د ژورنالېستانو په خوندیتوب سره ټولنه کې کوم مثبت بدلونونه رامنځته کېږي؟

سوله، امنیت او خوندیتوب د هرې کړنې د ترسراوي لپاره له مهمو او اړینو شرایطو څخه دي؛ ځکه د سولې او امنیت په نشتون کې د هېڅ ډول کار ترسره کول امکان پذیره نه وي، که د ترسراوي امکان یې هم وي، هغه ډول نه ترسره کېږي، چې د کارکوونکي زړه یې غواړي، مطلب کارترسره کېږي؛خو موخې ته رسېدل ډېر وخت نیسي او خنډونه یې پر وړاندې زیات وي. همداراز په ژورنالېزم کې هم امنیت او خوندیتوب ډېر مهم رول لري؛ ځکه د ژورنالېستانو کار د واقعیتونو او حقیقتونو رابرسېره کول دي او څوک چې حقایق رابرسېره کوي او واقعیت پسې ګرځي پر وړاندې یې خنډونه او موانع ډېر وي؛ ځکه په اوس وخت کې ډېری خلک د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره حق پټوي؛ ځکه که حق برسېره شي، په زیان یې تمامیږي او خپل سود له لاسه ورکوي. همداراز که ډاکټر د انسانانو د بدن او روغتیا درملنه کوي؛ ژورنالېست د انسان د معنویاتو درملنه کوي او د ټولنې د طبیب حیثیت لري. ژورنالېستان د لارښوونې، خبرونې، د عامه افکارو د سمونې، تفریح برابرولو او ... مهمې دندې پر غاړه لري او ژورنالېزم د یو حکومت د څلورمې قوې مثال لري، چې د حکومت او عامه وګړو تر منځ د ارتباطي پول په معنا ده. دا چې په یوه تولنه کې ژورنالېزم او ددې برخې کارکوونکي له دومره اهمیت او ارزښت څخه برخمن دي؛ نو د ژوند او کار پروړاندې یې د خنډونو په نشتوالي سره ټولنه کې کوم مثبت بدلونونه راتللی شي؟

۱ـ امنیت: ژورنالیستان له هر ډول غیرې قانوني کړنو څخه پرده پورته کوي او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې تر خلکو پورې رسوي؛ نو ددې ډول کړنو ترسره کوونکي د رسنیو له وېرې، چې خلکو ته یې رسوا کوي، د غیر قانوني کړنو د تراسراوي جرئت له لاسه ورکوي او په ټولنه کې په چاودنو، وژنې، قاچاق او تښتونې لاس نه پورې کوي او ټولنه کې سوله او امنیت ټینګیږي او خلک د رسنیو او ژورنالیستانو ددې همکارۍ پرمټ له یوه هوسا او آرامه ژوند څخه برخمن کېږي. ۲ـ ذهنیت جوړونه: که د ژورنالېستانو د کار پروړاندې خنډ شتون ونلري؛ نو خپل مسولیت په ښه ډول ترسره کولای شي. ژورنالیستان د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خلکو ته عامه اګاهي ورکوي، مثلاً: د کرونا له ناروغۍ څخه د وقایوي تدابیرو په اړه د ژورنالېستانو او رسنیو له لارې خپرېدونکي پیغامونه، چې کولای شي د خلکو روغتیا خوندي کړي او یا هم په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته د سفر د خطرونو او یا هم د نشه یي توکو د استعمال د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول، چې ټولنه او خلک له ستونزو څخه ژغوري او د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي. ۳ـ زده کړه او تعلیم: رسنۍ او ژورنالېستان تل هڅه کوي، چې خپلو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي ترڅنګ د هغوی د معلوماتو د زیاتوالي په موخه مهم مطالب او درسونه د رسنیو له لارې تر هغوی ورسوي. چې ښې بېلګې یې د راډیو، تلوېزیون او انلاین رسنیو له لارې د انګلیسي او عربي ژبو زده کړه ورکول دي، چې خوشبختانه ډېری رسنۍ دا ډول خپرونې لري. یا هم په اوس وخت کې، چې د کرونا د مخنیوي په موخه تعلیمي ادارې تړلي دي. د سیمه ایزو راډیوګانو او تلویزیونونو له لارې زده کوونکو ته تدریس کېږي. ۴ـ له حکومت سره همکاري: که حکومت د خبریالانو امنیت خوندي کړي د مجرمینو د نیولو او ـ د خپلو څېړنیزو ريپوټونو پرمټ ـ د دښمن د شومو موخو او کړنو څخه د خبرونې په برخه کې له حکومت سره پوره مرسته او همکاري کوي. ۵ـ د خلکو غږ تر چارواکو رسول: که د ژورنالیستانو د کار او ژوند پر وړاندې خنډ نه وي په ښه ډول کولای شي، چې د اړمنو خلکو غږ تر چارواکو ورسوي او د هغوی ستونزې چارواکو ته واوروي؛ ځکه که امنیت نه وي ژورنالیست نشي کولای لرې پرتو سیمو ته، چې امنیتي وضعیت یې ښه نه وي ولاړ شي او د اړمنو خلکو ستونزې راواخلي.

نو دا چې ژورنالیستان د ټولنې د بهبود او پرمختګ په برخه کې دومره ستر رول لري؛ باید چې حکومت او عامه وګړي پدې برخه کې له خبریالانو سره مرسته وکړي تر څو د ژوند او کار پر وړاندې یې هر ډول موانع او خنډونه له منځه ولاړ شي او ټولنه او هېواد کې سوله، ثبات، امنیت، او د ورورګلوۍ فضا رامنځته شي. حشمت الله همت