کرسټوفر مارلو

کرسټوفر مارلو
(انګلیسي: Christopher Marlowe د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کرسټوفر مارلو
کرسټوفر مارلو

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ فبروري ۱۵۶۴[۱][۲][۳]
مړینه 30 مې 1593 (29 کاله)[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۲][۳][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده شاعر[۱۴]
ليکوال[۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کرسټوفر مارلو
کرسټوفر مارلو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کرسټوفر مارلو د کېټ مالو په نوم هم پېژندل کېږي ()، چې د اليزابيتي دورې يو امريکايي ډرامه ليکونکی، شاعر او ژباړن و. مارلو د اليزابيتي خورا نامتو ډرامه ليکونکو له ډلې څخه دی. د “Tamburlaine” په نوم د نوموړي د «زياتو پېښو يا تقليدونو» د لوبې پر بنسټ، معاصر پوهان هغه په لندن کې تر ټولو مخکښ ډرامه ليکونکی ګڼي، چې د نوموړي له رمزه ډکې مړينې څخه مخکې يې ژوند کاوه. ځيني پوهان په دې باور هم دي، چې نوموړي ويليم شېکسپير تر خپلې سترې اغېزې لاندې راوړی و، چې له مارلو سره په يو کال عيسوي شوی و او وروسته د نامتو اليزابيتي ډرامه ليکوال په توګه د نوموړي ځايناستی شو. مارلو لومړنی شخص و، چې د خپل تش پاڼي بيت د کارولو له امله يې خورا اعتبار تر لاسه کړ، چې د يادې دورې لپاره معيار شو. د نوموړي ډرامې د هغوی د پام وړ زيار وېستونکو اتلانو له مخې توپير درلود. د مارلو په ادبي اثارو کې موندل شوې نمونې د حقيقي احساساتو په درلودلو سره انساني ګڼل شوي دي، چې د ځينو پوهانو لپاره د مالو «د پوهې پلوۍ ضد» او د خورا فزيکي تاوتريخوالي، ظلم، او وينې تويولو د وړاندې کونکو نندارو لپاره د خپلو اليزابيتي ليدونکو د خوندورو ذوقونو لپاره د نوموړي له لورې د ډرامو چمتو کولو سره همغږي کېدل يا پخلاينه ستونزمنه بولي.

د مارلو په ژوند کې پېښې ځيني وختونه هغومره سختې وې، لکه د نوموړي په ډرامو کې چې موندل شوي دي. په ۱۵۹۳ز کال کې د مارلو له مړينې څخه يې وروسته بېلابېل پارونکي راپورونه خپاره شول او د لازم او غوره سند د نه شتون له امله نن ورځ د پوهانو له لورې د بحث وړ ګرځېدلي دي. د شراب خونې د ناوړه جګړې، د کليسا پر وړاندې د کفري سپکاوي، د همجنسبازۍ د چل، د بل ډرامه ليکونکې له لورې د درغلۍ يا خيانت او د لوړ پوړې کچې (د لومړۍ اليزابيت شخصي شورا “Privy Council of Elizabeth I”) له لورې د جاسوسۍ په ګډون، د نوموړي د مړينې د څرنګوالي او لامل په اړه ګڼې انګېرنې دي. د مارلو د مړينې په اړه د ناببره وژل شوي شخص په اړه د پلټونکي رسمي مامور له لورې يوه انګېرنه په ۱۹۲۵ز کال کې څرګنده شوه او د ټولې کيسې په ويلو سره يې د ټولو پوهانو د هڅولو په برخه کې لږ څه وکړل، مګر د نوموړي په ژوندليک کې شته ناڅرګندتياوې يې لرې نه کړې. [۱۸][۱۹]

