کارلوس مسا

کارلوس دیګو د مسا ګیسبرت (زوکړه: د ۱۹۵۳ زکال د اګست ۱۲ مه) بولیویايي تاریخ لیکونکی، خبریال او سیاستوال و چې له ۲۰۰۳ زکال څخه یې تر ۲۰۰۵ زکال پورې د بولیویا د ۶۳م ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د یو خپلواک سیاستوال په توګه وړاندې له دې له ۲۰۰۲ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې د ګونزالو سانچز دی لوز د ولسمشرۍ پر مهال د بولیویا د ۳۷م مرستیال ولسمشر په توګه خدمت کړی. نوموړی له ۲۰۱۴ زکال څخه تر ۲۰۱۸ زکال پورې دنړیوال عدالت په محکمه کې د چلي پر وړاندې د بولیویا د قانوني دعوی نړیوال استازی و. نوموړي له ۲۰۱۸ زکال راهیسې د کیڼ اړخې انقلابي جبهې د غړي په توګه د بولیویا د تر ټولو لوی پارلماني اپوزیسیون یا د مدني ټولنې (Civic Community) مشر دی. 

کارلوس مسا
کارلوس مسا
کارلوس مسا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ اگسټ ۱۹۵۳[۱][۲]
تابعیت بوليويا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
کارلوس مسا
کارلوس مسا

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماسا په لاپاز کې وزیږېد او له پوهنتون څخه له فراغت وروسته یې د خبریالۍ ۲۳ کلن اوږد مهاله مسلکي ژوند وکړ. په ۱۹۸۳ زکال کې هغه د De Cerca په نامه تلویزیوني خپرونې کې د کوربه توب له امله چې په کې یې د بولیویا له مخکښو سیاسي او کلتوري څېرو سره مرکې کولې، ملي شهرت وموند. د هغه وګړیز ځایګی د دې لامل وګرځېد چې د ملت پاله خوځښت پخوانی ولسمشر ګونزالو سانچز د لوزادا له هغه څخه وغواړي د ۲۰۰۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه په ټکټ کې د مرستیال ولسمشر په توګه برخه واخلي. په داسې حال کې چې د مسا کیڼ اړخي معتدل سیاستونه د ملت پاله خوځښت له ښي اړخو مرکزي پالیسیو سره په ټکر کې و، خو بیا یې هم دغه وړاندیز ومانه او د یو خپلواک کس په توګه یې د دغه ټاکنو په شدیدو ټاکنیزو سیالیو کې ونډه واخیسته. د سانچز د لوزادا او مسا ټاکنیز ټکټ بریالی شو او د اګست په ۶ مه مسا د یو تر ډېره تشریفاتي دفتر مسئولیت پر غاړه واخیست چې ډېر لږ رسمي واکونه یې لرل او یوازې یې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ د ځای ناستوب حق درلود. په ډیره لنډه موده کې د سانچز او مسا ترمنځ کړکېچونه را پیدا شول. د ۲۰۰۳ زکال په اکتوبر میاشت کې د بولیویا د ګازو پر سر کړکېچ د دواړو ترمنځ د اړیکو د بشپړ له منځه تلو لامل وګرځېد او مرستیال ولسمشر د اعتراض کوونکو او پوځ ترمنځ د شخړو له امله چې په کې څو تنه مړه شول له دولت څخه خپل وتل اعلان کړل. له دې څخه مهمه دا چې مسا پرېکړه وکړه د مرستیالۍ له ځایګي استعفا نه ورکوي او په همدې سره د ولسمشر لوزادا له استعفا وروسته ولسمشرۍ ته ورسېد.

