ام معـــــــــبد رضی الله عنها مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت لاره ، له خطرونو، ننګونو او تکلیفونو ډکه وه ، د قریشو مشرکینو هغه له کوره وشاړه ، او دهجرت په دې لاره کې يې تر تعقیب لاندې ونیوه . .. په دې لاره کې کېږدئ ( خېمه ) د محمد صلی الله علیه وسلم تر ټولو مهم تمځای ګڼل کیږي ، چې له خپل ملګري سره یوځای دې کیږدئ ته ننوتی وو . په دې خیمه کې دهغوی تود هرکلی او ښه میلمستیا شوې وه . .. تاریخ د خیمې د خاوندې هغه وصف تر ټولو دقیق ، غوره او ښکلی وصف ګڼلی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې بیان کړی دی .. نورو نارینه وو چې درسول الله صلی الله علیه وسلم کوم وصف کړی ، دهغوی په پرتله د خیمې د خاوندې وصف ډېر ورته ، دقیق او نږدې ښودل شوی . دا ښځه ( ام معبد البدویة ) نومېږی ، چې وصف یې تر بل هر وصف کره ، ژور او ورته ګڼل کیږي ، دا هغه ښځه ده چې ددې ویاړ یې ترلاسه کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خیمه کې تم شوی ، او دا ځای د هجرت له سترو او تاریخي نښو څخه شمېرل کیږي. نوموړې مېرمن ( عاتکه بنت خالد بن خلیف بن کعب بن خزاعه ) نومېده .. او خاوند یې خپل د تره ځوی وو ، نوموړی ( تمیم بن عبدالعزی الخزاعي ) نومېده . دواړه په خپلو کنیو باندې مشهور شوي دي ، عاتکه د ( ام معبد ) او خاوند یې په ( ابو معبد ) په کنیو باندې شهرت لري . ام معبد د ( قدید ) په سیمه کې اوسېده ، دا سیمه د مدینې له لورې مکې ته نږدې پرته ده . کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د مکې جنوب ته څېرمه له غار ثور څخه راووتل او په دې ډاډمن شول چې د قریشو له تعقیب څخه راخلاص شول ، دربیع الاول د میاشتې په څلورمه نېټه د دوشنبې ورځ سهار مهال دلته راورسېدل ، او له لیرې يې په دښته کې په جلا او په شګو پټه د ( ام معبد ) په خېمه سترګې ولګېدې. دوی دا خیمه په دې خاطر دلته ايښې وه چې ، په دې لاره د تېرېدونکو مسافرو لپاره میلمستیاوې وکړي او په مقابل کې دهغوی لخوا په ورکړل شویو مالونو خپل ژوند پرمخ بوځي .. رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ملګري ابوبکر الصدیق رضی الله عنه او عامر بن فهیره سره یوځای د ام معبد رضی الله عنها خیمې ه راغی او د عبدالله به اریقط په نامه ورته یو کس لاره ښودله . ام معبد یوه تکړه ، غښتلې ، او د ډېر عمر ښځه وه ، نوموړې به د خیمې مخې ته کښېناسته ، او هغه کسان به چې په دې لاره تېرېدل خواړه به یې ورکول ... محمد صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه : (( آیا تاسو سره غوښه یا شيدې شته چې ویې پلورئ ؟ )) دوی له یادې مېرمنې سره هیڅ پیدا نکړل ، هغې ورته وویل : قسم په الله که موږ سره څه وای ، نو ستاسو له میلمستیا به مو نه وی سپمولی ، او د میلمستیا حق به مو پوره کړی وی ، زیاته یې کړه چې ، موږ له سختې وچکالۍ سره مخامخ شوي وو . رسول الله صلی الله علیه وسلم وکتل ، د خیمې څنډې ته یوه اوزه ولاړه وه ؟ پوښتنه یې وکړه : ای ام معبد دا اوزه دلته څه کوي ؟ ویې ویل : دا اوزه له ناروغتیا له کبله له رمې پاتې شوې ده ، نه یې شو کولی چې ورسره لاړه شي .. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : آیا شیدې ورکوي ؟ ویې ویل : دا ډېره کمزورې ده .. ویې ویل : اجازه راکوې چې راویې لوشم ؟ ام معبد ورته وویل : هو ، زما پلار او مور دې درنه ځار شي ... که شیدې ورکې ګورې ، نو راویې لوشه !!! رسول الله صلی الله علیه وسلم اوزه راوغوښته او لاس یې پرې راښکه ، دالله نوم یې پرې یاد کړ او تی یې ورته مسحه کړ . بیا یې دومره یو لوښی راوغوښت چې نږدې لس کسان یې مړول ، ترهغې یې اوزه راولوشله چې لوښی یې ترې ډک کړ . ام معبد هم شیدې وڅښکلې ، او ورسره صحابه کرامو رضوان الله علیهم هم وڅښکلې . کله چې دوی ټول ماړه شول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو وروسته وڅښکلې . بیا یې ددویم ځل لپاره په دې لوی لوښي کې اوزه راولوشله ، او له ام معبد سره یې ډک پرېښود . او په بل روایت کې راځي چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : کله چې ابومعبد راغی ، دا لوښی هغه ته ورکړه . له دې وروسته ، نبوي کاروان خپل هجرت ته د مدینې پر لور دوام ورکړ . کله چې ماښام ابومعبد خپلې کمزورې او وږې رمې له څړځای څخه راوستلې ، او له ام معبد سره یې ډک لوښی شیدې ولیدلې چې آن د څو کسانو لپاره یې بسنه کوله ، په حیرانتیا یې پوښتنه وکړه : ام معبد دا دومره شیدې دې له کومه کړې ؟ اوزه هم کمزورې ده او په کور کې بل لنګ مال هم نشته ؟ ام معبد ورته په ځواب کې وویل :

