کري چپمن کټ
کري چپمن کټ (د ۱۸۵۹ ز کال د جنورۍ ۹مه – د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ ۹مه) د ښځو د رایې حقغوښتونکې امریکايۍ رهبره وه چې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د نولسم تعدیل لپاره یې کمپاین کاوه. دغه تعدیل په ۱۹۲۰ز کال کې نافذ شو او په امریکا کې یې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ. کټ له ۱۹۰۰ نه تر ۱۹۰۴ز او له ۱۹۱۵ز نه تر ۱۹۲۰ ز کال پورې په امریکا کې د ښځو د رایې د حق د ملي اتحادیې مشري وکړه. دې په ۱۹۲۰ کال کې د رایې ورکوونکو ښځو اتحادیه او په ۱۹۰۴ کال کې د ښځو د رایې د حق نړیواله اتحادیه جوړه کړه چې وروسته یې نوم د ښځو نړیواله اتحادیه شو. په ۱۹۱۹ز کال کې يې د رایې د حق نه لرونکو ښځو د یوه لښکر مشري وکړه ، تر څو پر کانګرېس فشار راوړي، چې د اساسي قانون نولسم تعدیل تصویب کړي، په دغه قانون کې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکول کېده او ایالتي قانون جوړوونکي یې قانع کړل، چې په ۱۹۲۰ ز کال کې یې تصویب کړي. کټ په متحدو ایالتونو کې د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي د پېژندل شویو ښځو له ډلې وه او د مشهورو امریکايي ښځو په ټولو لېستونو کې موجوده وه.[۲][۳][۴][۵]
کري چپمن کټ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | 9 مارچ 1947 (88 کاله)[۱] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
د ژوند لومړي وختونه
سمولکري کلېنټن لین د ۱۸۵۹ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۹مه نېټه د «وېسکانسین» ایالت په «ریپون» سیمه کې وزیږېده. مور یې «ماریا لویسا (کلېنټن)» او پلار یې «لوسیوس لېن» نومېده. په اووه کلنۍ کې یې کورنۍ د «ایووا» ایالت «چارلېز ښار» ته کډه شوه. کټ په ماشومتوب کې له ساینس سره مینه لرله او غوښتل یې ډاکتره شي. په ۱۸۷۷ ز کال کې یې له ښوونځي تر فراغت وروسته د «ایووا» ایالت په «ایمز» ښار کې د ایووا په کرنیز کالج کې (چې دا مهال د ایووا ایالت پوهنتون نومېږي) نوم لیکنه وکړه. [۶]
پلار یې لومړی په کالج کې د زدهکړو مخالف و، خو بیا یې ومنله او د دې د لګښتونو یوه برخه یې پر غاړه واخیسته. کټ د خپل لګښت د پوره کولو لپاره د ښوونځي په کتابتون کې لوښي وینځل او د ښوونځي د رخصتیو پر مهال به یې په کلیوالي ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه کار کاوه. په تازه پیل کړي ټولګي کې یې ۲۷ زدهکوونکي وو چې شپږ یې نجونې وې. کټ د کرېسېنټ له ادبي ټولنې سره یوځای شوه، دا د زدهکوونکو یوه اداره وه او موخه یې دا وه چې د زدهکوونکو د زدهکړې مهارتونه او پر ځان باور لوړ کړي. دا چې په ناستو کې یوازې نارینهوو د خبرو کولو اجازه لرله، کټ د همدغه کار د کولو غوښتنه وکړه. دې موضوع په ګروپ کې د ښځو د ونډې په اړه بحثونه را پورته کړل او پایله دا شوه، چې ښځو ته په ناستو کې د خبرو کولو حق ورکړل شو. کټ د «پي بېټا في» غړې هم وه، دې د نجونو د مناظرې یوه اتحادیه هم جوړه کړه او په پوځي تمرینونو کې یې د ښځو د ونډې ملاتړ وکړ.[۷][۸][۹][۱۰]