مسا په پراخ مدني ملاتړ سره دغه مسئولیت واخیست خو له ګوندي ملاتړ پرته د دولت رهبري ستونزمنه وه او همدارنګه د پارلمان له بنسټیز ملاتړ پرته نوموړي د خپلو عامه سیاستونو لپاره ډېر واک نه درلود او څو ځله یې پلانونه د مقننه قوې له خوا رد شول – په ده باندې  مخ پر زیاتوالي فشارونه د سنتي ګوندونو او د سازمان یافته سیمه ئیزو او ټولنیزو خوځښتونو له خوا و چې د کوکالر فعال او راتلونکي ولسمشر ایوو مورالس له خوا رهبري کېدل. هماغه ډول چې ژمنه یې کړې وه نوموړي د ګازو اړوند ټول پوښتنه ترسره کړه او د ګڼ شمېر توضېحاتو په لرلو یې د هغو اړوند پنځه واړه موارد تصویب کړل. له دې سره د خلکو نارامیو بیاځلي زور واخیست چې هغه د خودمختارۍ اړوند د الزامي ټول پوښتنې او همدارنګه د اساسي قانون د اصلاح لپاره د اساسي قانون د تعدیل د شورا په جوړولو هم وه نشو کولای دغه نارامۍ کرارې کړې. مسا د ۲۰۰۵ زکال په جون میاشت کې استعفا ورکړه، خو له استعفا وړاندې یې ځان ډاډمن کړ چې د پارلمان د دواړو شوراګانو مشران به د خپل ځای ناستوب له حق څخه تېرېږي او دغه چاره د دې لامل وګرځېده څو د سترې محکمې قاضي القضات ادورادو رودریګز ولتزه چې کوم ګوند ته نه و اړوند؛ ولسمشرۍ ته ورسېږي. له دې سره مسا له فعال سیاست سره مخه ښه وکړه او ځانګړو رسنیزو پروژو او د خبریالۍ چارو ته یې پام واړوه. له ولسمشر ایوو مورالس سره د پخوانیو ستونزو سربېره ولسمشر نوموړی د عدالت په نړیواله محکمه کې د چلي پر وړاندې د دغه هېواد په سمندریزه دعوا کې د خپل نړیوال استازي په توګه وګماره، هغه مسئولیت چې په ۲۰۱۸ زکال کې د هاګ محکمې تر وروستي حکم پورې ورتر غاړې و.

په دغه سمندري دعوا کې کار کولو مسا ته د ملي چارو اړوند اګاهي ورکړه او ډېر ژر نوموړی د مورالس پر ځای د ولسمشرۍ لپاره د مناسب ځای ناستي په توګه راڅرګند شو او آن له ټاکنو وړاندې په نظرپوښتنو کې له ولسمشر څخه مخکې و. د نړیوالې محکمې د حکم له اعلان وروسته مسا ډېر ژر ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ. د ۲۰۱۹ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کط مسا د مورالس پر وړاندې ماته وخوړه او وه یې نشو کولای اکثریت رایې خپلې کړي، خو دومره رایې یې لرلې چې په دویم پړاو ټاکنو کې ودرېږي. له دې سره د رایو په لومړۍ شمېرنه کې ګډوډیو مسا اړ کړ څو په ټاکنو کې درغلۍ وغندي او د پراخو لاریونونو غوښتنه یې وکړه چې دغه جنجالونه د مورالس په استفعا او راتلونکي سیاسي کړکېچ سره پای ته ورسېدل. راتلونکی کال له وخت مخکې ټاکنې وشوې، خو په هغو کې څو ځلي ځنډ او د یو ناسم انتقالي حکومت رامنځته کېدو د مسا ټاکنېزې سیالۍ له ستونزې سره مخ کړې او لامل وګرځېدې څو په لومړي پړاو کې د سوسیالیستي خوځښت نوماند لوئیس آرس ته ټاکنې وبایلي. له ټاکنو وروسته مسا په پارلمان کې چې سوسیالیستي خوځښت په کې له څه باندې یوې لسیزې وروسته اکثریت له لاسه ورکړ؛ د تر ټولو لویې اپوزیسیون ډلې مشري پیل کړه.

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

کارلوس مسا د ۱۹۵۳ زکال د اګست په ۱۲ مه په لاپاز کې وزېږېد. هغه د خپل پلار، خوزه د مسا، له اړخه هسپانوي اجداد لرل؛ نیکه یې، خوزه مسا سانچز، په ۱۹۱۰ زکال کې له الکالا لا رئال څخه بولیویا ته کډه شوی و. د هغه د میراث له امله، په ۲۰۰۵ زکال کې ښاري شورا د رایو په اتفاق د دغې سیمې د بچه خوانده په توګه وټاکه. مور یې ترزا ګیزبرت په اصل کې کتلانیايي وه؛ د هغې مور او پلار له بارسلونا څخه الیکانته ته کډه شوي و. دی مسا او ګیزبرت (پلار او مور یې) دواړه په خپل وخت کې د بولیویا له له مخکښو معمارانو، تاریخ لیکونکو او موزیم پوهانو څخه و. هغه له ځانه کوچني درې خویندې او وروڼه لرل: اندرس، ایزابل او تریزا ګویمور. [۴][۵][۶][۷][۸]

