اسدالله ولي د ښاغلی انجنیر عبدالله ولي ځوی د ۱۳۵۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۱۹ نیټه دکنړ ولایت غازی آباد ولسوالۍ د نیشه ګام په کلي کې زیږیدلې. لمړنۍ زده کړې یې دنیشه ګام په کلي کی ترسره کړي، او ثانوی زده کړې یی د ننګرهار ولایت د کرنې مسلکي لیسه کې ترسره کړي.

او په ۱۳۸۳ لمریز کال کې یې د ننګرهار پوهنتون، د کرنې پوهنځي د کرهنیز اقتصاد له څانګې څخه د لیسانس سند ترلاسه کړې.