د هوا پېژندنې نړيوال سازمان World Meteorological Organization (WMO) د نړيوالو تخصصي سازمانونو په ډله کې تر ټولو پخوانی سازمان بلل کيږي چې په ۱۸۷۸ ميلادي کال کې رامنځ ته شوی دی، په ۱۹۳۹ ميلادي کال کې دغه سازمان په يو بين الدولي سازمان بدل شواو د غړو د ډېر والي لپاره د هڅو د پراختيا په لړ کې په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې په واشنګتن کې د دغه سازمان په ۱۲ کنفرانس کې يې نوې اساسنامه تصويب شوه او د ۱۹۵۰ ميلادي کال د مارچ په ۳۰ نېټه مرعی الاجرا و ګڼل شوه. Alhikmat (خبرې اترې) 09:12, 24 مارچ 2013 (UTC)د هوا پېژندنې په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ رامنځ ته کول، د هوا پېژندنې او اوبه پېژندنې مشاهدات، د هوا پېژندنې د معلوماتو چټک تبادله کول او داسې نور ددغه سازمان مهمې موخې تشکيلوي. دهوا پېژندنې نړيوال سازمان لاندې پنځه ارکان لري: الف: دهوا پېژندنې نړيواله کنګره: دغه کنګره د سازمان د عمومي اسمبلې حيثيت لري چې د ټولو غړوهېوادونو د استازو له لوري په هرو څلور کالو کې يو ځل دايريږي او د سازمان کلي سياست او خط مشي تصويبوي همدارانګه د عمومي سرمنشي، د هغه دوه تنه مرستيالان او د اجراييه شوری غړي هم ددغه ارګان له خوا ټاکل کيږي. ب: اجرايي شوری: اجرايي شوری د هوا پېژندنې د نړيوالې ادارې اجريوی رکن دی چې د عمومي سرمنشي، د هغه له دوه مرستيالانو، د هوا پېژندنې د انجمنونو د رئيسانو او د غړو هېوادونو د هوا پېژندنې د ۲۶ کميسونونو څخه تشکيل شوې ده. ج: د هوا پېژندنې سيمه ايزې ټولنې: د هوا پېژندنې نړيواله اداره د ۶ سيمه ايزو ټولنو لرونکې ده چې د کنګرې له خوا په افريقا، اروپا، اسيا، لاتيني امريکا، شمالي، مرکزي او جنوب ختيځې امريکا او په ارام سمندر کې ايجاد شوي دي. د: فني کميسونونه: د هوا پېژندنې نړيواله اداره د ۸ کميسونو درلودونکې ده چې د هوا پېژندنې په برخه کې د څېړنې او کنګرې او اجرايي شوری ته په دې برخه کې دلازمو مشورو او توصيو د ورکولو په خاطر ايجاد شوي دي. دغه کميسونونه عبارت دي له: د هوا پېژندنې کميسون، د هوايي چلند کميسون، د کرنې کميسون، سمندري کميسون، د اوبو پېژندنې کميسون، د اقليم پېژندنې کميسون، د هوايي علومو دڅارکميسون او د سامان الاتو د استعمال د طريقې او له هغو څخه دڅآرنې کميسون. هـ: دارالانشاء: د هوا پېژندنې د نړيوال سازمان د دارالانشاء په راس کې عمومي سرمنشي قرار لري چې د هوا پېژندنې دنړيوالې کنګرې او د اجرايي شوری د غونډو رياست په غاړه لري، دغه څانګه دغړو هېوادونو تر منځ د هوا پېژندنې په برخه کې د معلوماتو د ترلاسه کولو مرکز ګڼل کيږي. writen by Sayed A.H.H