د ژوند لومړي وختونه سمول

کرسټوفر مارلو چې د نهه ماشومانو له ډلې دويم ماشوم او په ۱۵۶۸ز کال کې د خپلې خور ماري له مړينې څخه وروسته تر ټولو مشر و، د کانټيربري “Canterbury” سيمې د بوټ جوړونکي جان مالو او د هغه د مېرمنې کترين زوی و، چې مور يې د ډوور “Dover” د ويليم ارتر لور وه. نوموړي د ۱۵۶۴ز کال د فبروري په ۲۶ (د نېټو د پخواني سبک له مخې ، چې هغه وخت کارول کېده ۱۵۶۳ز کال، چې نوی کال يې د مارچ په ۲۵ نېټه وګڼه) د کانټيربري د سينټ جورج کليسا کې د تعميد غسل تر لاسه کړ؛ يانې عيسوي شو. ويل کېږي چې مارلي له ويليم شکسپير څخه نږدې دوه مياشتې مخکې زېږېدلی دی، ځکه چې د تاريخ له مخې شکسپير ته په سټراټبورډ اپان اوون “Stratford-upon-Avon” کې د ۱۵۶۴ز کال د اپرېل په ۲۶ نېټه د تعميد غسل ورکړل شوی و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مارلو د ۱۴ کلنۍ په عمر د يو سکالرشيپ له مخې د کانټيربري د پاچا ښوونځي “The King’s School” کې او دوه کالونه وروسته د کمبرېج په کرپوس کرسټ کالج “Corpus Christ College, Cambridge” کې يو زده کونکی و، چې په دويم ښوونځي کې يې هم د سکالرشيپ له لارې زده کړې وکړې او په ۱۵۸۴ زکال يې ورڅخه د هنرونو برخه کې د لېسانس سند تر لاسه کړ. مارلو د ښوونځي د دورې، لوستلو او د اووېډ “Ovid” د کتابونو د ژباړې له لارې لاتيني ژبه کې د زياتې پوهې څښتن شو. په ۱۵۸۴ز کال کې پوهنتون نوموړي ته د هغې اوازې له امله د هنرونو برخه کې د ماسټرۍ سند په ورکولو کې زړه نازړه شوه، چې نوموړي ښايي غوښتل د شمالي فرانسې ريمس “Rheims” کې انګرېزي دارالعلوم ته لاړ شي او د اټکل له مخې غواړي د رومن کاتوليک د پادري په توګه د عيسوي ملايانو د ګومارنې دود لپاره چمتووالی ونيسي. که چېرې نوموړی اټکل رښتيا وی، نو دا ډول عمل به له هغه شاهي حکم څخه سيده يا مستقيمه سرغړونه وی، چې په ۱۵۸۵زکال کې د ملکې لومړۍ اليزابيت له لورې صادر شوی و او په رومن کاتوليک کليسا کې د ملا په توګه د هر انګرېزي وګړي د ننوتلو هڅه يې جرم ګڼه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د اروپا لويه وچه کې د کاتوليکانو او پروتستانتو تر منځ منځ په لويه کچه تاوتريخوالی د پوهانو له لورې د پروتستانت انګريزې ملکې د کاتوليک ضد دفاعي قوانينو د انګېزې په توګه ياد شوی دی، چې له ۱۵۸۱ز کال څخه په ۱۶۰۳ زکال کې د نوموړې د مړينې تر وخته صادر شوي وو. د مارلو لپاره د خورا ناوړه پايلو د لرلو سره سره يې سند هغه مهال د مهالوېش له مخې ورکړل شو، چې د پټې يا محرمې شورا د نوموړي په استازولۍ لاسوهنه وکړه او د ملکې پر وړاندې د نوموړي «د ژمن چلند» او «ښه خدمت» ستاينه يې وکړه. د مارلو د خدمت څرنګوالی د معاصرو پوهانو له لورې نه و مشخص شوی، مګر د کمبرېج چارواکو ته د نوموړي ليک د معاصرو پوهانو له لورې ګڼې انګېرنې راپارولي دي؛ په ځانګړي ډول هغه نظريه چې مارلو د پټې شورا د غړي ښاغلي فرانسس والسېنګام لپاره د پټ استازي يا جاسوس په توګه کار کاوه. د پټې يا محرم شورا د ليکنيزو اړيکو يوازينی شته ثبوت د هغوی د اجراتو په رسمي ثبتونو يا د ناستو په يادښتونو کې موندل کېږي، په داسې حال کې چې ليک ورک شوی دی. د اجراتو يا ناستو په يادو يادښتونو کې د جاسوسۍ په اړه هيڅ يادونه نه شته، مګر د پټې شورا د ورک شوي ليک معلومات راټولول ناڅرګند دي، چې له مخې يې ويل کېږي چې «دا د هغې د لويانو خوښي نه وه»، چې د مارلو په څېر ګومارل شوي اشخاص چې «د خپل هېواد په ګټه وو، د هغو خلکو له لورې بدنام شي چې د دې چارو په اړه پوهه نه لري». پوهان په دې اړه هوکړه لري، چې د ويوکو ناڅرګند کارول په عمومي ډول د حکومتي جاسوسانو د خوندي ساتلو په موخه وو، مګر دوی په دې اړه بحث کولو ته دوام ورکي، چې د مارلو په قضيه کې د هغه د هېواد ګټې په حقيقت کې څه وې او څه ډول يې په هغه ۲۳ کلن ليکوال باندې اغېزه وکړه، چې په ۱۵۸۷ زکال کې يې ادبي مسلک پيل کړ. [۳۰][۳۱][۳۲]

د مارلو د ځوانۍ سمول

د مارلو د ځوانۍ ژوند په اړه لږ معلومات دي. ټول شته شواهد له هغو څخه پرته، چې د نوموړي له ادبي کارونو څخه تر لاسه کېدلی شي؛ په قانوني ثبتونو او نورو رسمي سندونو کې موندل کېږي. د افسانوي او غير افسانوي کيسو ليکوالانو د نوموړي د مسلکي فعاليتونو، شخصي ژوند او ځانګړتيا په اړه اټکلونه کړي دي. مارلو د يو جاسوس، جنګيالي او کفري او همدا راز جادوګر، د دوه اشخاصو تر منځ د جنګ پلوي، د تمباکو کارونکي، جعل کار او ناوړه شخص په توګه ياد شوی دی. په داسې حال کې چې جی ای ډوني “J. A. Downie” او کانسټېنس کيورياما د يو څه زياتو پيکه او بې خونده اټکلونو پر وړاندې استدلال کړی دی، مګر په عمومي محتاط يا پام لرونکی جی بي سټين هغه څوک و، چې يادونه يې وکړه چې د مارلو د افسانې په توګه دا ټولې اليزابېتي اوازې او تورونه نه منل، بې بنسټه ښکاري. ډېری پوهانو د مارلو د ځوانۍ يا بلوغت د لنډ ژوند (۱۵۸۷ – ۱۵۹۳ز کال)، د ملحد په توګه د نوموړي د ژبني اعلان، د نوموړي د (ښايي ورته جنس) جنسيتي لېوالتياوو او د نوموړي د مړينې په اړه ناڅرګندو حالتونو يا پېښو په اړه ليکل کړي دي. [۳۳]

