«سپيره ولسوالۍ» د خوست ولايت په جنوب لویدیځ کې لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده چې ددې‌ ولسوالۍ شمال ته د شمال ولسوالۍ او پکتيا ولايت موقعيت لري ختيځ ته يې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ او تڼۍ ولسوالۍ سره نښتي ده او جنوب ته يې وزيرستان او لويديځ خواته د پکتيکا ولايت سره ګډه پوله لري په دې ولسوالۍ کې د پښتنو يوه درانه قبايله ځدراڼ اوسيږي ددې ولسوالۍ ډيرې وګړي په زراعت بوخت دي د سپيره ولسوالۍ د جلغوزې د بوټي د درلودلو له وجې خپل ځانګړی شهرت لري ددې ولسوالۍ مرکز د سپيرې کلی دی چې ددې ولسوالۍ په مرکزي برخه کې موقعيت لري په دې ولسوالۍ کې ۲۶۸۰۰ پورې خلک ژوند کوي دغه‌ ولسوالۍ ډير ښکلی طبيعي مناظرې لري چې په دې وروستيو کې يې د ګرځندويانو پام ځان ته اړولی دی