د رسول الله ص پوښتني له اصحابو څخه رسول_الله_ﷺ_یو_ځل_له_صحابه_کرامو_سره_کښېناست؛

لومړی یې له ابوبکر صدیق نه پوښتنه وکړه:

په نړۍ کې څه خوښوې؟

هغه وویل: درې شیان خوښوم ستاسره ناستې، تاته کتل او پر تا خپله شتمني لګول.

بیا یی وویل: ای عمره ته څه خوښوې؟

هغه وویل: درې شیان خوښوم په روا امر کول، که څه هم پټ وي؛ له ناروا راګرزول، که څه هم ښکاره وي او حق ویل که څه هم ترخه وي.

بیا یی وویل: اې عثمانه ته څه خوښوې؟

هغه وویل: درې شیان خوښوم: د ډوډۍ ورکول، د سلام خپرېدل او د شپې لمونځ چې خلګ ویده وي.

بیا یی وویل: ای علي! ته څه خوښوې؟

هغه وویل: د میلمه درناوی، د دوبي روژه او له دښمن سره جګړه.

بیا یې ابوذر وپوښت هغه وویل: په نړۍ کې درې شیان خوښوم: لوږه، ناروغي او مرګ.

رسول الله مبارک وویل ولې؟

هغه ویل: لوږه د زړه نرمۍ لپاره، ناروغي د ګناه سپکوالي لپاره او مرګ د خپل رب د ملاقات لپاره.

همدغه مهال جبرائیل علیه السلام راغی او ویې ویل:

زه هم درې شیان خوښوم: د رسالت رسول، د امانت ادا کول او د غریبانو سره مینه.

بیا ولاړ او بیرته راغی او پر دوی یې د رب سلام وړاندې کړ او ویې فرمایل:

ستاسو رب هم له نړۍ درې شیان خوښوي:

د الله ﷻ یادونکې ژبه، ویرېدونکی زړه او پر کړاونو صبرناک بدن.

خدای ﷻ دی زموږ او ستاسو دا ټولي ښې ګڼي په نصیب کړی او د نیکو اعمالو توفیق دی خدای ﷻ موږ او تاسو ټولو ته راکړئ!

امین ثم امین