ښاغلی محمد شفیع وردگ په ۱۳۷۲ کال د وردگو ولایت په چک ولسوالۍ د باباکلا په کلي کې زیږیدلی دی. هغه خپلې زده کړې د حضرت عمر فاروق (رض) په عالي لیسه کې سرته رسولې دي. د کانکور په آزموینه کې تر بریالیتوب وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر انجنیرۍ پوهنځۍ ته بریالی شو. په ۲۰۱۳ کال له همدې پوهنتون نه فارغ شوی دی.