کاترين ټراټر کاکبرن

کاترين ټراټر کاکبرن (۱۶ اګست ۱۶۷۹ – ۱۱ می ۱۷۴۹ز کال) يوه بریتانوۍ ناول ليکونکې، ډرامه ليکونکې او فيلسوفه وه. هغې د اخلاقي فلسفې او الاهي مسالکو په اړه لیکنې وکړې او ډېرې اوږدې ليکنې يې درلودې.

کاترين ټراټر کاکبرن
کاترين ټراټر کاکبرن
کاترين ټراټر کاکبرن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ اگسټ ۱۶۷۴[۱]
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 11 مې 1749 (75 کاله)[۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ټراټر کار د اړتيا، د ځای لامحدوديت او مادې په څېر ګڼو ستونزو ته حل لارې وړاندې کوي، خو هغه خپله په اخلاقي موضوعاتو تمرکز لري. د هغې په باور اخلاقي اصول فطري نه دي، بلکې د هر فرد له خوا د خدای ورکړي عقل په کارولو سره کسب کېدای شي. په ۱۷۰۲ز کال کې، هغې خپل لومړی ستر فلسفي اثر خپور کړ «له ښاغلي لاک څخه دفاع، د انساني پوهې اړوند يوه مقاله». جان لاک په دې دفاع هومره خوشحاله شو چې خپلې ځوانې مدافعې ته يې پيسې او کتابونه ډالۍ کړل، چا چې د اليزابيت برينټ له خوا فعاليت کاوه چې په لومړي ځل يې د ټراټر له دفاع څخه لاک ته خبر ورکړی و.[۶]

د هغې کار د «وليام واربرټن» پام راواړاوه، چا چې د هغې په وروستي فلسفي اثر سريزه وليکله. همدا راز  ژوندليک لیکونکي «تاماس برچ» له هغې څخه غوښتنه کړې وه چې د هغه د آثارو د ټولګې په ترتيب کې ورسره مرسته وکړي. هغې له دې کار سره موافقه وکړه، خو د دې کار له چاپ مخکې مړه شوه. د هغې له مړينې وروسته «برچ» «د مېرمن کاکبرن آثار، الاهياتي، اخلاقي، ډرامايي او شاعرانه» په نوم په ۱۷۵۱ز کال کې په دوو جلدونو کې ټولګه خپره کړه. تر ډېره بريده لوستونکو او تاریخ هغه د همدې متن له لارې وپېژندله.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه سمول

کاترين ټراتر د ۱۶۷۴ يا ۱۶۷۹ز کال د اګست په شپاړسمه نېټه په لندن کې زېږېدلې وه. مور او پلار يې سکاټلينډيان وو. د هغې پلار جګړن «ډایويډ ټراټر» په شاهي سمندري ځواک کې قوماندان و، له پاچا چارلس دويم او د «يارک» له «ډيوک»  سره يې شخصي ملګرتيا وه، چا چې د هغه د عالي وړتياوو درناوی او ځانګړو خدماتو ستاينه کوله. جګړن ټراټر په ۱۶۸۳ز کال کې د «طنجه» (د جبل الطارق سره نژدې د مراکش بندري سيمه ده) په ويجاړۍ کې مرسته وکړه او وروسته د ترکي شرکت اړوند سوداګريزو بېړيو د ماڼوګانو کاروان ته واستول شو، نوموړی د ۱۶۸۴ز کال په لومړيو کې د وبا له امله په «الکسندرتا» (اسکينډرون) کې مړ شو. د هغه شتمني بې باوره لاسونو ته وغورځېده، د وير او بې وزلۍ غبرګ مصيبتونه د هغه په کونډه او ماشومانو راپرېوتل. د هغې مور «سارا بيلينډن» وه، د «لارډ بيلينډن»، د «لوډرډيل» د ډيوک او «پرت» د ايرل» نژدې خپلوانه وه.[۷]

ټراټر د پروتستانت په مذهب راستره شوه، خو د ژوند په لومړيو کې رومي کاتولیک مذهب ته واوښته.

د پاچا چارلس دويم د لنډې واکمنۍ پر مهال، اغلې ټراټر له سمندري ځواک څخه تقاعد تر لاسه کاوه او ملکې «اين» هغې ته په کلني ډول د شل پاونډو مرسته ټاکلې وه. اټکل کېږي چې د بې پلاره دوو ماشومانو د پالنې لپاره دې کونډې د خپل مېړه د ورور او د خپلو لوړ پوړو تربرونو له خوا هم مرسته تر لاسه کړې وه. دواړه بچيان يې لورګانې وې. مشرې يې له ډاکتر «اينګليس» سره واده وکړ چې يو طبي افسر و، څوک چې د «مارلبرو» له ډيوک سره د هغه په مبارزو کې ملګری و او بيا د پوځ عمومي ډاکتر شو.[۷]