نه قسم په الله ،  پرموږ یو مبارک سړی تېر شو ،  هغه داسې داسې خبرې کولې ، 

ورته یې وویل : ای ام معبد راته یې وصف کړه ؟ هغې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وصف باندې پیل وکړ ، او ویې ویل : ما داسې یو سړی ولیده چې ، ښکاره رڼا یې درلوده ، غوره اخلاق ، خوشاله مخ او د ډېر ښکلي اندام خاوند وو ، سر یې هم کوچنی نه وو ، ښکلی او زړه راښکونکی وو ، غټې او تورې سترګې يې لرلې ، او د وریځو ويښتان یې ګڼ وو ، زیږ غږ یې درلود ، سترګې يې تکې سپینې او منځ کې يې تک تور ګاټی وو ، د وریځو دواړه خواوې يې ډېرې دقیقې او نرمې وې ، وریځې يې ډېرې راغږل شوې وې ، لوړه مرۍ او ګڼه ږیره یې درلوده ، چې غلی به شو د عزت په جامه به وپوښل شو ، او کله به یې چې خبرې کولې ښکلې او د اورېدو وړ خبرې به یې کولې . خوږې خبرې یې کولې ، خبرې يې غوڅې وې ، بې ګټې او بې ارزښته خبرې به یې نه کولې .. خبرې يې داسې وې لکه د غاړکۍ موشکڼې به راوتلې ،. له لیرې به هم ښکلی مالومېده ، او له نږدې به هم ښکلې مالومېده .. متوسطه ونه یې لرله ، نه یې په اوږدوالي د چا سترګې ستړې کولې ، او نه يې د ونې په لنډوالي د چا سترګه خپه یا ستړې کوله ، ددوه څانګو ترمنځ څانګه وه ، په درې واړو کې ډېر ښکلی مالومېده ، او کله به یې چې امر وکړ ، ژر به يې د امر اطاعت او مننه کوله ، ټولو ملګرو به یې خدمت کاوه ، بې ځایه خبرې به یې نه کولې او دخپل ملګري خبر ه به یې نه ردوله . کله چې د ابومعبد مېرمن ( ام معبد ) د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وصف بیا ن کړ ، خاوند یې وویل : قسم په الله دا د قریشو هغه سړی دی چې په لټه پسې يې ګرځي .. او که ورسره مخ شوم ، نو ملګرتیا به یې کوم . او په بل روایت کې راځي چې ابو معبد ورته وویل : زه به یې پیروي وکړم . بیا یې زیاته کړه چې  : قسم په الله ، هڅه به وکړم چې دې کار ته ځان ورسوم .. د سیرت ځینې کتابونه دا شعرونه هم راخلي ، ویل کیږي چې ددې بیتونو انګازې د مکې مکرمې په څنډو کې خپرې شوې . هغه داسې وو : جزى الله رب الناس خير جزائه .......رفيقين حلا خيمتي أم معبد هما نزلا بالبر وارتحلا به ........فأفلح من أمسى رفيق محمد فيا لقصي ما زوى الله عنكمو...... به من فخار . لا يحاذى وسؤدد وقد غادرت وهنا لديها بحالب .......يرد بها في مصدر ثم مورد سلوا أختكم عن شاتها وإنائها .......فإنكموا إن تسألوا الشاة تشهد دعاها بشاة حائل فتحلبت....... له بصريح ضرة الشاة مزيد لقد خاب قوم زال عنهم نبيهم .......وقدس من يسري إليه ويغتدي ترحل عن قوم . فزالت عقولهم...... وحل على قوم بنور مجدد هداهم به - بعد الضلالة - ربهم ......وأرشدهم من يتبع الحق يرشد وقد نزلت منه على أهل يثرب .......ركاب هدى ، حلت عليهم بأسعد نبي يرى ما لا يرى الناس حوله ......ويتلو كتاب الله في كل مشهد وإن قال في يوم مقالة غائب .......فتصديقها في ضحوة اليوم أو غد ليهن أبا بكر سعادة جده .......بصحبته من يسعد الله يسعد ويهن بني كعب مكان فتاتهم .......ويقعدها للمؤمنين بمرصد او کله چې د بنو کعب په قبیله کې د ام معبد کورنۍ او خپلوانو دا خبر واورېده ، او له دې خبر شول چې محمد صلی الله علیه وسلم په دې لاره تېر شوی ، او ام معبد ته یې خیر رسیدلی او برکتونه یې پرېښي دي ، دا لیوالتیا ورسره پیدا شوه چې کاش پیغمبر پر دوی تېر شوی وای ، آن هغوی به دا ورځ د نېټې په توګه ټاکله چې په دې وچه دښته ورباندې داسې ستره پیرزوینه شوې وه . قریشو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوری مالوم کړی وو ، او ام معبد ته یې خلک راولیږل چې پوښتنه ترې وکړي. آیا محمد درباندې تېر شوی دی ؟ هغې ورته په پوره بلاغت سره ځواب ورکړ : ستاسو په خبره نه پوهېږم ، بلکې د اوزې یو لوشونکي راته مېلمستیا راکړه . رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ملګري ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره روغ رمټ مدینې منورې ته ورسېده . هلته یې خلکو تود هرکلی وکړ ، او په مدینه منوره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی اسلامي دولت جوړ کړ .

