دځمکي ترسطحي لاندي اوبه او د هغو کړني

دځمکي د سطحي لاندي اوبه د سمندرونو او سمندرګيو څخه وروسته د اوبو د زيرمي د لرلو له کبله دويم ځای لري. اوبه کولای شي چي د ځمکي تر ژورو برخو نفوذ وکړي او د هغي فشار تر اغېزې لاندي، چي نظر ژوروالي ته زياتيږي. کولای شي چي په لوړه تودوخه کي هم په مايع حالت کي پاتي شي .د وروستيو څيړنو له مخي د ځمکي د سطحي لاندي اوبه اخري سرحد د (۱۳)او (۱۴) کيلومترو په ژوروالي کي اټکل کيږي چي ددې طبقو په لاندنيو برخو کي د لوړ حرارت د موجوديت له کبله اوبه د بخار په شکل ليدل کيږي . اوبه نه يوازي د يو کيمياوي محلل يا حل کوونکي مادې په څير فوق العاده زيات اهميت لري ،بلکي هغه کيمياوي مواد چي د ځمکي د قشر  په ترکيب کي شته په اوبو کي تر حل کيدو  وروسته ممکن چي مختلف کيمياوي مرکبات رامنځته کړي. په دې څپرکي کي لاندي موضوعات لکه تر خمکي سطحي لاندي اوبه او دهغې کړني ، د ځمکي دسطحي لاندي اوبو ويشنه او حرکت ، دکارسټ جيومورفولوژي ، د کارسټ د عمل څرنګوالی، کارستيک جوړښتونه، سمڅي لو د هغې ډولونه څيړل شوي چي لوستونکو ورڅخه پوره ګټه ترلاسه کولايی شي.

تعريف

د اوبو د نړيوال دوران څخه هغه مقدار اوبه چي د واوري يا باران په څير د څمکي د کرې وچو برخو ته ليږدول کيږي ته تر رسېدو وروسته په مختلفو ډولونو  د انسان په واک  او اختيار کي رسيږي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو په وچو ،نيمه وچو ،او مرطوبو سيمو  کي زيات ارزښت لري له بله پلوه سيندونه يا رواني اوبه د ځمکي د سطحي لاندي  اوبو په نسبت ژر  دانسان  په واک او اختيار کي واقع کيږي . د نړۍ لرغوني مدنيتونه  ټول د سيندونو په غاړو رامنځته شوي او خپل دتکامل لوړو پوړونو ته رسيدلي دي . دبلي خوا سيندونه د خوږو اوبو د انرژي (اوبيزه بريښنا ) د توليد په برخه کي د يوې سترې سرچينې په موخه د استفادې وړ دي د سيندونو او د ځمکي د سطحي لاندي اوبه رول دانسان ، حيوان او نبات په ژوندانه کي فوق العاده اغيزناکي دي

د ځمکي د قشر په داخلي برخو کي د اوبو راټوليدل او داوبو زيرمو منځ ته راتلل د ځمکي د مخ د سطحي طبقو نفوذ  توان ، تشي ، درزونو او سوريو  پوري نغښتي وي  اوبه په ځمکه کي تر يوه ټاکلي ژوروالي پوري نفوذ کوي او وروسته د غير قابل نفوذ طبقې د پاسه ذخيره او په دې ډول د ځمکي د سطحي لاندي اوبو زيرمي رامنځته کيږي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو زيرمي له دوو برخو څخه  جوړ شوي دي يوه برخه تبخيريږي او بله يي د اشباع برخه ده   تبخيري برخه داوبو د زيرمي په پاسنۍ برخه کي واقع شوي چي اورښت لرونکو موسمونو کي د اوبو حرکت له پاسنيو برخو څخه لاندي برخي ته او په وچ کاليو کي د اوبو داجريان او حرکت برعکس له لاندنيو برخو څخه پاسنيو پوړونو په لور سرته رسيږي د ځمکي د سطحي تبخيري برخه د اوبو د استخراج لپاره چندان مهم نه وي.

برعکس داوبو اشباع برخه هروخت داوبو څخه غني وي نو د ګټي اخيستني لپاره همدا برخه داهميت وړ وي د ځمکي د سطحي لاندي اوبه د هغه مقدار اوبو څخه عبارت دي چي د ځمکي د نفوذ وړ طبقې لکه خاوروو تشو او درزلرونکو ډبرو،په واسطه جذب ، د غير قابل نفوذ طبقې دپاسه ذخيره او په دې ډول د ځمکي دسطحي لاند ياوبو زيرمي رامنځته کيږي د غير قابل نفوذ طبقې دپاسه طبقه چي داوبه لپاره دنفوذ وړ او د اوبو حخه خالي وي برعکس هغه طبقې چي مرطوبي او داوبو څخه مشبوع وي او يا اوبه ورڅخه تيريږي  د ساټراټيډ زون په نامه ياديږي  رامنخته  شوي په مرطوبه او اورښت لرونکو سيمو کي ممکن چي دا موازنه رامنڅته شي ولي په وچو اقليمونو کي د ځمکې دسطحي لاندي اوبو څخه پرله پسې ګټي اخيستني د خوږو او څښلو اوبو د کمښت ستونزي  يي رامنځته کړي .

د ځمکي د مخ اکثره رسوبي برخي داوبو د جذب توان لري سره له دي چي داوبو د جذب توان او ظرفيت په مختلفو خاورو او رسوبي طبقو کي بيلابيل وي که چيري اورښت شديد او زورور وي ټول اورښت او رواني اوبه په ځمکه کي نه جذبيږي بلکي زياته اندازه يي د ځمکي  پرمخ  په حرکت راځي ، چي ددې روانو اوبو د بهيدو مسير د ځمکي د سطحي لاندي اوبه په مختلفو لارو د ځمکي سرته راوځي څو باالاخره سمندرونو او سمندرګيو ته لار پيدا کوي هغه سيندونه چي د ځمکي دسطحي لاندي اوبو ورسره يو ځاي  کيږي د کال په اوږدو  کي بهيږي  او دايمي سيندونه رامنځته  کوي .

په ټوليز ډول د ځمکي د سطحي لاندي اوبه تر لاندي سرليکونو څيړل کيږي .

ـ د ځمکي د سطحي لاندي اوبو د زيرمو رامنځته کيدل .

ـ د ځمکي د سطحي لاندي اوبو ويشنه .

ـ د ځمکي د سطحي لاندي اوبو فزيکي او کيمياوي خواص .

ـ د ځمکي د سطحي لاندي اوبو سرچينې حرکت او بي ځايه کيدنه .

ـ د ځمکي د سطحي لاندي اوبو څخه د ګټي اخيستني لاري چاري .

د هايدروسفير دطبقې په سلو کي (۰،۳) برخه يا (۱۳۰) مليون کيلومتره مکعب اوبه دځمکي دسطحي لاندي کي موقيعت لري د ځمکي د سطحي لاندي اوبو زيرمي په ځانګړي توګه په هغو برخو کي شتون لري چي د زيرمي پاسني طبقي د رسوبي ډبرو  او رسوبي لرونکو جوړښتونو څخه جوړه شوي وي او يا هم کافي تشي ، سوري او درزونه ولري  .