کشره يې چې کاترين نومېده، په لومړي سر کې د خپلې ځيرکتيا، د زده کړې لپاره د خپل ځان مرستې، په خپله د قلم چلولو د فن په زده کولو کې د هوښيارۍ او د غېر عادي شعرونو د جوړولو سره د مينې له امله د پام وړ وګرځېده. د هغې د زده کړې په اړه هېڅ ثبت څه نه شته، خو د « Poem on the Busts» په نوم د هغې په شعر کې له  اشارو معلومېدای شي چې زده کړه يې سرسري او معمولي وه، خو هيڅ شي نه شول کولای د معلوماتو لپاره د هغې لېواله ميلان پټ کړي او د تل په څېر خنډونه د کوښښونو لپاره هڅونکي ثابت شول. هغې په بشپړ شوق لوستل وکړل او په بشپړه جذبه يې لیکل وکړل، د تخيل په کارونو قبضه کول، لکه چې په داسې حالاتو کې دا چاره عادي وي، د هغې ماشومانه توجه، او د دې تر څنګ د هغې د منطقي ځواک پیاوړتيا چې په دې ډول د هغې د پرېکړې قوت منځ ته راغی، دې ټولو د اخلاقي فلسفې او مذهب په اړوند د هغې ليکنو او مقالو ته لاره هواره کړه. هغې خپله فرانسوي ژبه زده کړه او د يو ملګري په مرسته يې لاتيني ژبه ياده کړه. د هغې شعرونه په څوارلس کلنۍ کې ليکل شوي او «مسټر بيول هګنس» ته د هغه د ناروغۍ او له شري څخه د جوړېدو پر مهال استول شوي وو، که څه هم تر ډېره بريده د «مينه ناک ځوان» سره د خواخوږۍ او بې سياله جذابيت د ستاينې څرګندونه وه، په څرګند ډول د ښه نيت پر بنسټ د استعفا په اړوند ښې توصيې او هغه ته د منصوبو غوره صفاتو او عمده برخو د ديانتدارانه اطلاق لپاره غوره نصيحت و.[۸]

لومړني محصولات سمول

د هغې الهام د تل لپاره تعلیمي و او که څه هم د هغې د وخت له طريقې څخه وروسته د هغې سندرې له مينه ناک سياق او سباق څخه ډکې وې، بيا يې هم په خپل ځان واکمني او اخلاقيات وړاندې کول. د هغې د پلار مسلکي اړيکې، د هغې د مور اشرافي اړيکې او هغه شهرت چې هغې خپله په لومړي سر کې د خپل غیر عادي استعداد په مټ ګټلی و، د هغې لپاره د اشنايانو يوه ستره کړۍ جوړه کړه، که څه هم د ژوند او ژواک لپاره د هغې لارې چارې کمې وې او د اټکل تر مخې ډېر کم څه يې درلودل، د هغې د قلم ګټې ټراټر غوره ټولنې ته ولېږدوله او د شتمنو او سترو خلکو په کورونو کې بيا بيا او استقبال شوې مېرمنه وه. د هغې ښکلا او د هغې بې داغه اخلاقو د هغې لپاره بې ادعا ذهني غوراوی پيدا کړ.[۸]

ټراټر ژر رسېدونکې او تر ډېره بريده خپله باسواده ځوانه ښځه وه، چا چې د (د يوې ځوانې مېرمنې ماجرا په نوم چې وورسته د Olinda's Adventures نوم ورکړل شو) په نوم خپل لومړی کتاب په ۱۶۹۳ز کال کې په مستعار نوم خپور کړ، کله چې هغه يواځې څوارلس کلنه وه. د « Agnes de Castro» په نوم د هغې لومړۍ خپره شوې ډرامه دوه کاله وروسته په رايل صحنه وړاندې شوه او يو کال وروسته خپره شوه، کومه چې د «ډورسټ» او «ميډلسيکس» «ايرل» ته ډالۍ شوې وه، له کوم څخه چې دا روښانه کېږي چې د هغه مشري د هغې د ملګرو او سلاکارانو څخه يو و. دا غميزه په يو تاريخي حقيقت نه وه ولاړه، بلکې د « Aphra Behn» د يو فرانسوي ناول انګليسي ژباړه وه.[۹]

په ۱۶۹۶ز کال کې، هغه د «ديلاروير مينلي» او «ميري پيکس» تر څنګ « The Female Wits» په نوم يوه بې نومه ډرامه کې په طنز سره مشهوره شوه. په هغې کې ټراټر د «کالسټا» په بڼه انځور شوې وه، يوه داسې ښځه چې د زده کړو ژبو تمثيل کوي او خپل ځان د يوې نقادې په توګه انځوروي. يو کال وروسته، ټراټر «وليام کونګريو» ته د هغه د «ويرژلې ناوې» په اړوند خپل ستاينيز بيتونه وړاندې کړل، په دې ډول دې شاعر له خپلو ادبي آثارو سره يا لېوالتيا پيدا کړه او يا يې پیاوړي کړل. نوموړې ته د هغه خپور شوی ليک ښيي چې دوی له مخکې څخه يو بل پېژندل.[۹]

په ۱۶۹۸ز کال کې، د هغې دويم ناورين او تر ټولو زياته خوښه شوې ډرامه «خونړۍ ملګرتيا» د هغه وخت په نوې صحنه په «لينکلين اين» ډګر کې وړاندې شوه. وروسته دا ډرامه د ويلز شهزادګۍ ته په ډالۍ سره خپره شوه او نه يواځې دا چې د يوې ډرامه ليکوالې په توګه يې ټراټر ته شهرت ورکړ او په هغې يې د ستاينو باران ورکړ، بلکې د هغې د ځواکمنو، عصري او نامتو ملګرو کې يې زياتوالی هم راوست. په معقول  ډول دا هم ویل کېدای شي چې د هغې لپاره يې سترې مالي ګټې هم منځ ته راوړې.[۹]

سرچينې سمول

  1. http://orlando.cambridge.org/public/svPeople?person_id=trotca
  2. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12434222k — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c54690 — subject named as: Catharine Trotter Cockburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4188 — subject named as: Catharine Trotter Cockburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12434222k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. Waithe, Mary Ellen, المحرر (1991). A history of women philosophers. Dordrecht: Kluwer. د کتاب پاڼي 104–105. د کتاب نړيواله کره شمېره 0792309308. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Williams 1861، ص. 170.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Williams 1861، ص. 171.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Williams 1861، ص. 172.