ډیجیټل پولي واحد
ډیجیټل پولي واحد (ډیجیټل پیسې، رقمي پیسې یا رقمي پولي واحد) هغه پولي واحد، پیسې یا پیسو ته ورته شتمني ده چې تر ډېره د ډیجیټل کمپیوټري سیسټم په ځانګړې توګه د انټرنټ په مرسته مدیریت کېږي او یا هم زیرمه یا تبادله کېږي. په ډیجیټل پولي واحدونو کې ډیجیټل پیسې، مجازي پیسې او د مرکزي بانکو ډیجیټل پولي واحدونه شاملېږي. ډیجیټل پولي واحدونه کېدای شي په انټرنټ کې د ویشل شوي ډېټابیس او یا د بانک یا یوې کمپنۍ له خوا د مرکزي برېښنايي کمپیوټري ډېتابیس په مرسته په ډیجیټل فایلونو یا حتی یو ارزښت لرونکي کارت کې خوندي شي.[۱]
ډیجیټل پولي واحدونه د فېزيکي پیسو سره ورته ارزښت لري، خو د دغو پر خلاف د چاپ شوي کاغذ یا وسپنيزې سيکې په ډول فېزیکي شتون نه لري. د فېزیکي شکل نشتوالی یې د انټرنټ په مرسته د چټکې راکړې ورکړې زمینه برابروي او د لوټ او سکو د وېش اړوند لګښتونه له منځه وړي. په معمول ډول ډیجیټل پولي واحدونه د دولتي بنسټونو له خوا نه صادرېږي او همدارنګه دغه مجازي پیسې د قانوني پیسو په توګه په پام کې نه نیول کېږي او له دولتي پولو بهر د هغو د انتقال امکان شتون لري.[۲]
دغه ډول پیسې کېدای شي، د توکو یا فزیکي خدمتونو د پېرلو لپاره وکارول شي، خو کېدای شي په یو شمېر ځانګړو ټولنو لکه په آنلاین لوبو کې یې ګټنه محدوده شي. [۳]
ډیجیټل پیسې کېدای شي متمرکزې وي، چېرې چې د پیسو په عرضه کولو باندې د یوې مرکزي نقطې کنټرول شتون لري (د بېلګې په توګه: یو بانک) یا هم غیر متمرکزې وي، هلته چې د پیسو د عرضې اړوند کنټرول له وړاندې ټاکل شوی او یا هم په دیموکراتیکه بڼه پر هغو هوکړه شوې وي.
د دولتونو له خوا د دغو پیسو منل کېدل
سمولله ۲۰۱۶ زکال راهیسې له ۲۴ څخه زیاتو هېوادونو کې د ویشل شوي لیچر د ټکنالوژۍ په برخه کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېره پانګونه شوې. له دې سربېره له ۹۰ مرکزي بانکونو څخه زیات د ویشل شوي لیچر اړوند بحثونه کړي چې په کې د صادرو شوو ډیجیټل پولي واحدونو مفهوم هم شاملېږي. [۴]
- د هانګ کانګ د اوختوپوس کارت سیسټم: دغه سیسټم په ۱۹۹۷ زکال کې له عمومي ټرانسپورټ څخه د ګټنې په موخه د برېښنايي بکس په توګه رامنځته شو، چې له تماس پرته د ځیرکو کارتونو د کارولو تر ټولو بریالی او مخکښ سیسټم و او د عمومي لېږد رالېږد/ټرانسپورټ سیسټم په برخه کې ترې ګټنه کېدله. یوازې د ۵ کلونو په تېرېدو سره د اوختوپوس ۲۵ سلنه راکړې ورکړې ټرانزیټ ته اړوندې نه وې او له ۱۶۰ زیاتو سوداګرو هغه د خپلو راکړو ورکړو په موخه منلی و. [۵]
- په لندن کې د ترانسپورټ د اویسټر کارت سیسټم: اویسټر پلاستیکي ځیرک کارت دی چې کولای شي pay-as-you-go کریدیت، مسافرتي کارتونه او همدارنګه د بس او تراموا فصلي ټکټونه وساتي. له یو اویسټر کارت څخه په ګټنې کېدلای شي په بس، مترو، تراموا، DLR، برېښنايي بسونو او د وسپنۍ د پټلۍ د ډېری خدمتونو په برخه کې ګټنه وشي. [۶]
- د جاپان FeliCa: له تماس پرته هغه ځیرک RFID کارت دی چې د مختلفو لارو چارو لکه د عمومي ټرانسپورت د ټکټ اخیستو، برېښنايي پیسو او د کور د کلي په توګه ترې ګټنه وشي. [۷]