موږ کولاي شو چي د ځمکي سطحي لاندي اوبه د څاګانو او کارېزونو په واسطه استخراج يا په طبيعي ډول د چينو په څير د ځمکي سطحي ته لار پيدا کړي، نن ورځ د ځمکي د سطحي لاندي اوبو څخه نه يوازي  د څښلو بلکي په کرنيزو  چارو کي هم ورڅخه ګته پورته کيږي، خو د ځمکي د سطحي لاندي اوبو څخه ګټه اخستنه ستونزمنه تماميږي . له بلي خوا ددې اوبو منحله مواد د سيندونو د اوبو په پرتله زيات وي ولي دا اوبه د يوشمير هغو ميکروبونو څخه چي د ناروغيو سبب ګرځي ،پاکي وي، او تصفېي (پاکولو )ته اړتيا نه لري . دبلي خوا د ځمکي د سطحي لاندي اوبو کيمياوي خواص او تودوخه ثابته وي  د ځمکي دمخ او د ځمکي د سطحي لاندي اوبه د اتموسفيري اورښتونو څخه سرچينه لري. د هغه مقدار اوبو څخه چي داورښت په څير ځمکي ته راګرځي يوه برخه يي ځمکي ته تر رسيدو وړاندي او وروسته به بخار بدل او اتموسفير ته پورته کيږي ،بله برخه يي دنفوذ وړ طبقو له لاري د ځمکي د سطحي لاندي اوبو زيرمي برابروي او دريمه برخه يي د ځمکي پرمخ سيندونه ،جهيلونه ،جبه زاري،يخچالونه او سمندرونه جوړوي دالمان په خاوره کي دترسره شويو څيړنو څخه وروسته دا پايله لاسته راغلې ده که چيري ددې هيواد د کلني اورښت اندازه (۸۰۰)ملي مترو ته رسيږي نو د اورښتونو دا اوبه لاندي درې لاري خپلوي .

کومه انرژي چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو د حرکت راوړلو لامل ګرځي ، دځمکي دجاذبې قوې څخه عبارت ده . دخمکي جاذبې قوه اوبه د ځمکي مرکز خواته کشوي داعامل ددې سبب کيږي چي اوبه په عمودي ډول د ځمکي داخلي برخو ته نفوذ وکړي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو دا حرکت تر هغه وخته او هغه ځايه پوري ادامه پيداکوي څو چي يو غير قابل نفوذ  اکو فيوچ طبقې ته ورسيږي . د خمکي د سطحي لاندي اوبو په اړه تخميني شميرې شته،د ځمکي سطحي لاندي تر (۱۴)کيلومتر ژور والي پوري ټول (۲۰۰) مليون کيلومتره اوبه تخمين شوي چي نږدې (۶۰)

مليون کيلومتره مکعب د سطحي لاندي تر (۵) کيلومتر ژوروالي پوري ځای شوي دي چي په اوسنيو شرايطو کي د ګټي اخيستني وړدي .

ګڼه

اوبه

حجم په ۱۰۰ کيلومترمکعب

سلنه

۱

دسمندرونو اوسمندرګيو اوبه

۱۳۷۰۳۲۳

۹۳،۹۳

۲

دځمکي دسطحي لاندي دلاس رسي وړ اوبه

۶۰۰۰۰

۴،۱۱

۳

دځمکي دسطحي لاندي اوبه په فعاله سيمه کي

۴۰۰۰۰

۰،۲۷

۴

يخچالونه

۲۴۰۰۰

۱،۶۵

۵

جهيلونه

۲۳۰

۰،۱۶

۶

دخاوری لنده بل

۸۳

۰،۰۵۵

۷

په هوا کي داوبو بخارات

۱۴

۰،۰۰۰۱

۸

سيندونه

۱،۲

۰،۰۰۰۱

۹

ټولي

۱۴۵۴۶۵،۹

۱۰۰

  لاندي جدول د ځمکي د مخ اوبو د ځمکي په مختلفو برخو او بيلابيلو حالتونو کي راښيي

دځمکي ترسطحي لاندي اوبو ويشنه

دځمکي دسطحي لاندي اوبو په ويشنه کي دوه بيلي سيمي يو له بله جلا کيږي .

ـ دتهويي سيمه

ـ داشباع سيمه

دتهويي په سيمه کي يو شمير سوري دهوا او يو شمير نور له اوبو څخه ډک شوي وي ،ولي داشباع په سيمه کي ټولي شته تشی او سوري له اوبو څخه ډک وي .

دتهويي سيمه

له هغي  اندازې اوبو څخه چي په ځمکه کي جذبيږي يوه برخه يي مخکي له دې چي اشباع سيمي ته ورسيږي د خاوري (ډبرو زرې ) او اوبو ترمنځ دماليکولي کشش او هم د زراتو خپل منځي جاذبي په علت په معلق ډول پاتي او دمعلقو اوبو په اصطلاح پيژندل شوي . دتهويي سيمه په خپل وار په لاندي برخو ويشل شوې ده.

داوبو او خاوري سيمه

داسيمه چي د ځمکي سطحي ته نږدې واقع شوي د ونو او بوټو لپاره لازمي اوبه برابروي. هغه اندازه اوبه چي دې سيمي ته نفوذ کوي يوه برخه يي د نباتاتو او نورو ونو بوتو  په وسيله جذب اوپاتي  برخه يي اشباع طبقې ته ځان رسوي .

منځنۍ سيمه

داسيمه چي د اوبو او خاوري سيمي څخه لاندي موقيعت لري ، په دې برخه کي  اوبه د خپل ماليکولي جاذبې قوي تر اغيزې لاندي په معلق ډول پاتي کيږي ،مګر کله چي د اورښت اوبه ورته ورسيږي نو اضافي اوبه اشباع سيمي خواته  په حرکت راځي .

داشباع سيمه

داسيمه د ځمکي دسطحي لاندي د هغي برخي څخه عبارت ده چي هلته د ډبرو او خاورو ټولي شته تشي ، سوري ، درزونه او مسامات د اوبو په وسيله ډک شوي وي .داشباع سيمه دځمکي دسطحي لاندي اوبو اصلي سرچينه ګڼل کيږي ،ددې سيمي داوبو سطحه دکال او سيمي اورښتونو پوري تړاو لري ښکاره خبره ده چي په اورښت لرونکو سيمو کي د ځمکي د سطحې لاندي اوبو سطحه دوچو سيمو په پرتله لوړه وي داهم څرګنده ده چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو سطحي د يو کال په اوږدو  او همدارنګه له يوکال څخه بل کال ته په تغير کي وي .

د ځمکي ترسطحي لاندي اوبو حرکت

د روانو اوبو حرکت د ځمکي دمخ  په سيندونو کي متر په ثانيه اندازه کيږي هر کله چي موږ دځمکي د سطحي لاندي اوبو سره سروکار لرو بايد خپل  داندازه کولو مقياس بدل کړو .که څه هم اوبه د ځمکي په داخلي طبقو کي حرکت لري خو دا حرکت ډير  سست او ورو وي شايد چي په ورځ کي د څو سانتي مترو حتی په ځينو برخو کي دا حرکت په يو کال کي څو سانتي مترو څخه تر يو متر پوري وي . د ځمکي دسطحي لاندي اوبو د حرکت سست والي اصلي علت دا دی، که چيري اوبه وغواړي چي حرکت وکړي نو اړ دي چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبه ډير سست اوبطي حرکت سرته رسوي . د ځمکي دسطحي لاندي اوبه په طبيعي ډول او د خپل وزن د تاثير لرلو سره له لوړو برخو څخه د ټيټو برخو په لور په حرکت راځي . يوازي په ځينو تشو او سوريو کي د ځمکي دسطحي لاندي اوبو حرکت د متر في ثانيي څخه زياتيږي..

