https://www.facebook.com/mohib.hotakihttps://www.facebook.com/mohib.hotaki

ښاغلی محب الله «هوتک» د حاجي عبدالرحمن«هوتک» زوى او د حاجي مامور معشوق«هوتک» لمسى چي د کندهار ولايت د دريمي ناحيې په حاجي مامور معشوق کلاچه کښي په کال ١٣٧٤هـ ش کي دې نړۍ ته سترگي پرانيستي.

محب«هوتک» خپلي لومړۍ ديني زده کړي په ۱٩٨٠ هـ ش کال کښي په احمديه مدرسه کي پیل کړي دي. او د هغه وروسته يې په تجربوي عالي لېسه کي خپلو زده کړو ته دوام پسي ورکړ، چي په ١٣٩٢ هـ ش کال کښي يې بشپړ کړې. د ښوونځى د زده کړو ترڅنگ يي د کمپيوټر، انگلسي او منېجمنټ زده کړي د کندهار د عصري زده کړو انستيتوت کښي سر ته ورسولې. د ښوونځى د فارغت څخه وروسته يې د کندهار پوهنتون لپاره امتحان ورکړ چي په نتيجه کښي د ښووني او روزني پوهنځى د پښتو ادبياتو څانگي ته بريالى سو او په کال ۱۳۹۷ يې خپل د فراغت سند په ښه مقام سره ترلاسه کړ.

همدا رنګه محب هوتک د وخت څخه په استفاده چي د سياسي او حقوقي برخو سره يې علاقه وه د یادي پوهنځی تر څنګ يې دوهمه پوهنځی د حقوق او سياسي علومو شروع کړه چي فعلا يې د تدریسی چاري جریان لري

د محب«هوتک» دندي سمول

په کال ۱۳۸۹ کي د کندهار په ښاروالۍ ریاست کي د کمپيوټر کار په صفت دنده ترسره کول

په کال ۱۳۹۴ کي د کندهار په یو خصوصي لیسه کي د استاد په صفت دنده ترسره کول

په کال ۱۳۹۵ کي د یوې خاریجي مؤسسې د ډیزاین د پلان د مدیر په صفت دنده ترسره کول

په کال ۱۳۹۷ کي د کندهار په ځينو خصوصي او دولتي مؤسساتو کي د معلوماتي ټکنالوژي د مدیر په صفت دنده ترسره کول

په کال ۱۳۹۸ کي د کندهار ولایت په یوه خصوصي پوهنتون کي د کارموندني مرکز د آمر په صفت دنده ترسره کول

د ښاغلی محب هوتک رسمي فیسبوک پاڼه https://www.facebook.com/hotak.mohib