وزي ځدراڼ ولسوالۍ د پکتيا ولايت اړوند يوه غرنۍ سيمه ده چې د پکتيکا ولايت له زيړوک او نکې ولسوالۍ سره نښتې ده.د خوست ولايت له موسی خېل،دومنده او سپېرې ولسوالۍ سره نښتې ده او خپله د پکتيا ولايت گردې څېړۍ،شواک، مرکز گرديز او سيدکرم ولسوالۍ سره همجواره ده.د خوست-گرديز لويه لار هم له همدې ولسوالۍ تېرېږي. د وزي ځدراڼ ولسوالۍ زيات نفوس په دوو لويو(گرميښ او ميتي) درو کې استوگن دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ټول پــښتانه او(ځدراڼ)ټبره دي. ښوونځي: درې عالي ليسې په گډون څورلس ښوونځي لري او (۳۴)دينې مدرسې پکې فعالې دي