وړومبے سبق ۱

علوم بلاغة

شاعر دپاره وړومبے عروض زدکؤل ډېر ضروري دي ځکه چې بیا هغه بحرونه جوړؤلے شي وزن اهنګ کښې ورته مسله نۀ وي د دې نه پس بیا د مفهوم دپاره خیال دپاره ضروري ده چې شاعر علوم بلاغة زدکړي نو هغه بیا په خپل امد کښې فن راویستلے شي یو ساده خبرې نه خیال جوړؤلے شي،،

علوم البلاغة علوم د علم جمع ده یعني علمونه. دا درې دي علم بیان، علم بدیع، علم معاني، د درې واړه علمونه د شاعر دپاره ضروري دي، شیدا بابا پخپله وائي چې زما په کلام به هغه څوک پوهېږي چې څوک په علوم بلاغة پوهېږي اوږد نظم یې لیکلے دے، علوم بلاغة سره مونږ خپل شعر کښې هم فن او خیال پېدا کؤلے شوو او د نورو شاعرانو اتلانو د کلامونو تشریح هم کؤلے شوو،

مونږ به دلته د فصاحت او بلاغت نه شروع وکړو

ــــــــــــــــــــــ فصاحت و بلاغت

د علوم البلاغة اساسیت فصاحت وبلاغت

قد تسمع کلاما چې کله تۀ یوه خبره واورې

ویعجبک او دغه خبره ستا خوښه شي

وتقول کلام بلیغ ومتحدث فصیح تۀ ووائي چې دا کلام خو ډېر بلیغ وۀ فصیح ده (او ویونکي ژبه صفا وه،،) ــ

و تمسع کلام اخر بیا تۀ یوه بله خبره واورې

فلا یعجبک او هغه تاله خوند در نۀ کړي

تۀ به داسې احساس کوي چې په دې کښې څۀ غرابت دے نا اشنا والے دے څۀ ضعیف والے دے او کراهت دے په کښې نو پوهه شه چې په فصاحت او بلاغت کښې مسله ده،

فصاحت او بلاغت کښې څۀ فرق دے؟ فصاحت په لغت کښې څرګندؤل دي ښکاره کؤل دي اصطلاح کښې هغه څۀ تعبیر کؤل دي کوم څۀ چې د شاعر په نفس کښې دي، هغه څۀ چې شاعر د مشاهدي نه راخلي

بلاغت د بلوغ نه اخستے شوے دے د بلوغ معنه ده رسېدل، په الفاظو کښې مرام ته رسېدل یعني یو خبره تۀ وکړي او اورېدونکے پرې ورسوې، مطلب داسې الفاظ راوړل چې هغه مرام ته رسېدلي وي او رسېدل بیا داسې وي چې بیخي سر ته ورسي لکه مثال فلاني خپل مقصد په الفاظو کښې هدف ته ورسوو،

اصطلاح دا یوه ملکه ده په نفس کښې چې متکلم یې اختیاروي او لیکونکے یې هم اختیاروي، خپل فکر مخاطب ته په رنګینو او په ښائیسته او په مؤثرو الفاظو کښې رسؤل،

فصاحت فصاحت د وصف وي د خبرې او مفرده وي دا یا خبره وي یا متکلم وي دا جمع نۀ وي کلام فصیح وۀ متکلم فصیح وۀ خبره فصیحه وه،او ویونکے فصیح وهٔ

ـــــــــــــــــــــــ

كلمة فصيحه كلام فصيح متكلم فصيح


اول شرط (تنافر

تنافر هغه څۀ دي چې سړے په کښې ښخېږي، ودرېږي لکه دا لفظ (هعخع) دا په عربو کښې د یوې ونې نوم دے سخت تنافر دے په کښې دا د کلیمې تنافر دے کلام کښې تنافر یعنې خبرې کښې تنافر لکه مثال دا : (ډکه ډېوه تېل ټول تېل تل شول) دا د کلام تنافر دے وئیل یې ګران دي

۲/غرابة غرابة نا اشنا والي ته وائي داسې کلام راوړل چې په هغې غرابت (نا اشنا والې) وي دا هم د فصاحت او بلاغت شرط دے کۀ غرابت (نااشناوالې)په کښې موجود وۀ کلام به فصیح نۀ وي

لکه اوس (کا) لفظ راوړل چې کړي کړو دپاره استعمالېدۀ خو اوس غریب لفظ دے نااشنا دے اوس د کا په ځاے کړي لفظ استعمالېږي، غریب الفاظ او غریبې جملې دا راوړل

۳/صرف والنحوه مخالة القياس کله کله مونږ د ده په ځاے دے راولو کله د دے په ځاے ده راولو دا د صرف غلطیانې دي


۴/تعقيد لفظي والمعنوي تعقید لفظي داسې وي چې الفاظ مخکښې وروسته داسې راشي چې څوک ترې معنه نۀ شي اخستے داسې د اتلانو کلامونو کښې شته، یا داسې الفاظ راوړل چې سمون نۀ خوري ۵/معنوي تعقید داسې الفاظ راشي چې معنه ترې بیله ووځي، یا مردوده تشبیه راغلې وي


۶/بازاري الفاظ بازاري الفاظ هغه وي چې هغه ادبي نۀ وي د لهجو وي عربۍ کښې خو بیخي معنه ده پښتو کښې کؤلے شو چې لهجو لفظ راوړو چې مشهور وي


