• حکایت*
  • حـکایـت*

ماته نصیحت وکړه // *رښتنی_کيـسه*

  • ژباړه:* م. حمد الله دانشمند

مقاتل بن سلیمان عباسي خلیفه *(ابو جعفر المنصور)* ته ورغلی. منصور ورته وویل: اې مقاتله! څه "نصیحت" راته وکړه، چې زړه مې نرم شي. مقاتل رحمه الله ورته وویل: چې ما لیدلي، په هغه نصیحت درته وکړم، که مې چې اورېدلي؟ منصور ورته کړه: چې تا لیدلي په هغه نصیحت راته وکړه. هغه رحمه الله ورته وویل: اې امیر المؤمنینه! اموي خلیفه *(عمر، د عبد العزیز زوی)* یوولس زمن لرل، اتلس (۱۸) دیناره په ميراث ترې پاتې شول، پنځه یې په کفن مصرف شول، په څلور دیناره ورته قبر وپيرودل شول؛ پاتې هغه یې د میراث په توګه په زمنو ووېشل شول. له یاد خلیفه نه د مرګ پر بستر پوښتنه وشوه، چې زمنو ته دي څه پرېښوول، اې عمره؟! هغه ورته وویل: د الله پاک تقوی مې ورته په میراث پرېښووده، که نېکان ول؛ الله پاک نېکان خوښوي، که بدان ول؛ داسې څه مې ورته نه دي پرېیښي، چې دالله پاک په معصیت او نافرماني کې ورسره مرسته وکړي.

یو بل اموي خلیفه *(هشام د عبد الملک زوی)* مې ولید، چې یوولس زمن یې لرل، هر یوه ته له پلارني ميراث نه یو، یو ملیون دیناره حصه په لاس ورغله. په الله پاک قسم، اې امیر المؤمنینه! یوه ورځ مې د عمر له زمنو یو په داسې حال کې ولید، چې سل *(۱۰۰)* آسونه یې د الله پاک په لاره کې د جهاد لپاره وقف کړل؛ د هشام له زمنو مې یو په داسې حال کې ولید، چې یو، بل ته یې دسوال لاس کړاوه.

  • (وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا )*

ژباړه: و دي وېرېږي هغه وګړي، چې که فرضاً دوی پرېیښيوای شاته واړه اولادونه د ضعف په حالت کې؛ نو دوی به وېرېدل پر همدوی له ظلم نه؛ نو دوی دي له الله پاک نه ووېرېږي د هغه وړو په هکله، کوم چې د دوی په ولکه کې دي او دوی دي هغوی ته د عدل او انصاف خبره وکړي.

  • (البداية والنهاية / ابن كثير*
  • سيرة ومناقب عمر بن عبد العزيز الخليفة الزاهد /ابن الجوزي)*
  1. کــتــابـی_خـبـری#

(Naqeebullah Haqyar)