- د هالنډ Chipknip: په هالنډ کې د برېښنايي پیسو هغه سیسټم دی چې د هالنډي بانکونو ټول ارزښتمن کارتونه د هغو د اتومات صرافۍ ماشینونو په کارولو سره چارج کېدلای شي. هغه کسان چې بانکي حساب نه لري کولای شي د Chipknip له وړاندې ادا کېدوني کارتونه د هالنډ په بېلابېلو ځایونو کې وپېري. د ۲۰۱۵ زکال د جنوري له لومړۍ نېټې وروسته د Chipknip په واسطه نور تادیات نه کېږي. [۸]
- د بلجیم پروټون: په بلجیم کې د برېښنايي پیسو سیسټم دی. دغه سیسټم د ۱۹۹۵ زکال په فبروري میاشت کې په کوچنیو معاملاتو کې د نغدو پیسو د کارولو پر ځای معرفي شو. دغه سیسټم د ۲۰۱۴ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه وتړل شو. [۹]
د ۲۰۱۸ زکال په مارچ میاشت کې مارشال ټاپوګان لومړنی هېواد و چې خپله کریپټوکرنسي یې وړاندې کړه او هغه یې د قانوني پولي واحد په توګه تائید کړه. دغه پولي واحد ته یې "sovereign" ویل.[۱۰]
د امریکا متحده ایالات
سمولد متحده ایالاتو د توکو د راتلونکې سوداګرۍ د کمیسیون لارښود
سمولد متحده ایالاتو د توکو د راتلونکې سوداګرۍ کمیسیون (Commodity Futures Trading Commission یا CFTC) څرګنده کړې چې په ۲۰۱۵ زکال کې مجازي پیسې د توکو په توګه تعریف شوې دي. CFTC پانګوالو ته د مجازي پیسو په برخه کې د پورته یوسه او وه یې پېره (pump and dump) چلوټۍ اړوند خبرداری ورکړی.[۱۱][۱۲]
د متحده ایالاتو د داخلي عواید د خدمتونو لارښود
سمولد متحده ایالاتو د داخلي عواید خدمتونو (US Internal Revenue Service یا IRS) په خپل 2014-21 ګڼه یاددښت کې هر ډول مجازي پیسې، کریپټوکرنسي او ډیجیټل پیسې د مالکیت په توګه تعریف کړې او د هغو په ګټه او تاوان کې یې د مالکیت د سټنډرډ سیاستونو له مخې مالیات شامل بللي. [۱۳]
د متحده ایالاتو د خزانه دارۍ لارښود
سمولد ۲۰۱۳ زکال د مارچ په ۲۰ مه نېټه د مالي جرایمو څخه د مخنیوي کمېټې د هغو کسانو اړوند چې مجازي پیسې جوړوي، تبادله کوي او یا یې هم لېږدوي؛ د متحده ایالاتو د بانکي اسرارو د قانون له مخې وضاحت وړاندې کړ. [۱۴]
د متحده ایالاتو د بورس او قیمت لرونکو پاڼو د کمیسیون لارښود
سمولد ۲۰۱۴ زکال په مۍ میاشت کې د متحده ایالاتو د بورس او قیمت لرونکو پاڼو کمیسیون د «بیټ کوین او نورو مجازي پیسو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ».[۱۵][۱۶]
د نیویارک ایالتي مقررات
سمولد ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې د نیویارک د ایالتي ادارې د مالي خدمتونو څانګې تر نن ورځې پورې د مجازي پیسو اړوند د جامع مقرراتو وړاندیز وکړ چې په معمول ډول د بیټ لایسنس (BitLicense) په نامه یادېږي. د دغو مقراراتو ټاکلو په موخه یې د ۲۰۱۴ زکال د اکتوبر تر ۲۱ مې نیټې پورې د بیټ کوین د ملاتړو او مالي بنسټونو عامه څرګندونې او تبصرې راغونډې کړې وې. دغه وړاندیز د NY DF له خوا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وړاندې شو چې «له دغو پیسو څخه یې د کار اخیستونکو ترمنځ د تعادل د خوندیتوب او د غیرقانوني چارو څخه د مخنیوي په برخه کې مرسته کوله». دغه وړاندیز د کوچنیو شرکتونو له خوا د جوړو شوو بنسټونو څخه د ملاتړ په موخه له کلکو نیوکو سره مخ شو او د بیټ کوین چیني صرافیو شکایت وکړ چې دغه قوانین « له متحده ایالتو څخه بهر د هغو د ګټې اخیستنې له مخې له حده زیات پراخ دي». [۱۷]
