غزل 2020/8/14

                  محمدالله ولید غزل

خدایه نور لنډ کړې دعــزاب لاسونه يایې ورمات کړې دقــصاب لاسونه

نــن مي مـمبر په تــېږو ولي رانه بس پرې کوي مې دمحراب لاسونه

زما ايـران او پاکـــستان دوښمنه په نــېمو نــېم شه دپـنجاب لاسونه

امـــریکا اوس نوم دوحشت یادېږي روســیه دهغه تــور نـقاب لاسونه

ترڅــو به داظلم سیتم وي په مــوږ زره زره دي دحـــساب لاسـونــــه

يــه ربه! موږ یې له ظلمونو ژغوره راله یې راکــړه دځــــواب لاسونه

"ولــیده" اور په مــسلمانو بل دی وهــــي لمــــبه دانــقلاب لاسونه ـــــــــــ ۱۳۹۵:۴:۱۳: اته وېشتمه روژه ۱۲:۱۸:غرمه غزنی ښکلی شلګر