriented metrics for the Ethereum gas market". ETH Gas Station. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Scalability of the Bitcoin and Nano protocols: a comparative analysis (PDF) (په انګلیسي ژبه کي), Blekinge Institute of Technology, 2018, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Pervez, Huma; Muneeb, Muhammad; Irfan, Muhammad Usama; Haq, Irfan Ul (19 December 2018), "A Comparative Analysis of DAG-Based Blockchain Architectures", 2018 12th International Conference on Open Source Systems and Technologies (ICOSST) (په انګلیسي ژبه کي), IEEE, د کتاب پاڼي 27–34, doi:10.1109/ICOSST.2018.8632193, S2CID 59601449, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5386-9564-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bencic, Federico Matteo; Podnar Zarko, Ivana (26 April 2018), "Distributed Ledger Technology: Blockchain Compared to Directed Acyclic Graph", 2018 IEEE 38th International Conference on Distributed Computing Systems (ICDCS) (په انګلیسي ژبه کي), University of Zagreb, د کتاب پاڼي 1569–1570, arXiv:1804.10013, doi:10.1109/ICDCS.2018.00171, S2CID 13741873, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5386-6871-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Banks Should Be Allowed to Trade Crypto Archived 2 November 2021 at the Wayback Machine., news.cxihub.com, 1 November 2021
  23. Xu, Jiahua; Ackerer, Damien; Dubovitskaya, Alevtina (July 2021). A Game-Theoretic Analysis of Cross-Chain Atomic Swaps with HTLCs. 2021 IEEE 41st International Conference on Distributed Computing Systems (ICDCS). د کتاب پاڼي 584–594. arXiv:2011.11325. doi:10.1109/ICDCS51616.2021.00062. S2CID 227126965. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-6654-4513-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. First U.S. Bitcoin ATMs to open soon in Seattle, Austin Archived 19 October 2015 at the Wayback Machine., Reuters, 18 February 2014
  25. Mt. Gox Seeks Bankruptcy After $480 Million Bitcoin Loss Archived 12 January 2015 at the Wayback Machine., Carter Dougherty and Grace Huang, Bloomberg News, 28 February 2014
  26. "Are Crypto-Related Suicides A Real Problem? | Js Magazine" (په انګلیسي ژبه کي). 15 June 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Chinese Bitcoin Trader Commits Suicide after Losing 2,000 BTC on 100x Leverage Bet". finance.yahoo.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Evans, Holly; Sharman, Laura (17 February 2022). "Bitcoin trader, 23, takes own life after break-up and losing all his money". mirror (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)