کاناډا
سمولد کاناډا بانک د بلاکي زنځیر په اډانه کې د خپل ډیجیټل پولي واحد د جوړولو شونتیا ارزولې د کاناډا بانک د هېواد له پنځو نورو لویو بانکونو او د زنځیروي بلاک له R3 شرکت سره په سلا مشورې د هغه څه په برخه کې مرسته کړې چې د Jasper پروژې په نوم پېژندل کېږي. په ۲۰۱۶ زکال کې مرکزي بانک ایتوریم ته په ورته بلاکي زنځیر کې خپله CAD-Coins صادره کړه. بانکونو د ورځې په پای کې CAD-Coins ته د خپلو پیسو په تبادلې سره د خپلو اصلي حسابونو تصفیه کوله. [۱۸][۱۹]
ډنمارک
سمولد ډنمارک دولت وړاندیز وکړ چې پرچون پلورونکو ته د نغدو پیسو د ورکړې د سیسټم د پای ته رسولو په موخه د خپل هېواد اقتصاد «له نغدو پرته» اقتصاد ته نږدې کړي. د ډنمارک د سوداګرۍ خونې هم له دغې پرېکړې ملاتړ وکړ. نږدې یو په دریمه ډنمارکي وګړي له MobilePay ګټنه کوي، هغه چې په ځیرکو ټلیفونونو کې د پیسو د راکړې ورکړې اپلیکشن دی. [۲۰][۲۱]
ایکواډور
سمولد ایکوادور د ملي شورا له خوا تصویب شوي قانون دولت ته اجازه ورکړه، څو تادیات د برېښنايي پیسو په مرسته ترسره کړي او د یو ملي ډیجیتل پولي واحد د جوړولو وړاندیز یې وکړ. د دغه هېواد ملي شورا د یوې اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړه چې: «بریښنايي پیسې اقتصاد په خوځښت راوړي او ډېر هغه ایکواډوري وګړي جلب کوي چې په یوازې توګه د چک حساب، پس انداز حساب او یا هم اعتباري کارتونه نه لري. د دغو برېښنايي پیسو ملاتړ د اکواډور د مرکزي بانک د شتمنۍ له خوا کېږي». د ۲۰۱۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د برېښنایي پیسو سیسټم («Sistema de Dinero Electrónico») رامنځته شو او السلوادور لومړنی هېواد شو چې د پیسو دولتي برېښنايي ورکړه یې پیل کړه.[۲۲][۲۳]
السلواډور
سمولد ۲۰۲۱ زکال د جون په ۹ مه نېټه د السلواډور د قانون جوړوونکې شورا په پرېکړې سره السلواډور لومړنی هېواد شو، چې بیټ کوین یې د قانوني کرنسۍ په توګه طبقه بندي کړه. د دغې پرېکړې له تائید ۹۰ ورځې وروسته هره سوداګري مکلفه وه چې بیټ کوین د توکو یا خدماتو لپاره د قانوني پیسو په توګه ومني، یوازې له داسې حالت پرته چې وه نشي کولای د لېږد په موخه ټکنالوژیکي اړتیاوې پوره کړي. [۲۴]
هالنډ
سمولد هالنډ مرکزي بانک د بلاکي ځنځیر پر مټ د "DNBCoin" په نامه د مجازي پولي واحد په ارزونې بوخت دی. [۲۵][۲۶]
سرچينې
سمول- ↑ Al-Laham, Mohamad; Al-Tarawneh, Haroon; Abdallat, Najwan (2009). "Development of Electronic Money and Its Impact on the Central Bank Role and Monetary Policy" (PDF). Issues in Informing Science and Information Technology. 6: 339–349. doi:10.28945/1063. بياځلي په 12 May 2020.