کټ په ایووا ایالت کې تر څلورو کلونو وروسته، د ۱۸۸۰ ز کال د نومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه، د ساینس په برخه کې د لېسانس په کچه فارغه شوه، دا په خپل ټولګي کې یوازنۍ فارغه ښځه وه. تر فراغت وروسته یې د حقوقو د مامورې په توګه کار وکړ، وروسته په ۱۸۸۵ ز کال کې ښوونکې او بیا په ایووا ایالت کې د میسون ښار د ښوونځیو مسؤله شوه. دا په دې سیمه کې لومړنۍ ښځينه مسؤله وه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۱۸۸۵ ز کال په فبرورۍ میاشت کې یې د ورځپاڼې له اېډېټر «لیو چپمن» سره واده وکړ. کله یې چې خاوند د کار او ژوند د ځای پیدا کولو لپاره کلفورنیا ته ولاړ، دا له مور او پلار سره په ایووا کې پاتې شوه. کټ د خپل خاوند پر ناروغۍ خبره شوه، کلفورنیا ته روانه شوه. د ۱۸۸۶ ز کال په اګسټ میاشت کې کلفورنیا ته په لاره وه چې د خاوند له مړینې خبره شوه. بیا د یو څه وخت لپاره په سنفرانسیسکو کې پاتې شوه، هلته یې آزادې مقالې لیکلې او د ورځپاڼې لپاره یې د سوداګریزو اعلانونو د موندلو کار کاوه، خو په ۱۸۸۷ ز کال کې بېرته ایووا ته را وګرځېده.[۱۵][۱۶][۱۷]
کټ یوه ځوانه ۲۸ او ۲۹ کلنه کونډه وه، چې په ۱۸۸۷ ز کال کې یې «زېنوبیا» (Zenobia) او په ۱۸۸۸ ز کې یې «امریکايي حاکم» (The American Sovereign) کتابونه یې ولیکل. په ۱۸۹۰ ز کال کې یې له شتمن انجنیر او د ایووا ایالتي پوهنتون له فارغ «جورج کټ» سره واده وکړ. کټ خپلو ویناوو ته دوام ورکړ او په ۱۸۹۳ ز کال کې یې «رعیت او حاکم» (Subject and Sovereign) او په ۱۸۹۴ ز کال کې يې «زموږ د حکومت لپاره ګواښ» (Danger to Our Government) کتابونه ولیکل. جورج کټ هم د ښځو د رایې د حق په برخه کې د دې ونډه وستایله.[۱۸][۱۹][۲۰]
د ښځو د رایې په حق ترلاسه کولو کې رول
سمولد امریکايي ښځو د رایې د حق ملي اتحادیه
سموللومړني کلونه
سمولکټ په ۱۸۸۷ ز کال کې «چارلېز ښار» ته را وګرځېده او دلته یې د ایووا د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په اتحادیه کې ګډون وکړ. کټ له ۱۸۹۰ نه تر ۱۸۹۲ ز کال پورې د ایووا د اتحادیې ایالتي تنظیموونکې او د ډلو د ثبتولو مسؤله وه. کټ د خپل کار په اوږدو کې په ملي کچه د امریکايي ښځو د رایې د حق د ملي اتحادیې لپاره کار پیل کړ او په «واشنګټن ډي سي» کې د ۱۸۹۰ ز کال په کنوانسیون کې ویانده وه. په ۱۸۹۲ ز کال کې «سوزان بي انټوني» غوښتنه ترې وکړه، چې د ښځو د رایې د حق د پېشنهادي تعدیل په اړه په کانګریس کې وینا وکړي. [۲۱][۲۲][۲۳]
په ۱۸۹۰ ز کال کې په «سوېلي ډاکوټا» کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو تر لومړي ناکام کمپاین وروسته له کټ نه غوښتنه وشوه چې دا کمپیان په «کلوراډو» کې تنظیم کړي. د ۱۸۹۳ ز کال د سپټمبر په لومړیو کې «ډېنوېر» ته لاړه او د ټاکنو تر ورځې پورې یې کار وکړ. کټ د دوو راتلونکو میاشتو په جریان کې په ټول «راکي» کې تر دوه زره مایله ډېره وګرځېده او د «کلوراډو» له ۶۳ ښارونو نه یې ۲۹ ښارونه ولیدل. کلوراډو د ۱۸۹۳ ز کال په نومبر میاشت کې د ښځو د رایې حق تصویب کړ، دویم ایالت شو چې ښځو ته یې د رایې حق ورکړ او لومړی ایالت شو، د رایې حق د خلکو په رایه په کې ترلاسه شو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
په نړیوالو جګړو کې رول