له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې مسا د ښوونځي ابتدايي زده کړې بشپړې کړې او متوسطه زده کړې یې په لاپاز کې د سان کالیکسټو په نامه د هلکانو په خصوصي کاتولیک ښوونځي کې پیل کړې. په ۱۹۷۰ زکال کې هغه له هېواده بهر هسپانیا ته سفر وکړ او د ښوونځي عالي زده کړې یې د مادرید په سان ایستانیسلاو د کوتسکا ښوونځي کې بشپړې کړې. له ښوونځي څخه له فراغت وروسته هغه د مادرید په کامپلیوټنس پوهنتون کې شامل شو او د سیاسي علومو او ادبیاتو په څانګه کې یې زده کړې وکړې. له دریو کلونو وروسته نوموړی بولیویا ته راوګرځېد او د سن اندرس په هایر نومي پوهنتون کې یې نوم ثبت او په ۱۹۷۸ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه د ادبیاتو سند ترلاسه کړ. دلته د استوګنې پر مهال په ۱۹۷۴ زکال کې هغه د دغه پوهنتون د انساني علومو د پوهنځي مجله هم مخته وړه. [۹][۱۰][۱۱]

د ۲۲ کلنۍ په عمر مسا له پاتریشیا فلورس سوتو سره واده وکړ، خو دوی درې کاله وروسته سره جلا شول. له دې دوه کاله وروسته یې د ۱۹۸۰ زکال د مارچ په ۲۸ مه له الویرا سالیناس ګامارا سره چې اراوه پوهه او د چاپېریال ساتنې سلاکاره وه واده وکړ او له هغې څخه یې د بورخا ایګناسیو او ګیومار په نومونو دوه ماشومان لرل. [۱۲]

بهرنۍ پالیسي سمول

ارجنټاین سمول

د ۲۰۰۴ زکال د اپرېل په ۱۵ مه مسا د ارجنټاین له ولسمشر نستور کرشنر سره هوکړه وکړه چې د ورځې به ۴ میلیونه متر مکعبه بولیویايي ګاز د شپږو میاشتې مودې لپاره هغه هېواد ته ورکوي او په راتلونکي کې یې د هغو د تمدید امکان هم د جولای ټول پوښتنې ته اړوند کړ. د تاریجا (هغه سیمه چې د هېواد ۸۵ سلنه طبیعي ګاز لري) مدني ډلو د دغې هوکړې ملاتړ وکړ وکړ، خو د کارګري ډلو له شک سره مخ شوه او هغوی دغه چاره د ارجنټاین له لاري چلي ته د بولیویا د ګازو د احتمالي صادراتو په موخه وبلله. دغې موضوع ته په پام د مسا دولت دغه پلور په دې مشروط کړ چې د بولیویا «یو مالیکول» ګاز هم نه باید چلي ته صادر شي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/141144548 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000024733 — subject named as: Carlos Mesa Gisbert — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. پیوستون : 141144548  — د نشر نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. (په 2020-10-18 باندې). Carlos Mesa, un reincidente en la política boliviana que pelea por un balotaje. Infobae.
  5. (په 2005-02-09 باندې). El presidente de Bolivia, Hijo Adoptivo de Alcalá la Real por sus orígenes. El País.
  6. Bouysse-Cassagne, Thèrése (2018-03-01). "In Memoriam: Teresa Gisbert (1926–2018)". ifea.hypotheses.org (په فرانسوي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2018-02-19 باندې). ¿Quién fue Teresa Gisbert de Mesa?. El Deber.
  8. (په 2010-07-23 باندې). Fallece José Mesa Figueroa, notable historiador del país. Opinión.
  9. (په 2020-12-27 باندې). 50 años después... ¡los que más, los que más nos divertimos!. Página Siete.
  10. (په 2019-10-21 باندې). Quién es Carlos Mesa, el primer adversario en hacerle sombra a Evo Morales que podría presidir Bolivia. El Cronista.
  11. "Curriculum Vitae de CARLOS D. MESA GISBERT | Ex-Presidente de la República de Bolivia". Biblioteca Virtual Carlos D. Mesa (په اسپانيايي ژبه کي). La Paz. 2017-11-24. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2019-10-15 باندې). Carlos Mesa: El perfil desconocido del rival de Evo Morales. eju!.
  13. (په 2004-04-15 باندې). Argentina unblocks agreement with Bolivia on gas sales. Ámbito Financiero.
  14. (په 2004-04-19 باندې). Kírchner y Mesa tras acuerdo sobre gas. La Nación.
  15. (په 2004-03-24 باندې). Bolivia: ni 'una molécula' de gas a Chile. Plainview Daily Herald.
  16. (په 2004-07-17 باندې). Kirchner llegará a Bolivia este jueves y Lula vuelve en agosto.. Agencia de Noticias Fides.
  17. (په 2004-10-14 باندې). Argentina asegura suministro de gas boliviano. El Universo.