تغيير رحمت پټان

بیابان حافظ او عقل نه لري، که په يوه دشته او شاړه ځمکه کار او کرونده وکړې او اباده یې کړې، کم وخت او لږ مصارف په راځي، خو دا تر ځمکو پورې توپیر لري، کومه ځمکه چې ډېره شاړه او وچاړه وي، په هغو ځمکو ابادي ډېره مصارف او تکلیف غواړي، خو کومې چې لږ ابادې وي، نو په هغو ځمکو کم مصارف او لږ خواري غواړي، همدغه شان انسان هم دی. دا چې انسان حافظ او عقل لري، ژر د تغییر وړ نه دی، بلکې زیات کار او خواري غواړي، بیا تغییر کوي. د دغو ځمکو او مېرو اوسېدونکو په کلتور، ذهنونو او فکرونو باندې کلونه کلونه وخت او په میلونونو پیسو په اندازه مصارف راځي، بیا به تغییر کوي. په افغاني ټولنه کې کلونه کېږي، چې جنګ روان دی، دوی ورځ په ورځ د انسانیت هغه لوړ معیار څخه لیري کېږي او د وراني په لور روان دي، د دوی ابادول، ژغورل او پرمختګ ته هڅول، ډېر وخت ته ضرورت لري. کله چې انسان سره کومه معامله کوې، نو ضرور عکس العمل ښیي. ځکه انسان ذهن، حافظ او عقل لري، هر څه په پټو سترګو او په اسانه نه مني. د بې عقل انسان په حافظ کې ناوړه، ورانوونکې مفکوره، خراب حالت ساتل شوي وي، ځان ورته پوره او هوښیار ښکارېږي، بل هېڅ انسان ځان ته بې عقل نه وایي، که هغه انسان هر څومره کم عقل وي، په دغه ناوړه عقیده باور لري، چې زه تر هر چا ښه پوهېږم. دا تحلیل نشي کولای چې ښه او خرابه لار کومه ده. دغه شان خلکو ته بدلون ورکول، ډېر مشکلات غواړي. موږ د افغاني سیاستمدارانو لویه تیروتنه همدا وه، دوی غوښتل چې خلک ژر تغییر وکړي، چې دغه فکر او حالتو خلک نور هم ناوړه حالت ته بوتلل، خلکو په خپلو ناوړو مفکورو ودرېدل ځکه دوی ته خپل فکر ښه ښکاره کېدو، نو څنګه یې دومره ژر بدلون کړای وای. همداشان ټولنې ضد وکړ او ناوړه حالت ته لاړه. لومړیو کې کله چې په ماشوم مستقیم امر وشي، ماشوم هغه خبره رد کوي، نه یې مني، تر څو چې غیرې مستقیم امر په وکړې، بیا امر منل کېږي، خو غیرې مستقیم امر زیات وخت او انرژي غواړي خو منل کېږي. که ماشوم ته ووایې: ژر دغه کلاس راکړه، ماشوم عکس العمل ښیي، خو که ورته ووایې: ته ډېر تکړه یې، افرین هوښیار، یوازې ته کولای شې چې کلاس راکړې. بیا نو ماشوم خبره مني. ضد درسره نه کوي. کمزوري انسانان، بې عقل او وروسته پاتې خلک د قوي او عقلمندو خلکو څخه یې ژر احساسات راپارېږي او ځانونو ته هوښیار وایي. نو ځکه خو ژر تغییر نه کوي. تولستوی په خپل مشهور شهکار جګړه او سوله اثار کې وایي،( صبر او زغم زما پیاوړي جنګیالي دي)، همدا شان که هر څه ته تغییر ورکوو، نو باید ورو رور، په منظم پلان سره او په پوره صبر او زغم تغییر ورکول شي.