مقاومتي اقتصاد چې په انګليسي ژبه کې ورته (Resilient Economy)  يا (Resistive economy)  وايي،دا  د اقتصاد په نړۍ کې نوې کارېدونکې کلمه ده،کله چې په ۲۰۰۷زېږديز کال د اسرائيلو له لوري د غزې د کلابندۍ پر مهال د خوراکي توکو د کمښت ستونزه محسوس شوه نو ورسره په خوا کې د صادراتو په کچه کې د کموالي  موضوع مطرح شوه، دا هغه وخت و چې مقاومتي اقتصاد ته هم پام ور واوښت، په ايران کې په ۱۳۸۹ لمريز کال د مقاومتي اقتصاد کلمه و کارېده، دا ځکه چې ايران هم له ورته ستونزو سره مخ و.

هغه مهال چې د دوه يا څو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سياسي اړيکې ترېنګلي شي نو په داسې حالاتو کې ښکېل هېوادونه هڅه کوي چې په مقابل لوري اقتصادي او سوداګريز بنديزونه ولګوي،په دې وروستيو کې د لويديځې نړۍ له لوري په ايران باندې د ايران د هستوي پروګرام  لانجه د داسې بنديزونو سبب وشوه،دا بنديزونه د ايران د صادراتو او وارداتو پر وړاندې لګول شوي وو.