لاندي جدول په مختلفو جوړښتونو کي داوبو د جذبېدو او حرکت وړتيا راشيي

       اهکي ډبري lime stone   

په اهکي ډبرو کي د اوبو د جذبيدو او دتشو اندازه يو بل سره په تغير کي وي ،په دې ډبرو کی د تشو او د اوبو د نفوذ کيدو ظرفيت د وخت په تيريدو زياتيږي ، ولي د تحجر کيدو د عملي په تر سره کيدو د اوبو د جذب او ليږديدل اندازه کميږي

            کنګلو ميراتونه

      Conglomerate   

په کنګلو ميراتي جوړښتونو کي د تحجر کيدو دپروسې په وړاندي تګ سره داوبو دجذب او ليږديدني ظرفيت کميږي .څرنګه چي په کنګلو ميراتي جوړښتونو کي سوري،تشي او درزونه چندان پراخ نه وي نو دا ډول جوړښتونه د اوبو د جذب او د زيرمي په رامنځته کولو کي هم چندان ارزښت نه لری

                  شګلني ډبري

                Stone sand

تر هغه وخته پوري چي شګلني ډبري خپل کلکوالي يا تحجر مرحلې ته نه وي رسيدلی او يا دا چي دا شګلني ډبري د يو شمير درزونو اوتشو لرونکو وي، نو دځمکي دسطحي لاندي اوبو د جذب او ليږد لپاره مناسب چاپيريال برابروي

                          شګي

                         sands  

دا ډول جوړښتونه چي د زياتو تشو درلودونکي دي ددرزونو د کوچني والي له امله لږو اوبو ته نفوذ ورکولای شي نو دا ډول جوړښتونه دنفوذ وړ جوړښتونه په ډله کي راځي

                  مارلونه

                  marls

دا ډول جوړښتونه غير قابل نفوذ او يا ډير لږ د اوبو د جذب وړتيا لري

         اورشيندونکي ډبري

             Volcanic rock

دا ډول ډبري ممکن چي د نفوذ وړ او د ځمکي سطحي لاندي اوبو لپاره ښه بستر وي

                         متحوله ډبری

                  Metamorphic rock

متحوله جوړښتونه غير قايل نفوذ او د ځمکي د سطحي لاندي اوبو لپاره کوچنی بستر دي .ددې جوړښتونو پاسنۍ برخه چي د تخريب لاندي واقع شوي وي ممکن چي د څاګانو د کيندلو پر مهال لږ اندازه اوبه ور څخه لاسته راشي

ويشماير او د هغه همکارانو په مختلفو خاورو کي د اوبو د حرکت  وړتيا په  لاندي توګه محاسبه کړي .

ترټولوزيات حرکت په يو ساعت کي له (۱۲،۵) سانتي مترو څخه زيات

ـ په منځني ډول په يوه ساعت کي له (۶،۲۵)څخه تر (۱۲،۵)سانتي مترو پوري .

ـ په يو ساعت کي له (۶،۲۵)څخه تر (۵ ) سانتي مترو پوري .

ـ په يو ساعت کي له (۵) څخه تر (۳) سانتي مترو پوري .

ـ په يو ساعت کي له (۰،۵)څخه تر (۰،۱۲۵)سانتي مترو پوري .

ـ تر ټولو لږ په يو ساعت کي له (۰،۱۲۵)څخه لږه (۱۲۲:۱۷).

داوبو د نفوذ وړ ډبري او جوړښتنونه  د اوبو د جذب ،ليږد او ظرفيت له کبله په دريو لاندنيو برخو ويشل شوي .

ـ هغه ډبري چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو د جذب او ليږديدو کافي وړتيا لری .داډول ډبري د ځمکي دسطحي لاندي اوبو دليږد لباره هادي طبقه اوفير په نامه ياديږي لکه شګلني ډبري ،جغل اوداسي نور ...

ـ هغه ډبري چي داوبو د جذب توان لري ولي نشي کولای چي جذب شوي اوبه په پوره چټکتياو ليږدوي. دا ډول طبقې داکويکلود طبقې په نامه ياديږي لکه رسي خټي او ورته  نور جوړښتونه

ـ هغه ډبري او جوړښتونه چي اساسآ نه داوبو د جذب توان او نه د اوبو د ليږد ظرفيت لري ، دا ډول ډبري او جوړښتونه د اکوفيوج يا غير قابل  نفوذ طبقې په نامه ياديږي لکه د خارا يا کرانيټ ډبري او داسي نور ...

اهکي رسوبي مواد ،دغرونو په لمنو کي يخچالي رسوبات او په صحرايي اودښتي سيمو کي بادي رسوبات ،دڅمکي سطحي لاندي اوبو ښی زيرمي او سرچيني جوړوي . د ځمکي دسطحي لاندي اوبو دحرکت لوري ځيني لاملونه لکه د طبقې ځړوبي او ظرفيت پوري اړه لري کله چي اوبه د مختلفو طبقو څخه تيريږي او ځان غير قابل نفوذ طبقې ته ورسوي د خپل حرکت  په مسير کي يوه اندازه عضوي مواد د ځان سره حل او د ځمکي د سطحي لاندنيو طبقو ته ليږدوي د ځمکي د مخ هغه برخي چي داوبو د جذبيدو پوره وړتيا ولري نو تر ځمکي سطحي لاندي اوبو يي د عضوي موادو څخه بډايه وي. برعکس هغه سيمي چي د اوبو د جذبيدو او ليږديدو وړتيا نه لري . ددې سيمي اوبه د اکسيجن له لرلو څخه فقېرې وي .اوکله کله د ونو بوټو لپاره خطرناکي (زهري ) هم وي . هغه ځمکي او جوړښتونه چي رطوبت نه لري او وچي دي په داسي ځمکو کي اوبه پورته خواته حرکت نشي کولای د ځمکي دسطحي لاندي اوبو دالوړيدنه د مختلفو لاملونو پوري تړلي وي لکه دخاوري نوعيت ،دهوا لوندوالی  او وچ والی مګر شګلني ،نيمه شګلني،او لوسي خاوري دا ظرفيت لري چي اوبو ته پورته خواته صعود ورکړي .

                                     (لومړی شکل انځور دځمکي دسطحي لاندي اوبو حرکت راښيي)

دځمکي ترسطحي لاندي اوبو،رنګ او خوند

داوبودکيفيت او څرنګوالي څخه مطلب دمحلولو املاحو اندازه،دمنرالونوزرې،داوبوحرارت

داوبو رنګ،بوی،خوند اوداسي نورو کيمياوي او فزيکي ځانګړتياوو څخه عبارت دی.ترځمکي سطحي لاندي اوبه ډير يا لږ منحله مواد لری په طبيعت کي داسي اوبه نه پيداکيږي چي ډير يا لږ محلول ونه لری په اوبو کی دمحلولونو او مالګو شتون لاندي درې لاملونو پوري تړلي دي

ـ دډبرو جنس (ډول ).

ـ دځمکي د سطحي لاندي اوبو چټکتيا.

ـ دځمکي دسطحي لاندي اوبو منشآ.