جاسوسي سمول

مارلو په حکومتي جاسوسۍ تورن دی. پارک هونان او چارلس نېکول فکر کوي، چې اصلي حالت او وړانديز دا و، چې مارلو هغه وخت په دنده وګومارل شو، چې نوموړی کمبرېج کې و. په ۱۵۸۷ز کال کې هغه وخت، چې پټې يا محرم شورا د کمبرېج پوهنتون ته امر وکړ چې مارلو ته د هنرونو د ماسټر په توګه د هغه سند ورکړي، ټولې هغه اوازې يې رد کړې چې نوموړی د هېواد د ګټو په اړه په ناڅرګندو چارو کې ښکېل و. د يادې دورې د پوهنځي شته سندونه هم په ګوته کوي، چې مارلو په (۱۵۸۴ – ۱۵۸۵ز) پوهنيز کال کې له پوهنتون څخه د معمول خلاف اوږدمهاله ناسوبتياوې درلودې، چې د پوهنتون له مقرراتو څخه يې تېری کاوه. د پوهنتون د خواړو او توکو د ساتنځای [تحويلخانې] شته دلايل، چې د شخصي بسياينو لپاره د زده کونکي پېرودنې ثبتوي، ښيي چې مارلو په پوهنتون کې د شتون په مودو کې په خوراک او څښاک باندې پرېمانه لګښت پيل کړ، چې کچه يې د سکالرشيپ له معلوم عايد څخه زياته وه. [۳۴]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0549265/ — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۹
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?82613 — subject named as: Christopher Marlowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Christopher MARLOWE — NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-46730 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119146460 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dv1k85 — subject named as: Christopher Marlowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/4837 — subject named as: Christopher Marlowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa360232/christopher-marlowe — subject named as: Christopher Marlowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  9. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/87196656 — subject named as: Christopher Marlowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. subject named as: Christopher Marlowe — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Marlowe,_Christopher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  11. subject named as: Christopher Marlowe — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/514fa06e05e041178f309da657fe9f9e — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040450.xml — subject named as: Christopher Marlowe — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040450.xml — subject named as: Christopher Marlowe — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  14. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/christopher-marlowe — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  15. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119146460 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12863075
  18. Erne, Lukas, (2005) "Biography, Mythography, and Criticism: The Life and Works of Christopher Marlowe," Modern Philology, Vol. 103, No. 1, University of Chicago Press (August 2005), pp. 28-50.
  19. For a full transcript, see Peter Farey's Marlowe page Archived 22 June 2015 at the Wayback Machine. (Retrieved 30 April 2015).
  20. کينډۍ:Cite ODNB
  21. Hopkins, L. (2005-11-29). A Christopher Marlowe Chronology (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-50304-5. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rackham, Oliver (2014). "The Pseudo-Marlowe Portrait: a wish fulfilled?" (PDF). Corpus Letter. Corpus Christi College, Cambridge (93): 32. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hilton, Della (1977). Who was Kit Marlowe? : The story of the poet and playwright. New York : Taplinger Pub. Co. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8008-8291-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Cowper, Joseph Meadows, المحرر (1891). The register booke of the parish of St. George the Martyr, within the citie of Canterburie, of christenings, marriages and burials. 1538-1800. Canterbury: Cross & Jackman. د کتاب پاڼې 10. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Holland, Peter (2004). "Shakespeare, William". Oxford Dictionary of National Biography (الطبعة January 2013). Oxford University Press. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. کينډۍ:Acad
  27. کينډۍ:Cite ODNB
  28. "Act Against Jesuits and Seminarists (1585), 27 Elizabeth, Cap. 2, Documents Illustrative of English Church History". Macmillan (1896). مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Cite ODNB
  30. For a full transcript, see Peter Farey's Marlowe page Archived 23 December 2016 at the Wayback Machine. (Retrieved 30 April 2015).
  31. کينډۍ:Cite ODNB
  32. Hutchinson, Robert (2006). Elizabeth's Spy Master: Francis Walsingham and the Secret War that Saved England. London: Weidenfeld & Nicolson. د کتاب پاڼې 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-297-84613-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Steane, J. B. (1969). Introduction to Christopher Marlowe: The Complete Plays. Aylesbury, UK: Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-043037-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. This is from a document dated 29 June 1587, from the National Archives – Acts of Privy Council.