سمولکټ د ۱۹۲۰مو او ۱۹۳۰مو ز لسیزو په جریان کې په جګړې ضد برخه کې فعاله وه. په ۱۹۱۵ ز کال کې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلېدو سره په متحدو ایالتونو کې د جګړې له پای ته رسولو سره د مرستې لپاره د ادارو جوړولو د اړتیا په اړه د سولې غوښتونکو ښځو یوه ډله جوړه کړه. د ۱۹۱۵ ز کال د جنورۍ په ۱۰مه په «واشنګټن ډي سي» کې د کټ او د دې د همکارې «جېن اډمز» په مرسته په «ویلارډ» هوټل کې د ناستې لپاره تر ۳۰۰۰ ډېرې ښځې را وبلل شوې. دوی د ښځو د سولې ګوند جوړ کړ چې اډمز یې مشره او کټ یې افتحاري مشره وټاکل شوه.[۲۹]
مړینه
سمولکټ د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ میاشتې په ۹مه نېټه، د «نیویارک» ښار په «نیو راشل» سیمه کې په خپل کور کې د زړه د حملې له امله مړه شوه. مړی یې د «نیویارک» ښار د «برونکس» سیمې په «ووډلاون» هدیره کې د پخواني ملګري «مري ګرټ هې» تر څنګ خاورو ته وسپارل شو، مري ګرټ د نیویارک ایالت یو حقوقپوه و او تر شل کاله ډېر یې له دې سره ژوند کړی و. د ښځو د رایې حق غوښتونکې افریقاييالاصله امریکایۍ «مري چرچ ټېرل» کټ ته په یوه یادګاري پیغام کې لیکلي: «ټولې نړۍ یوه لویه، ښه او با استعداده مېرمن بایلوده، کلونه کلونه یې غوښتل چې له ټولو انسانانو سره باید د هغوی له جنسیت، نژاد او دین پرته عادلانه چلند وشي. ما خپله داسې نږدې ملګرې بایلوده، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې په عمومي او خصوصي لیکنو او ویناوو کې هڅولې یم.» [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
ویاړونه
سمولکټ هم د ژوند پر مهال او هم تر هغه وروسته، د خپل کار له امله پېژندل کېده. په ۱۹۲۱ ز کال کې لومړنۍ ښځه وه چې «وایومېنګ پوهنتون» افتخاري دوکتورا ورکړه. په ۱۹۲۳ ز کال کې د ښځو د رایې د حق د اتحادیې لهخوا «د ۱۲ لویو ژوندیو امریکايي مېرمنو له ډلې» وبلل شوه او په ۱۹۲۵ ز کال کې «سمېټ پوهنتون» د حقوقو افتخاري دوکتورا ورکړه. په ۱۹۲۶ ز کال کې يې تصویر د ټایم مجلې پر پښتۍ خپور شو او په ۱۹۳۰ ز کال کې یې د بې وسلې کولو په برخه کې د خپلو نړیوالو کارونو لپاره جایزه واخیسته. په ۱۹۳۳ ز کال کې یې امریکايي عبري مډال واخیست. په ۱۹۳۵ ز کال کې د ترکیې دولت د کټ د کارونو د ستاینې لپاره مُهر خپور کړ او په ۱۹۳۶ ز کال کې ولسمشر «فرانکلېن روزوېلټ» په سپينه ماڼۍ کې د سولهییزو فعالیتونو له امله وستایله. په ۱۹۴۰ ز کال کې «د ښځو موروایان کالج» د حقوقو افتخاري دوکتورا ورکړه او د امریکا د ښځو د اتحادیې لهخوا د «کال د ښځې جایزه» او د ښځو د عمومي اتحادیو د فدراسیون مخکښه طلایي جایزه هم ورکړل شوه. په ۱۹۴۱ ز کال کې، په سپینه ماڼۍ کې خپل پخواني ملګري «النور روزوېلټ» د «چي اومېګا» جایزه ورکړه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
سرچینې
سمول- ↑ پیوستون : 184 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹
- ↑ Fowler, p. 3
- ↑ "Carrie C. Catt Dies of Heart Attack. Woman's Suffrage Pioneer, Long an Advocate of World Peace, Succumbs at 88". The New York Times. March 10, 1947.
- ↑ Van Voris, pp. 59–63
- ↑ Van Voris, p. vii
- ↑ Peck, pp. 30–32.
- ↑ Van Voris, p. 7.
- ↑ Van Voris, p. 8.
- ↑ Peck, p. 33.
- ↑ "Carrie Lane Chapman Catt". Traditions. ISU Alumni Association. خوندي شوی له the original on May 4, 2013. بياځلي په December 14, 2013.