دځمکي دسطحي لاندي اوبو دمحلولونو اندازه د کيمياوي تجزيي څخه وروسته په هرليتر اوبو کي په ملي متر ښودل کيږي. که چيري دچينې او څاګانو اوبه د اورښت  څخه وروسته لږ هم ځړوبي ولري او يا دا چي د وچوبو په موسمونو کي چي د ځمکي د مخ په رسوبي برخو کي درزونه او چاودونه رامنځته شوی وي ، په داسي سيمو کي د نفوذ کړل شوو اوبو د صافولو او تصفيه کولو وړتيا کميږي ځکه چي نفوذ کيدونکي اوبه د ځمکي د مخ يوه اندازه معلق مواد لکه د خاوري کوچنۍ ذرې او ځيني ميکروبونه د ځانه سره د ځمکي داخلي برخو ته ليږدوي نو دا ډول اوبو ته بايد د شک په سترګه  وکتل شي .

د ځمکي د سطحي لاندي اوبو درنګ د بدلون اصلي لامل اوسپنه لرونکي مالګي دي ،کله چي دا ډول اوبه د ځمکي سرته وايستل شي نو اکسيديشن د عملې به پايله کي خپل رنګ  بدلوي همدارنګه هغه اندازه اوبه چي د ځان سره دبای کاربن دای اکسايډ غاز لري ږ دکاربن ډای اکسايد غاز د لرلو له امله رنګ يي خيره يا مکدر وي ، خالصي اوبه په لږ حجم سره رنګ نه لري ، که چيري حجم يي زيات وي کم رنګه شين رنګ لري کومي اوبه چي ابي رنګ ښکاري معمولا رنګ يي د اتموسفير د نور انعکاس له امله وي .دڅښلو پاکي روغتيايي اوبه بايد په هر ډول شرايطو کي بوی ونه لري مګر په ځينو خواصو کي چي ممکن اوبه د خپل حرکت په مسير کي ځينو موادو سره په تماس کي وي لکه تورب چي تر يوې اندازې پوري په اوبو کي د بوی د پيداکيدو لامل ګرځي .ممکن چي دا ډول بوی ډير خطرناک وي . په هرصورت ښه به داوي چي د اوبو بوی محکي له استعمالولو ورڅخه لري شي. څرنګه چي د څښلو اوبه بايد پرته له بوی څخه وي ولي د خوند په لحاظ د هري سيمي اوبه ځان ته ځانګړی خوند لري چي د څښلو په وخت کي نه  احساس کيږي. د بيلګي  په ډول که چيري  د يوي سيمي خلګ بلي سيمي ته کډه وکړي د نوي سيمي د اوبو د څښلو څخه وروسته د بي خوندۍ احساس کو ي. په اوبو کي د مختلفو املاحو شتون لکه اوسپنه،منګنيز ،مالګه اوداسي نور اوبو ته مختلف خوند ورکوي کله دا خوند ښه او کله دا خوند بد وي ، کله کله حيواني او نباتي پاتي شوني هم داوبو د خوند او رنګ د بدلون سبب ګرځي همدارنګه اوبه د تودوخي  د ليږد خاصيت  لري دلږ تودوخي د لرلو په وخت کي د اتموسفير د تودوخي تابع  وي، هغه اوبه چي د ځمکي د سطحي لاندي په (۱۲)او (۲۵)متر ژوروالي کي .موقيعت لري تودوخي يي د کال په موده کي ثابت او اتموسفيري تودوخي سره هيڅ  ډول اړيکه نه لري په هر صورت د ځمکي د سطحي لاندي اوبو تودوخه د اوبو حرکت، حجم او ژوروالي پوري تړاو لري .   

دځمکي ترسطحي لاندي اوبو ککړتيا

د ډيرو پخوا زمانو څخه راپه دې خوا د ځمکي دسطحي لاندي اوبه د پاکو اوسالمو اوبو د سرچينې په څير دبشر د استفادې وړ دي. په دې وروستيو لسيزو کي صنعتي تاسيسات او دانساني جمعيت زياتوالي د يو شمير مثبتو بدلونونو ترڅنګ  د ځمکي دسطحي لاندي اوبو په ککړتيا کي هم پوره رول لوبولی .

ککړونکي مادې کولای شي چي د ځمکي سطحي لاندي اوبو ته سرايت وکړي  او زيان رسونکي اغيزې رامنځته کړي تر ځمکي سطحي لاندي اوبو ته د ککړو اوبو جذب په تيره د هغو اوبو جذبيدل چي د ککړونکو مادو د جذب وړتيا لري . د ککړو اوبو د زيرمو په سيمه کي د کيمياوي او بيلوژيکي (ميکروبي) ککړتيا لامل ګرځی، کيدای شي د څاه ګانو اوبه د مختلفو کيمياوي مادو لکه د پاکونکونفتي مواد د کارخانو اضافی مواد لکه کروم سيانور او داسی نورو موادو د نفتو او جذب په پايله  کي ککړي شي. د کورونو سپتيک (بدرفت ) څاګاني  هم د همدې ککړونکو لاملونو څخه شميرل  کيږي . په دې وروستيو کي د صنعتی او علمي څيړنيزو مرکزونو په زياتيدو خصوصآ د هغو مرکزونو پراختيا چي راديو اکتيف موادو سره سر او کار لري دځمکي د سطحي لاندي اوبو زيرمي د ککړيدو خطرونه لازيات  شوي .  د ځمکي د سطحي لاندي اوبو ککړتيا خصوصآ راديواکتيف موادو سره د ځمکي پر مخ د ژوند لپاره لوی خطر وي . په ښاري سيمو کي چي معمولا د ښاريانو فضوله مواد په ځمکه کي خښيږي، داورښت د اوبو د جذب څخه وروسته ددې خښ شويو فضوله موادو څخه يوه اندازه ايونونه ځان سره منحل د ځمکي د سطحي لاندي اوبو زيرمو ته ليږدوي . که چيري دا حالت په همدې ډول ادامه پيداکړي  نو د ځمکي د سطحي لاندي اوبه  به  ککړي او د ګټي اخيستني څخه ووځي د ځمکي دسطحي لاندي اوبو ککړونکي لاملونه په لاندي توګه خلاصه کيږي .

ـ دښاريانو او هستوګني سيمي ککړي اوبه چي مستقيمآ په ځمکه کي جذبيږي او يا په څاګانو کي تر غورزيدو وروسته د ځمکي دسطحي  لاندي اوبو زيرمي  ته داخليږي، دا ککړي اوبه بيلوژيکي او کيمياوي ککړونکي مادې لري .

ـ هغه ککړونکي اوبه چي د صنعتي تاسيساتو څخه کندو او سيندونه ته ليږدول کيږي  يوه برخه يي د ځمکي دسطحي لاندي اوبو سره ګډيږي .

ـ دښاريانو جامدې خځلي چي معمولا په ځينو برخو کي يو د بل دپاسه راټوليږي ممکن چي د روانو يا د اورښتونو اوبو په وسيله ومينځل شي، مينځل شوي ککړونکي مادې ځمکي سطحي لاندي اوبو سره ګډ په پايله کي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو د ککړتيا لامل ګرځي . دځمکي د سطحي لاندي اوبو ککړتيا يو خواص لامل د ماليګنو اوبو هجوم يا يرغل دی ، دځمکي دسطحي لاندي د ښوري يو علت ممکن چي د سمندرونو د اوبو يرغل وي او يا هم د سوديم کلورايد د کانونو د منحل کيدو په اثر رامنځ ته شوي وي . د سمندرونو داوبو مخصوص وزن (۱،۰۲۵) او د سيندونو د اوبو مخصوص وزن (۱)ګرامه وي خوږې اوبه د خپل مخصوص وزن د لږوالي له امله د مالګينو اوبو د پاسه ځای نيسي، په دې وروستيو کي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو څخه زياته ګټه اخيستنه د خوږو اوبو د کمښت او د مالګينو اوبو د زياتېدو او يرغل لامل شوی دی.

