پریږدۍ پیچۍ مه په الفت کي دنفرت لاسونه دبغض عناد ددښمنۍ او عداوت لاسونه دتقوا درس خپلو بچو ته هر سهار ورکوۍ پر سر یې تیر کړۍ دمیړاني شجاعت لاسونه د ښمن مو یوکړۍ ورته هر ځای کي خپل زور وښايۍ خپلو کي ټینګ کړۍ داخلاص او صداقت لاسونه ښه دی صفت یې په هرځای کړۍ پټ یې پوه کړۍ په خوند له ګریوانو نه را بهر کړۍ دخلوت لاسونه زړګی"مو ساتۍ د ګمان بیخ په یقین وکاږۍ خپلواک ته پورته کړۍ اوس هم دشهادت لاسونه سه شنبه / مدرسه


غزل / خوږه خبره "اميد"درمل"

دهجران دښته له غمو ډکه دیره ورسره جانان می لاړو دوصال هم جنازه ورسره

ترخه وختونه دي جهان راته سپیره ښکاریژي څه اوږده ورځ مو میلمنه ده اندیښنه ورسره

زما تنهایي په برخه شوﯤ دزغم تاب نلرم چی مسافر له کلي ځي زما وي زړه ورسره

ښکلوجواب دمینﯤ راکړوایي خوښ مونه یﯤ زمالامینه په زیاتوب ده کړم به څه ورسره

امید"خبره دجانان ځان ته"درمل"گڼلﯤ جانان ته وایه چي خبره کړه خوږه ورسره