- ↑ "Carrie Chapman Catt Papers, 1880–1958". Five College Archives & Manuscript Collections. Five College Consortium. بياځلي په July 23, 2014.
- ↑ "Carrie Chapman Catt (1859–1947)". Carrie Chapman Catt Center for Women and Politics (in انګليسي). بياځلي په March 29, 2019.
- ↑ Van Voris, p. 9.
- ↑ Peck, p. 34.
- ↑ Katja Wuestenbecker. "Catt, Carrie Chapman" in World War 1: the Definitive Encyclopedia and Document Collection Vol. 1. Santa Barbara, CA: ABC-CLIO, 2014, p. 359.
- ↑ Peck, pp. 42–43
- ↑ Van Voris, pp; 14–15
- ↑ Catt, Carrie Chapman (c. 1893). "Subject and Sovereign". Archives of Women's Political Communication. بياځلي په July 24, 2020.
- ↑ Catt, Carrie Chapman (December 15, 1894). "Danger to our Government". Archives of Women's Political Communication. بياځلي په July 24, 2020.
- ↑ Fowler, pp. 15–16
- ↑ "Carrie Chapman Catt Girlhood Home and Museum: About Carrie Chapman Catt". catt.org. بياځلي په February 20, 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Catt, Carrie Chapman (February 17, 1892). "Statement Before the House Judiciary Committee". Archives of Women's Political Communication. بياځلي په July 28, 2020.
- ↑ "Carrie Chapman Catt Girlhood Home and Museum: About Carrie Chapman Catt". catt.org. بياځلي په February 20, 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Van Voris, p. 35
- ↑ The Woman's Journal: 58. February 23, 1895
- ↑ Van Voris, p. 43
- ↑ Griffith, p. 211
- ↑ Harper (1898–1908), Vol. 2, p. 853
- ↑ Barr, Eleanor. "Women's International League for Peace and Freedom Collection". Swarthmore College Peace Collection. بياځلي په July 27, 2020.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Carrie C. Catt Dies of Heart Attack. Woman's Suffrage Pioneer, Long an Advocate of World Peace, Succumbs at 88". The New York Times. March 10, 1947.
- ↑ Carrie Chapman Catt Center for Women and Politics. "Timeline of Carrie Chapman Catt's Life Archived May 19, 2013, at the Wayback Machine.".
- ↑ "Carrie Chapman Catt Girlhood Home and Museum: About Carrie Chapman Catt". catt.org. بياځلي په February 20, 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Wilson, Scott. Resting Places: The Burial Sites of More Than 14,000 Famous Persons. 3d ed.: 2 (Kindle Locations 7790–7791). McFarland & Company, Inc. Kindle Edition
- ↑ Telegram from Mary Church Terrell to Miss Alda Wison. March 10, 1947. Punctuation added for clarity.
- ↑ "Prayer offered by the Rev. Walter Van Kirk, D.D. at the funeral service of Mrs. Carrie Chapman Catt, March 11. 1947. Library of Congress Carrie Chapman Catt papers. Available: https://www.loc.gov/resource/mss15404.mss15404-007_00191_00221/?sp=28&st=text&r=-0.009,-0.107,1.018,1.455,0
- ↑ "Women Not Yet Freed From Century-Old Conditions, Noted Suffrage Leader Declares". The Wyoming Weekly Review and Natrona County Tribune. June 18, 1921. بياځلي په October 2, 2020.
- ↑ "Only One of America's 12 Famous Women is a Mother". The Boston Globe. May 13, 1923.
- ↑ Smith College. "Honorary Degrees: Recipients". بياځلي په November 18, 2020.
- ↑ Carrie Chapman Catt June 14, 1926. "Time". بياځلي په November 23, 2020.
{{cite web}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Adams, Mildred (January 1931). "Winner of Pictorial Review's $5,000 Achievement Award: Carrie Chapman Catt, Leader of Women—Pioneer for Peace". Carrie Chapman Catt Papers, Library of Congress. بياځلي په November 23, 2020.
- ↑ Carrie Chapman Catt Papers: Subject File, 1848–1950; Turkish stamp honoring Catt. Library of Congress.
- ↑ Walker, Lola Carolyn (1950). The Speeches and Speaking of Carrie Chapman Catt. Evanston, Illinois: Northwestern University Dissertation. p. 55.
- ↑ "Dr. Hornell Hart of Duke Speaks at Moravian: Says Graduates Going from One Stage to Another --Carrie Chapman Catt Honored". The Morning Call (Allentown, PA). June 11, 1940.