- ↑ Committee on Payments and Market Infrastructures (November 2015). "Digital Currencies" (PDF). bis.org. Bank for International Settlements. بياځلي په 11 May 2020.
- ↑ "Digital currencies are impacting video games with..." Offgamers. خوندي شوی له the original on 22 November 2018. بياځلي په 6 November 2018.
- ↑ "BoE explores implications of blockchain and central bank-issued digital currency". EconoTimes.com. 2016-09-09. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ "Hong Kong Octopus Card" (PDF). 2005. خوندي شوی له the original (PDF) on 15 February 2017.
- ↑ "What is Oyster?".
- ↑ ""Contactless" convenience with Sony's FeliCa".
- ↑ "Home - Chipknip". خوندي شوی له the original on 29 November 2017.
- ↑ "Proton". خوندي شوی له the original on 2015-04-18.
- ↑ "Marshall Islands to issue own sovereign cryptocurrency". Reuters. بياځلي په 5 March 2018.
- ↑ "Customer Advisory: Beware Virtual Currency Pump-and-DumpSchemes" (PDF). Commodity Futures Trading Commission. 15 February 2018.
- ↑ "A CFTC Primer on Virtual Currencies" (PDF). Commodity Futures Trading Commission. 17 October 2017.
- ↑ "US IRS Notice 2014-21" (PDF). US Internal Revenue Service. 2014.
- ↑ "FIN-2013-G001: Application of FinCEN's Regulations to Persons Administering, Exchanging, or Using Virtual Currencies". Financial Crimes Enforcement Network. 18 March 2013. p. 6. خوندي شوی له the original on 19 March 2013. بياځلي په 29 May 2015.
- ↑ Frizell, Sam (May 7, 2014). "SEC Warns Investors on Bitcoin". Time.com. بياځلي په December 5, 2021.
- ↑ "INVESTOR ALERT: BITCOIN AND OTHER VIRTUAL CURRENCY-RELATED INVESTMENTS". U.S. Securities and Exchange Commission. sec.gov. May 7, 2014. بياځلي په December 5, 2021.
- ↑ SydneyEmber (21 August 2014). "More Comments Invited for Proposed Bitcoin Rule". DealBook. بياځلي په 3 October 2014.
- ↑ "Celent calls on central banks to issue their own digital currencies /Euromoney magazine". Euromoney.com. 2016-10-20. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ "Central Banks Consider Bitcoin's Technology, if Not Bitcoin". The New York Times. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ "Denmark proposes cash-free shops to cut retail costs". Reuters. 2015-05-06. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ "Cashless society: Denmark to allow shops to ban paper money". Fortune.com. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ Everett Rosenfeld (2015-02-09). "Ecuador becomes the first country to roll out its own digital currency". Cnbc.com. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ "Ecuador to Create Government-Run Digital Currency as It Bans Bitcoin". International Business Times. 2014-07-25. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ "Bitcoin: El Salvador makes cryptocurrency legal tender". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2021-06-09. بياځلي په 2021-07-04.
- ↑ "Central Banks Consider Bitcoin's Technology, if Not Bitcoin". The New York Times. بياځلي په 2017-01-05.
- ↑ Antony Peyton. "Blockchain goes Dutch » Banking Technology". Bankingtech.com. بياځلي په 2017-01-05.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)