 ام معبد هم له خپل خاوند  ابومعبد سره یوځای هوډ وکړ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاقات ته ورشي ، له خپل خاوند سره مسلمانه شوه ، او مدینې منورې ته یې هجرت وکړ . 

د هجرت په ۲۳ مه نېټه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مړینې وروسته ، خلیفه د مؤمنانو میندو ته د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړه چې حج اداء کړي .د حاجیانو کاروان د ( قدید ) په سیمه تېر شو ، دا هغه ځآی وو چې ام معبد رضی الله عنها ورکې اوسېدله . عثمان بن عفان ، او عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنهما ددې کاروان مشري کوله . ام معبد دا کاروان داسې بیان کړ: عثمان او عبدالرحمن مې د عمر په خلافت کې ولیدل ، هغوی د پیغمبر علیه السلام په مېرمنو باندې حج وکړ . دهغوی په ډولیو باندې شنه څادرونه راخپاره وو ، هغوی یوه ډله خلک وو ، وړاندې يې ابن عفان په خپله سپرلۍ باندې ناست وو ، کله به چې میندو ته څوک ورنږدې کیده چېغه به یې وهله او ویل به یې : لیرې شه ، لیرې شه !! ابن عوف له میندو وروسته روان وو ، هغه به هم همداسې کول . هغوی زما کور ته نږدې په قدید سیمه کې واړول ، له خلکو جلا شول ، او له هر لورې يې د ونو ترشاه پرده ونیوه . زه ورته ورغلم ، شمېر یې اته مېرمنو ته رسېده ، کله چې زه ورنږدې شوم ، ومې ژړل ، پوښتنه یې وکړه چې : ولې ژاړئ ؟ ځواب مې ورکړل چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم رایاد شو ، بیا هغوی هم وژړل . ومې ویل چې ، دلته زما کور ته راغلی وو . ددې خبرې سره سم یې زه وپيژندم او ماته یې تود هرکلی ووایه . بیا مې ورته ورته ګازرې او شیدې ورکړې ، او هغوی هم راڅخه قبولې کړې . ام معبد رضی الله عنها د عثمان بن عفان رضی الله عنه تر وخته ژوندۍ وه . هغه به له دې لارې د کالیو سوداګري او د یمن د غلو او حبوباتو سوداګري او مالونه تېرول . د پیغمبر علیه السلام په اړه دهغې وصف او د ځآنګړنو بیان ، دهغې له مړینې تر ډېرو پیړیو د تاریخ او سیرت کتابونوکې لا ژوندی پاتې دی . یوه ورځ ام معبد ته وویل شول چې : ددې راز څه دی چې د نورو ټولو نارینه د وصف په پرتله ، د محمد صلی الله علیه وسلم په اړوند ستا وصف ډېر دقیق او کره دی ؟ هغې ځواب ورکړ : خبر نه یاست چې د ښځې لیدل ، سړي ته د سړي له لیدو څخه ډېر دقیق وي؟ او ویل کیږي چې د بلاغت او بیان امام ، علی بن ابو طالب رضی الله عنه یوه ورځ وپوښتل شو : د پیغمبر علیه السلام په اړه تراوسه کوم وصف دقیق او کره ویل شوی دی ؟ ځواب یې ورکړ چې : هغه وصف چې ام معبد الخزاعیة بیان کړی دی . دا کومه دحیرانتیا خبره نه ده ، ام معبد داسې یوه مېرمن وه چې د محمد صلی الله علیه وسلم د وصف په اړه یې له نارینه څخه وړتیا ډېره زیاته او دقیقه وه . هغې يې اخلاق او جوړښت لیدلی وو ، او وصف یې هغو شریفو او ااصیلو ټکو ته نغوته کړې وه چې ، په بل هیڅ وصف کې یې نمونه نه ده ترسترګو شوې .