ګران پکتین ۱۰۱ ښه راغلاست! تاسو کولای شئ د ژوند په هر اړخ باندې لیکنه وکړئ، او ویکيپيډیا کې یې خپره کړئ.

ویکيپيډیا ستاسو او ستاسو لپاره ده! مګر!

  1. لومړی باید په پښتو ژبه بشپړ برلاسي ولرئ(املا او انشاء کې ستونزه ونه لرئ) چې په خواشینۍ سره په لنډو لیکنو کې مو دا څه له ورایه تر سترګو کېږي.
  2. لیکنه مو باید لږ تر لږه له پینځو تر لسو بشپړو کرښو (خطونو) کمه نه وي.
  3. لیکنه باید بې پرې وي، ژبنی، مذهبي، توکمي... تاوتریخوالي پاکه وي.
  4. د هر ډول ستونزو سره مخامخ کېدو په صورت کې له مشرانو لیکوالو او ایډمینانو (پازوالانو) سره اړیکه کې شئ.

د لا کره او سمې پښتو لیکنې او لیکنو په هیله مو

په درنښت عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 19:41, 26 فبروري 2015 (UTC)