                                                       (دوهم شکل انځورد ځمکي دسطحي لاندي اوبو ککړتيا راښيي)

  د کارست جيومورفولوژيتعريف

دځمکي دسطحي لاندي اوبو په واسطه د ځمکي پرمخ او داخلي طبقوکي تخريبي کړني چي د تشومنځ ته راتګ سره مل وي د کارست عمليي په نامه ياديږي. همدارنګه کارستيک عمليه د منحل او پرې مينخل شوو موادو ليږديدو او د ځمکي دسطحي لاندي په تشو سوريو او درزونو کي د ليږدول شوو موادو درسوب کيدنی عمليي هم سرته رسوي .

د کارست اصطلاح د يوکوسلاويا د جنوبي ناحيي د کارست سيمي څخه يا چيرته چي دا ډول جوړښتونه زيات ليدل کيږی اخيستل شوې ده . څرنګه چي اهکي ډبري  د نړۍ په مختلفو برخو کي ليدل کيږي ، پس کارستيک جوړښتونه هم د نړۍ په هر ځای کي شتون لري .دبيلګي په ډول دفرانسي په جنوب کي  causse  سيمه ، دهسپانيي په اندلس ، ديونان  په شمالي ټاپوجامينا ،پورتوريکو،د کيوبا لويديځه برخه ، د فلوريدا مرکزي برخه او د نړۍ داسي نورو ورته سيمو کي ليدل کيږي .کارستيک جوړښتونه په خپل وار په دوو برخو يعني داخلي او خارجي کارست ويشل شوی . خارجي کارست د روانو اړ ځمکي سطحي لاندي اوبو په وسيله مګر داخلي کارست ټول تر ځمکي سطحي لاندي اوبو په وسيله رامنځته کيږي ، دخارجي يا سطحي کارستيک جوړښتونو جوړيدل او منځته راتګ لاندی لاملونو پوري تړاو لري .

ـ اتموسفيري اورښت او هغه اوبه چي د واورو د ويلي کيدو څخه وروسته لاسته راځي او د ځمکي سطحي لاندی په اوبو بدليږي .

ـ سيندونه

ـ دسمندرونو اوبه

د کارست عمليه په هغه ځايونو کي ښه وده او پراختيا کولای شي چي د هغه ځای ډبري د انحلاليت ښه وړتيا ولري لکه د خوړو مالګي  ډبري ،جپسم، انهايدرايت، کاربونيتونه ، د چونې ډبري او داسي نور  د منرالونو د ذرو  مينځل او منحل کيدل د کارست د عمليي د جيولوژيکي مهمو کړنو څخه عبارت دي چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو په وسيله  سرته رسيږي  همدارنګه د ځمکي د سطحي لاندي اوبه په نورو تخريبي عمليو لکه ناستي ،تخريب ،کنګل کيدنه او داسي نور فعاليتونو کي څه ناڅه په دايمي توګه برخه لري .دځمکي دمخ د وچو برخو (۴) مليون کيلومتر مربع د مالګي ډبرو،(۷) مليون کيلومتر مربع د ګچ او انهايدرايت ډبرو او (۴۰) مليون کيلومتر مربع د کاربونيتي ډبرو څخه جوړ شوی ، په څرګنده توګه معلوميږي چي د کارستيک جوړښتونو پراختيا تر ټولو زياته په کاربوناتي ډبرو کي ښه سرته رسيږي .کله چي د اورښت يوه اندازه اوبه د کاربن دای اکسايد ګاز سره يوځای د ځمکي داخلي برخو ته نفوذ وکړي لومړی  دډبرو درزونه ،سوري اوتشي پراخه او په دې ډول مختلف جوړښتونه رامنځته کوي کله چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبه يو غير قابل نفوذ طبقې د پاسه ذخيره شي خپلي د شاوخوا ډبري ورو ورو منحل اوپه دې توګه د ځمکي په داخل کي د ځينو لويو او کوچنيو جوړښتونو لکه مغارې ،تونل ،کندې او داسي نورو ورته جوړښتونو لامل ګرځي . دا ډول جوړښتونه چي کله کله په لسګونو کيلومتر اوږدوالی پيداکوي په اهکي سيمو کي عموميت لري، دا ډول مغارې او تونلونه چي تر ځمکي سطحي لاندي اوبو د تخريبي کړنې په پايله کي رامنځته کيږي معمولا غير منظم شکلونه لري ږ که چيري د ځمکي د سطحي لاندي د شته تشي او مغارې سقف(بام) سقوط وکړي د ځمکي پرمخ يو ډول دايروي شکله ژور جوړښتونه رامنځته کيږي چي ددولين dolin   په اصطلاح ياديږي .

څرنګه چي دنورو ډبرو په پرتله په اهکي ډبرو کي د اوبو د نفوذ او جذبيدو پروسه چټکه وي ، اهکي ډبري خصوصآ کاربن ډای اکسايد لرونکي اوبو کي ژور منحل کيږي  او د ځمکي

دسطحي لاندي اوبه په داسي ډبرو کي زياته اغيزمنه وي او په هغه کي مختلف جوړښتونه رامنځته کولای شي.

                                                  (دريم شکل انځور دکارستيک جيومورفولوژي شکل راښيي)

د کارستيک جوړښتونه   

د کارستيک د توپوګرافي په پراختيا او منځ ته راتلو کي لاندي څلور لاملونه مهم رول لوبوي

ـ د هغو اهکي ډبرو شتون چي په لويو او کوچنيو بلاکونو ماتي شوي وي څو اوبه وکړای شي چي په دې درزونو کي نفوذ ، تحليل او تحليل شوي مواد د ځان سره وليږدوي.  

ـ کارستيک طبقې بايد غرنيو سيمو او درو ته نږدې وي څو د ناوونو اوبو په اهکي طبقو کي په اسانۍسره خپلي جيولوژيکي کړني سرته ورسوي اوهم  اهکي ډبري بايدزياتي پيړې نه وي

ـ اورښتونه بايد داعتدال حالت ولري د همدې لامل له مخي په وچو او صحرايي سيمو کي د اورښت دلږوالي له کبله کارستيک جوړښتونه په اسانۍ سره وده کولای نشي .

ـ په هغو اهکي سيمو کي چي اهکي ډبري عمودي ديوالونه رامنځته کړي وي ،په دې ډول جوړښتونو کي د ائتکال (تخريب) کړني ډير ورو وي سختي اوبه چي پکي کلسيم کاربونيت او مګنيزيم کاربونيت په زياته اندازه وجود لري د اهکي ډبرو زياته برخه چي د  دلومايت ،کلسيم کاربونيت او مګنيزيم کاربونيت له ترکيب څخه جوړه شوې د تخريبي کړنو پر وړاندي زيات مقاومت نشي کولای نو تيغه مانند او ښکلي منظرې رامنځته کوي چي بيلګي يي د فرانسې په مونټ پيلر او د ايټاليا په تيرول سيمو کي ليدلای سو.