۷)كراهت کرکښې جن لفظ. کراهت هغه وي چې سړي ته ترې کرکه راځي یعني ادبي نۀ وي لکه څوک ووائي چې تۀ د تعلیم نه لري پاتې شوے یې مطلب دغه دے چې جاهل یې خو ادبي انداز کنایه کښې دے خو کۀ څوک دغسې ووئي چې جاهل یې نو دا کراهت دے یا بول اولټي یادول

  • فــصاحت او بلاغت*

د علوم البلاغه اساسیت او بنیادي جوړښت د فصاحت او بلاغت نه شروع کېږي په عربۍ کښې یې تعریف داسې کېږي وایي

چې تۀ یو خبره واؤرې او دغه خبره ستا خوښه شي او ووایې چې کلام ډېر بلیغ وۀ او متحدث فصیح وۀ

بیا چې د دې اپوټه خبره یا کلام اؤرې او هغه تاته خوند در نۀ کړي او داسې احساس وکړې چې په دې کښې غرابت او ضعیف والے دے کرکؤالے پکښې دے عقلِ سلیم یې نۀ خوښوي نو دې دواړو کښې فرق هم دا دے چې اولني کوم چې تاته خوند درکړو هغه فصیح بلیغ کلام وۀ او دا دویم چې خوند در نۀ کړو تاته پکښې محسوسېدل چې څۀ کمے پکښې شته نو وجه یې دا ده چې د فصاحت او بلاغت خامیانې لري

دلته سوال پېدا کېږي چې فصاحت او بلاغت کښې څۀ فرق دے؟

      "فصاحت"

د فصاحت لغوي معنیٰ ده څرګندول ښکاره کؤل لکه مثال

"فلاني خپل مقصد ښۀ ښکاره کړو" 

یعنې په ښۀ انداز یې خپل مقصد بیان کړو او بیا اصطلاحاً هغه څۀ تعبیر کؤل کوم څۀ چې د شاعر په نفس کښې دي هغه څۀ بیانؤل چې شاعر یې د مشاهدې نه راخلي خو تعبیر کؤل به واضحه او صریح وي نا اشنا والے به پکښې نۀ وي الفاظ به د تنافر عېب بازاري الفاظو نه پاک وي وروستو راځو او د دغې ذکر کؤو چې د فصاحت عېب ګڼلے کېږي

    "بلاغت"

بلاغت د بلوغ نه اخستے شوے دے معنا یې ده منزل مرام ته رسېدل مطلب داسې الفاظ راوړل چې هغه مرام مقصد ته رسېدلي وي په عربۍ کښې مثال داسې ورکوي چې

"فلاني خپل مقصد په الفاظ کښې هدف ته ورسوۀ" 

یعنې داسې الفاظ راوړل چې مقصد ته رسېدلي وي اصطلاحاً دا یوه ملکه ده په نفس کښې چې متکلم او لیکونکي یې اختیاروي یعنې خپل فکر مخاطب ته په رنګینو ښائیسته او مؤثرو الفاظو کښې رسؤل اصطلاحاً بلاغه ده عربۍ کښې په فصاحت او بلاغت کښې نور فرق واضح کوي وایي

فصاحت وصف وي د خبرې چې مفرده وي او دا بیا خبره وي یا متکلم وئیلے شي کلیمه لفظ فصیح وۀ یا کلام معنا خبره فصیح وه خطیب فصیح وۀ

بلاغه د مفردې کلیمې لپاره نۀ وصف کېږي لکه مثال خبرې بلیغې وې خطیب په خبرو کښې بلیغ وۀ لنډه دا چې بلاغت د عام لپاره استعمالېږي او فصاحت د خاص لپاره استعمالېږي

د فصاحت لنډ اسان او واضحه وضاحت دا دے چې کلمه یا کلام چې ابهام پکښې نۀ وي بازاري الفاظ پکښې نۀ وي تعقید معنوي او تقعید لفظي به پکښې نۀ وي ګرامري غلطي به پکښې نۀ وي د تنافر عېب نه به پاک وي سخت الفاظ به پکښې نۀ وي

او بلاغت چې کلیمې مبهمې یا بازاري نۀ وي کراهت نه به پاک وي د صرف او نحوي د قیاس خلاف به نۀ وي وئیلے کېږي چې د فصاحت لپاره د علم ضرورت دے د فنونو زده کؤل ضروري دي "علم البیان" "علم بدیع" "علم معنوي" داسې کۀ ګرامر صرف او نحوه زده کړې نو چې څومره علم زیاتېږي دومره انسان فصیح وي او بلاغت یوه ملکه ده په نفس کښې چې الله پاک یې چاته ورکړي لکه یو کس وي مخاطب ډېر په اسانو ټکو پوهه کوي د خبرې ابلاغ ورته کؤلے شي دلته یوه خبره واضحه کؤم چې یو کلام فصیح وي ضروري نۀ ده چې هغه به بلیغ هم وي خو چې یو کلام بلیغ وي نو هغه به خامخا فصیح هم وي لنډه دا چې فصاحت د بلاغت محتاجه نۀ دے خو بلاغت د فصاحت محتاجه دے د شاعر نقاد شارح لپاره ضروري ده چې د فصاحت بلاغت خامیانې وپېژني

راقم الحروف :

                     وصال جان

لیکچر: استاذ محترم حافظ فرید فګار شینواري صاحب