عاشق الله اخلاص يار

عاشق الله اخلاص يار د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار زوی د خيرګل لمسۍ ، دپکتيا ولايت دڅمکنيو ولسوالۍ د منداخيلو په دري کلي کې يې دې نړۍ ته په ۱۳۶۴ ل،ل دحمل يا وري په ۴ نيټه سترګې غړولي دي . عاشق الله اخلاص يار په ۱۳۷۳ ل،ل کال دڅمکنيو عالي ليسې ته شامل او په ۱۳۸۳ ل،ل کال دهمدې ليسې د دولسم ټولګي څخه فارغ شو . دکانکور ازموينې له لارې دپکتيا پوهنتون زراعت پوهنځي ته بريالی شو چې په ۱۳۸۴ ل،ل کال يې دغه پوهنځی پېل او په ۱۳۸۷ ل،ل کال د دغه پوهنځي د اګرانومي له څانګې د ليسانس په کچه فارغ شو . عاشق الله اخلاص يار په ۲۰۱۰ م کال داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ديوه سکالر شيپ له لارې دهندوستان دولت ته دزده کړو په موخه ولاړ چې دهندوستان دپنجاب په ایالت کې يې ديوه کال دپاره دژورناليزم انسټيټيوټ ولوست . اخلاص يار په ۲۰۱۱ م،کال دهندوستان د ISBM پوهنتون دادارې او منجمنټ ماستري دپاره داخله وکړه چې په ۲۰۱۳ م کال يې د مديريت په برخه کې د ماستري په کچه زده کړې د دوه کلونو په لړ کې بشپړې کړې.

نوموړي د کابل پوهنتون ، د حقوقو او سياسي علومو ، د ادارې او عامه پاليسۍ MPPA په څانګه کې خپله دوهمه ماسترې هم د 1396 څخه تر 1398 ز.کال پورې هم بشپړه کړه . 

د عاشق الله اخلاص يار فرهنګي فعاليتونه عاشق الله اخلاص يار د سليمان غر کلتوري ټولنې مشر پاتې شوی کومه چې په ۱۳۸۸ ل،ل کال تاسيس شوې وه او په ۱۳۹۳ ل،ل کال يې د فعاليت جواز ترلاسه کړی و. نوموړي د سليمان غر مجلې مرستيال چلونکی هم پاتې شوی وو هغه مجله چې په لومړي ځل په ۱۳۸۳ ل،ل کال چاپ شوه . نوموړی د سليمان غر مهالني اخبار مسول مدير و او وروسته د ولسي هېندارې مجلې مسول مدير و

د عاشق الله اخلاص يار دندې ۱: عاشق الله اخلاص يار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو چارو معينيت له لورې د ۱۳۸۸ ل،ل دثور په ۲۲ نيټه د پکتيا ولايت دځوانانو چارو دعمومي مدير په توګه تقرر ترلاسه کړی چې دا د ده لومړنۍ رسمي دنده وه چې تر ۱۳۹۱ / ۵ / ۲۳ نېټې پورې يې دغه ورسپارل شوې دنده په پوره ميړانه او اخلاص سره ترسره کړه . ۲: د ۱۳۹۱ / ۵ / ۲۳ ل/ ل نېټه دپکتيا ولايت د ملي راډيو تلويزيون د آمر په توګه دنده ور وسپارل چې تر ۱۳۹۵ / عقرب / لومړي نېټې يې ياده دنده په عالي توګه پرمخ يوړه . ۳: عاشق الله اخلاص يار د ۱۳۹۶ / جوزا / ۳۰ د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا د ريس په توګه د CBR يا موخو ته د رسيدنې ظرفيت لوړيدو پروګرام له لارې په ۲ دوهم بست کې تقرر حاصل کړ چې د ۱۳۹۸ / سرطان / ۱۱ نېټې پورې يې په لوګر ولايت کې خدمت ترسره کړ او له دې نيټې وروسته د دوه کلونو لپاره د خوست د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست معادل همدې ۲ دوهم بست ته تبديل شو . د عاشق الله اخلاص يار علمي آثار ۱: د مديريت زده کړه(چاپ) ۲: د افغانستان جوړونې دپاره فکري سلامتيا (مقالې ، ناچاپ ) ۳: د بشري سرچېنو تطبيقي مديريت (ژباړه، چاپ) ۴: سازمان او علمي مديريت (ژباړه، چاپ) ۵: د مهاتما ګاندي ژوند (ژباړه، چاپ) ۶: فکري جګړه (ژباړه، چاپ) ۷: د بحران مديريت (ژباړه ، چاپ) ۸: د وخت قدرت (ژباړه ، چاپ) ۹: دخبرو کولو توان (ژباړه، چاپ) ۱۰: دجذب قدرت (ژباړه، چاپ ) ۱۱: په بازار کې د کار دبرياليتوب ۱۰۰ قوانين (ژباړه ، چاپ) ۱۲: اداره او مديريت (ژباړه، چاپ) ۱۳: په علمي ډول د نباتاتو پيژندنه (چاپ)