کارستيک عمودي درې sink hole   او دولين ډوله جوړښتونه هر يو دځانګړو  صفتونو درلودونکې دي .د ځمکي دسطحي لاندي اوبه دخپل حرکت په بهير د ځمکي په داخل کي زيات تغيرات او بدلونونه رامنځته کوي . د ځمکي دسطحي لاندي اوبه نشي کولای چي دروانو اوبو  په څير د ځمکي دتخريب لامل وګرځي ، ولي په دې توانيږي چي په تدريج سره زياته اندازه مواد او منرالونه ځان کي حل او دخپل مسير د پراخيدو او د سوريو په رامنځته کولو کي تر ځمکي سطحي لاندي د اوبو جريانونه رامنځته کړي .

د انحلال عمليه تر ټولو زياته د درزونو په امتداد ،د ماتو کرښو په امتداد او د ډبرو د طبقو په منځ کي په تيره په اهکي ډبرو کي سرته رسيږي . که چيري سوري يا تشي ځمکي سطحي سره نږدې وي ددې تشو د پاسنيو برخو د سقوط  او پريوتو له کبله د ځمکي پر مخ ځيني کندي رامنځته کيږي چي په جيولوژيکي څيړنو کي د دولين په اصطلاح ياديږي چي دې او ورته نورو جوړښتونو ته کارستيک جوړښتونه وايي. هغه محلول مواد چي د ځمکي دسطحي لاندي اوبو په وسيله ليږدول کيږي د محيطي شرايطو بدلون لکه فشار،حرارت ، دمحلول موادو زياتيدل ، داوبو تبخير،دبکترياوو فعاليت او داسي نورو له کبله د ځمکي پر مخ او دننه طبقو  کي ممکن چي کلسيم کاربونيت، سيليسم او داوسپني اکسايدونه  نورو موادو سره يوځای يو ځل بيا رسوب وکړي او دوخت په تيريدو داغير مستحکم  رسوبي  مواد  خپلي تحجر مرحلې سرته ورسوي او په رسوبي ډبرو بدلي شي.

کارستيک لومړني جوړښتونه

څرنګه چي مخکي يادونه وشوه د کارست نوم پر ټولو هغو جوړښتونو باندي اطلاق کيدای شي چي مختلف عوامل د ډبرو د انحلال عامل او د مختلفو جوړښتونو سبب وګرځي چي بيلګي يي په لاندي توګه دي .

کانين

په اهک لرونکو سيمو کي کارستيک ډولونه جوړښتونه په کافي اندازه ليدل کيږي . ددې جوړښتونو اصلي ځانګړتيا ژوري او پراخي درې  can yon   دي چي ددې درې په بستر کي رواني اوبه هم موجودي وي  ددې ډول جوړښتونو مثالونه د ځمکي پرمخ زياتي دي . دبيلګي په ډول د پيرني د غرونو په غربي او شرقي لړۍ او په امريکا کي د کلورادو حوزه په نړۍ کي ددې ډول درې ښې بيلګي دي .

هغه سيندونه چي د کارستيک سيمو څخه ليري سرچينه لري ، کله چي کارستيک جوړښتونو ته داخليږي خپلي زياته اندازه اوبه د لاسه ورکوي . کانين ډوله جوړښتونه ډيره يی د پخوانيو ځمکې سطحي لاندي اوبو د جريانونو پاتي شوني دي چي په تدريج سره د ځمکي پر مخ  راښکاره شوي او اوس د کانين په نوم ياديږي .

کارستيک چينې

اتموسفيري اورښتونه او رواني اوبه په اهکي ډبرو کي د درزونو ، سوريو او ماتې کرښو له لاري د ځمکي سطحي  لاندي برخو ته نفوذ کوي او کله چي دا اوبه يو وار بيا د چينې په څير ځمکي سطحي ته راوځي. د کارستيک چينو څخه عبارت وي ، کارستيک چينې د نورو چينو په نسبت زياتي اوبه  ورکوي حتی  ددي چينو  د اوبو اندازه تقريبآ په  ثانيه کي (۱۰۰) متر مکعب پوري رسيږي . داچينې د خپل اوبو د مقدار په لحاظ په لاندي ډولونو ويشل شوي دي .

ـ دايمي چينې .

ـ موقت او موسمي چينې .

ـ متناوب چينې .

ـ طبقاتي چينې .

دولين

په اهکي سيمو کي چي اوبه په  کافي  اندازه  د نفوذ وړتيا لري کولای شي د وخت په تيريدو او د اهکي ډبرو  د انحلال  په پايله  کي  ځيني لوی او کوچني ګودالونه  او قيف ډوله جوړښتونه  رامنځته کړي. ددا ډول جوړښتونو شمير په اهک لرونکو  سيمو کي زيات وي د بيلګي په ډول د متحده ايالاتو د انديانا د ايالت په  جنوبي برخو په يو ميل مربع ساحه کي دداسي جوړښتونو شمير (۳۰۰۰۰۰) ته رسيږي . اهکي ګودالونه د لوی والي او کوچنيوالي  له امله  په لاندي دوو برخو ويشل کيږي .

ـ هغه کوچنۍ حوزې چي قطر يی له (۱۰۰) مترو څخه زيات او ژوروالی يي (۵) مترو ته رسيږي،

څرنګه چي  ددي جوړښتونو د لاندنيو برخو لوی والي تر خولې کوچنی وي نو ځکه  ددولين په اصطلاح ياديږي .

ـ هغه عمود او کوچنۍ کوچنۍ حوزې چي د سنکهول په نامه ياديږي ځيني وختونه څو دولين او سنکهول سره يو ځای تر ځمکي لاندي کوچنۍ کوچنۍ کانالونه رامنځته کوي چي د ploje   په اصطلاح ياديږي . ځيني وختونه د ځمکي د سطحي لاندي اوبه خپل لاندي اهکي ډبري منحل او ځان سره ليږدوي چي ځای يی تش پاتي کيږي په پايله کي ددې تشو پاسني طبقه (بام) پريوځي  او دځمکي پر مخ لوی او کوچني کندي رامنځته کيږي چي د  وواله  په  نامه ياديږي

د ځمکي دمخ لومړني جوړښتونه

د ځمکي د لومړنيو جوړښتونو يا سطحي کارست په منځ ته راوړلو کي لاندي عوامل اغيزمني دي

ـ اتموسفيري  اورښتونه او د واورو ويلي شوي اوبه چي وروسته په ترځمکي لاندي او بو باندي بدليږي .

ـ سيندني اوبه ( سيندني کارست)

ـ سمندري اوبه (سمندري  کارست)

سطحي  کارست د ځمکي پر مخ لاندي مختلف جوړښتونه رامنځته کوي .

کارستيک قيفونه

کارستيک قيفونه  د کارست د پرمختللي جوړښتونو  څخه دي چي د ځمکي پر مخ په بيضوي او دايروي  شکلونو ليدل کيږي . د کارست قيف ډوله جوړښتونو د ديوالونو ميلان له (۵ څخه تر ۴۵) درجو پوري وي دا ډول جوړښتونه د شکل ، ژور والي او سوريو له پلوه يو له بل څخه ډير توپير لري  يعني د څو مترو څخه تر سلو مترو پوري وي . ددې جوړښتونو  په لاندينيو برخو کي يولار  وجود لري چي ددې لارو  په وسيله په تيره اتموسفيري  اورښتونو  او نورو سرچينو اوبه  د ځمکي داخلي برخو ته ليږدول کيږي . کارستيک قيف ته ورته جوړښتونه په ځينو سيمو کي زيات وي د بيلګي په ډول د پخاني  شوروي اتحاد د چتراداک سيمي په يو کيلو متر تر (۶۰) او د اورال د فيزيلوفسک په سيمه کي ددې جوړښتونو شمير آن تر (۱۶۰) دانو پوري  رسيږي .

                                                                       (څلورم شکل انځوردکارستيک قيفونوشکل راښيي)

کارستيک څاګاني او صوفونه

دا ډول جوړښتونه معمولا ژور او عمودي ديوالونه لري د بيلګي په ډول  د چيتراداک  يو کارستيک څاه (۶۱) متر ژور والی لري ، کارستيک څاګاني په خپله  خوله کي مختلف  جوړښتونه لري ددې څاګانو قطر د ژوروالي په نسبت کميږي څو باالاخره په درزونو باندي  بدليږي .


(پنځم انځور دکارستيک څاګاني او صوفونو شکل راښيي)

کارستيک شيلي

دا ډول جوړښتونه  تر ټولو زيات لويو درزونو ته ورته وي چي د همدې لاري  څخه اوبه د ځمکي د سطحي لاندي برخو ته نفوذ کوي او د اوبو د بهيدو په پايله کي ددې درزونو  ديوالونو مخ  په ژور تخريبيږي ، کندي  او درې د کارستيک لويو جوړښتونو څخه عبارت دي  چي ځيني وخت  په سلګونو او زرګونو کيلو متر ساحه يي راګيره کړې وي .

دځمکي ترسطحي لاندي لومړني جوړښتونه

د اورښت هغه مقدار اوبه چي  په ځمکه کي جذبيږي لومړی  خاوري تشي او سوري ډکوي  په خاوره کي شته  سوري   او تشي معمولا کوچني او يوبل  سره په اړيکه او دځمکي دسطحي لاندي اوبو لپاره د ټوليدو مناسب ځايونه وي د اهکي جوړښتونو  په ځينو ډبرو کي ممکن چي شته  سوري او تشي  يو بل سره  اړيکه  ونه لري په نتيجه کي په داسي جوړښتونو او ډبرو کي اوبه د حرکت کولو جوګه نه وي په  ډبرو کي شته سوري او تشي د پيدايښت  په  لحاظ په لاندي دوه ډوله وي  .

ـ لومړنۍ تشي

ـ  ثانوي تشي

لومړني تشي

دهغو تشو فضا څخه عبارت دي چي د ډبرو پيدايښت سره يو  ځای رامنځته شوي وي لکه په شګلنو ډبرو کي د شګو د ذرو او دانو ترمنځ تشي او يا په اورشيندونکو ډبرو کي هغه تشي چي د ګازونو د فرار په پايله کي رامنځته شوي وي .

ثانوي تشي

د هغو تشو ځايونو څخه عبارت دي چي د ډبرو دجوړيدو  څخه وروسته يو شمير نورو لاملونو په نتيجه کي رامنځته شوي وي لکه د ماتي کرښي مختلف ډولونه ، انحلال په نتيجه کي د


تشو رامنځته کيدل او يا هغه سوري او تشي چي د نباتاتو او حيواناتو د کړنو  په پايله کي په ډبرو کي رامنځته  شوي وي  په لنډه توګه ويلی شو چي  په ډبرو کي د سوريو . درزونو  او تشو موجوديت بيلابيلو لاملونو پوري تړاو لري .

سمڅي او د هغې ډولونه

دا ډول تخريبي کړنو ته د ځمکي د سطحي لاندي تخريب پپنګ piping    هم ويل کيږي . د سمڅو منځته راتګ د هغو تخريبي کړنو څخه عبارت دي چي ددې تخريبي کړنو په بهير کي د ځمکي دسطحي لاندي خاوري تخريب  او تخريب  شوي خاوري خپل ځای څخه بی ځايه او ليږدول کيږي . دا ډول تخريب هغه مهال رامنځته کيږي چي د نفوذ وړ خاورينو طبقو لاندي غير قابل نفوذ طبقې شتون ولري او د غير قابل نفوذ طبقې د پاسه راټولي شوي اوبه وکړای شي چي په حرکت راشي او د خپل حرکت په مسير کي تخريب شوي خاوري د ځان سره وليږدوي په دي ډول ځمکي په داخل کي باالاخره  tunnel   يا سمڅي رامنځته کيږي .

د سمڅو منځ ته راتګ او پراختيا

په اهکي ځمکو کي کوم جوړښتونه چي د خلګو توجه او پاملرنه يي ځانته اړولي و سمڅي دي سمڅي چي غالبآ په اهکي جوړښتونو کي ليدل کيږي . اصلي علت يي په اوبو کي د اهکي موادو منحل کيدل دي ، که چيري داهکي ډبرو  درزونه  او ماتي کرښي په عمودي ډول وي سمڅي به هم په عمودي ډول او که چيري رسوبي طبقې موازي او اهکي طبقې د هغه په منځ کي واقع وي په دي حالت  کي سمڅي به هم په افقي ډول پرمختګ کوي که چيري د ځمکي د سطحي لاندي اوبه په يوه سيمه کي د ډبري  مودې لپاره تم شي اضافي اهکي مواد په ځان کي نشي حل کولای . يعني چي د اوبو د انحلاليت قدرت  ورو ورو  د ولاړو اوبو د اشباع په واسطه سمڅي معمولا  په عمودي او افقي شکلونو رامنځته کيږي . طبيعي سمڅي د فزيکي عناصرو دلرلو له کبله عجيب او غريب جوړښتونه رامنځته کوي  چي د نړۍ په يو شمير هيوادونو کي د سيلانيانو ځانګړې پاملرنه يي ځانته اړولی ده ددې سمڅو شتون د لومړنيو انسانانو د هستوکنځي په صفت هم ډير اهميت لري  ديو شمير طبيعي سمڅو څخه لومړنيو انسانانو د کار سامان او وسايل  ترلاسه شوي او کوم انځورونه چي ددې سمڅو په ديوالونو کي ليدل کيږي د همدې لومړنيو انسانانو د فرهنګ  او کلتور د ليد لوري څخه نمائينده ګي کوي . د بلي خوا  اوس  د همدې  لومړنيو طبيعي سمڅو څخه د نايتريت  رسوبات  ترلاسه او د کيمياوي  سري  په جوړونه کي ورڅخه ګټه پورته کوي .

هغه مهم لاملونه چي دداسي  سوريو او سمڅو په جوړولو او رامنځته کولو کي مهم رول لري  عبارت دي له

ـ د اهکي ډبرو ډول

ـ په ډبرو کي د درزونو  او ماتي شتون

ـ د سيمي جغرافيايي شرايط

ـ نور اغيزمن عوامل

ـ په ډبرو کي د درزونو او ماتې  شتون

ـ د سيمي جغرافيايي  شرايط

ـ نور اغيزمن عوامل

کارستيک بيا جوړښتونه

ترځمکي سطحي لاندي اوبه د لوړ حرارت  او د کاربن ډای اکسايد د تخريب  کوونکي ګاز د لرلو له کبله چي په خپل ترکيب کي يي لري د خپل بهيدو په مسير کي د مختلفو  منرالونو  د تخريب لامل ګرځي ، کله چي دا ډول اوبه  چي  د منحله موادو څخه شتمن وي ، او د ځمکي پر سر راښکاره شي . د توخي او فشار په بدلون سره ددې اوبو زيات منحله موادو بيرته د کوچنيو ذرو په څير رسوب کوي  د ځمکي  دسطحي لاندي  اوبه د منحله موادو په ترکيب کي د حرارت او فشار د بدلون څخه سربيره د نباتاتو په وسيله د تمثيل عمل او د اوبو حرکت هم مهم رول لوبوي .

د ځمکي د سطحي لاندي اوبو ترسبات په ځانګړي  توګه د چينې په شاوخوا کي په اسانۍ سره د ليدو وړوي  هغه اندازه کار بونيتي مواد چي د چينې په شاوخوا کي  مترسب کيږي که چيري دا رسوبات  د تشو او سوريو لرونکې وي د اهکي زنتر  او که چيري دا رسوبات  متراکم او کلک وي د تراورتين  په نامه ياديږي . د ځمکي دسطحي لاندي اوبه چي په خپل  ترکيب کي کاربن ډای اکسايد لري په شاه مقصود ډبرو تاثير  او پايله کي د مګنايت د رامنځته کيدو سبب ګرځي . په ګرمو چينو کي کاربونيتي مواد د نريو پوښونو په څير د شګو ددانو او نورو موادو په  شاوخوا  کي رسوب کوي . دا ډول رسوبي کوچني دانې تر هغه وخته پوري د  چينو په اوبو کي  معلق دول پاتي کيږي . څو وزن  يي يو ټاکلي  حد ته ورسيږي  بيا د چينې  بستر ته رسوب کوي  همدارنګه د ځمکي د سطحي لاندي اوبه د ډبرو په تشو کي داخليږي او خپل منحله موادو ته په داسي جوړښتونو کي هم رسوب ورکوی هغه اوبه  چي د ځمکي د سطحي  څخه د ځمکي د سطحي لاندي مغار ( تشو) تر  سطحي پوري نفوذ کوي او  ورو ورو د څاڅکو په  څير د مغارې  قاعدې  ( بيخ)  ته  توييږي اوبه  او په پايله   په اوبو کي منحل مواد د څاڅکو  د څڅيدو او لګيدو  په برخو کي هرم شکله جوړښتونو  مخ په پوري او مخ په ښکته وده کوي  دځمکي د سطحي لاندي  اوبو  په ترسباتو کي چي د سوريو او سمڅو  په دننه کي رسوب  کړې، کولای شو د هغو اهکي جوړښتونو  څخه يادونه وکړو کوم چي د سوريو د سقف څخه د اوبو د څڅيدو  په نتيجه  کي  رامنځ ته کيږي د پاملرني وړ او په لاندي  دوه  ډولونو کي ليدل کيږي .

ستلکتايت

هغه اندازه اوبه چي د سوري (مغارې ) د بام څخه مخ په ښکته څاڅي خپل يوه اندازه منحل موادو ته د سوري په سقف کي رسوب  ورکوي او د زمان  په اوږدو کي ورو ورو يو ډول استوانه يي يا مخروطي جوړښت د مغارې د سقف څخه مخ په ښکته يا خوړند ډول وده کوي  دا ډول مخروطي جوړښتونه چي د مغارې د سقف څخه مخ په ښکته يا ځوړند  ډول وده کوي د ستلکتايت په نامه يادوي .

                                                       (شپږم انځوردستلکتايت شکل راښيي)  

ستلګمايت                                       

د سور ي يا مغارې  په هغو برخو کي چي د اوبو څاڅکي لګيږي داوبو  په څاڅکو کي  يو مقدار شته منحل اهکي  مواد هلته رسوب کوي او بالاخره ستون ډوله جوړښت چي ورو ورو د سوري د ځمکي (فرش)  څخه مخ  په پورته وده کوي رامنځ ته کيږي .  د سوري د ځمکي  څخه مخ پورته وده کوونکي  جوړښتونو د ستلګمايت  په اصطلاح ياديږي  کله کله ليدل کيږي دا ډول جوړښتونه چي د ځمکي  د سطحي لاندي  اوبو د رسوبي  کړنو په نتيجه کي رامنځته کيږي ، سره يو ځای اوطبيعي ستونونه رامنځته کوي دا ډول جوړښتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د جيولوژي پوهانو او سيلانيانو پام  ځانته اړولي دي .

                                                                                       ( اووم انځور د ستلګمايت شکل راښيي)

پايله

د ځمکي د سطحي لاندي اوبو او دهغو د کړنو په اړه معلومات درلودل په ځانګړي توګه په ټولو انجنيري  کارونو کي بالکل اړين دي . که  چيري  د ځمکي د سطحي لاندي اوبو او د هغې د کړني په هکله معلومات په لاس کي نه وي ممکن چي جوړې شوي پروژو تر عملي کولو وړاندي  د ځمکي د سطحي لاندي اوبو په برخه کي معلومات درلودل ډير اړين وي په ځانګړي ډول  انجنيران بايد پوره ځان پوه کړي . کله چي د اوبو مخزن (ډنډ) جوړيږي بايد د ځمکي د سطحي لاندي اوبو موقيعت او د هغې د کموالې او زياتوالي (نوسانات ) اندازه د کال په اوږدو او مختلفو فصلونو کي وټاکل شي د ځمکني مواصلاتي لاري جوړول که چيري د تونل په څير وي ممکن چي د تونل ټولي برخي او يا د هغه يو برخه د ځمکي د سطحي لاندي اوبو د زيرمي د پاسه او يا لاندي کي واقع شي چي ددې تونل د ساتني او څارني لپاره مختلفي لاري چاري په نظر کي نيول کيږي ، تر ځمکي سطحي لاندي اوبو ممکن چي د ترانسپورټي جادې لاندي يوشمير  ستونزمن کارونه تر سره کړيو کله چي د ځمکي د سطحي لاندي اوبو سطحه پورته شي ، په داسي حالت کي  به داسيمه يوناپايداره او غيرمطمئن ځای وي ، که چيري په پام کي وي چي په داسي سيمو کي ترانسپورټي لاري جوړي شي د لاري تر جوړيدو وړاندي بايد زابرونه او د اوبو  د رايستلو (تخليي ) سيستمونه جوړشي. همدارنګه ترځمکي سطحي لاندي اوبو دځينو غونډو ګانو د ناپايداري  يو عامل وي ممکن چي په سيده ډول د ځمکي د لغزش ټوپوهل  او د ناستي سبب شي . همدارنګه د ځمکي د سطحي لاندي اوبو دسطحي جګيدني په صورت کي ممکن چي د ونو بوټو ريښو ته تاوان ورسوي او وچي شي .

وړانديزونه

اخځليکونه

۱ احمدي ،حسن . ۱۳۷۴ ژيومور فولوژي کابردي . کرمان انتشارات دانشګاه شهيد باهنر.

۲ امين ، حميدالله وهژير ، محمد کريم (۱۳۸۷) جغرافيا يي فزيکي عمومي کابل وزارت معارف افغانستان .

۳ تڼيوال ، محمد ظريف (۱۳۹۱) د افغانستان عمومي جغرافيه  کابل د مومند خپرندويه  ټولنه

۴ خزاعي ،اسماعيل (۱۳۷۸) زمین شناسي عمومي ومهندسي تهران انتشارات فرناز

۵ روژه ګګ (۱۳۷۹) ژیور مورفولوژي ديناميک دروني و ديناميک بيروني . مترجم فرج الله (محمودي ) تهران انتشارات دانشګاه تهران.

۶ روفي، فضل مولا (۱۳۶۰) جيولوجي عمومي جلد اول قوای خارجي زمين . کابل: انتشارات پوهنتون کابل .