کاترين مکاولی
کاترين مکاولی (۲۳ مارچ ۱۷۳۱ – ۲۲ جون ۱۷۹۱ز کال) يوه انګريزه د وای جمهوري غوښتونکي ګوند غړې، تاریخ پوه وه چې وروسته يې د کاترين ګراهام په نوم شهرت وموند.
کاترين مکاولی | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | لويې برېتانيا پاچايي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
د ژوند لومړي کلونه
سمولکاترين مکاولي د «جان ساوبريج» (۱۶۹۹-۱۷۶۲ز کلونه) او د هغه د مېرمنې «اليزابت واينلي» (په ۱۷۳۳ ز کال کې مړه شوې) لور وه چې دوی د «اولانټای» اوسېدونکی وو، «ساوبريج» د ډېرو ځمکو څښتن او د «کينت» په «ويا» کې يې ژوند کاوه چې نيکونه يې د «وارويکشاير» د کوچنيو کروندګرو له ډلو څخه وو.[۱]
مکاولي په خپل کور کې په شخصي ډول د يوې ښځينه ښوونکې څخه زده کړې کړې وې. د خپل کتاب «د انګلستان تاريخ» په لومړي جلد کې مکاولي ادعا کړې چې له کم عمرۍ څخه يې ډېر زيات لوستل کول، په ځانګړي ډول «هغه تاريخونه کوم چې د رومي او يوناني جمهوريتونو په تاريخونو کې آزادي په خپل لوړ حالت کې څرګندوي... [له کوچنيوالي څخه] خپلواکي د دويمې درجې موخه وګرځېده». خو په دې اړه روايتونه توپير لري چې هغې خپل ملګري «بنجامين روش» ته څه ويلي و: چاته چې هغې خپل ځان په دې ډول بيان کړی و چې «تر شل کلنۍ پورې بې تفکره نجلۍ وه، دا مهال د تاریخ د يو نا اشنا کتاب د لوستلو له لارې د علم او کتابونو له خوند سره مخامخ شوه، کوم کتاب چې هغې د خپل پلار په کور کې له يوې کړکۍ څخه را پورته کړی و». هغې همدا راز «کاليب فليمينګ» ته ويلي چې هغه نه په لاتيني پوهېده او نه په يوناني.[۲][۳]
د هغې د ژوند د لومړيو وختونو په اړه ډېر کم معلومات په لاس کې شته. په ۱۷۵۷ز کال کې يوې لاتيني او يوناني عالمې «اليزابت کارټر» په «کانټربري» کې په ځينو مراسمو کې ګډون وکړ او هلته يې له مکاولي سره وليدل چې هغه مهال شپږ ويشت کلنه وه. په يو ليک کې «کارټر» خپل ملګري ته مکاولي په دې ډول تعريف کړې چې «د ورين تندي يوه ډېره هوښياره ښځه او لکه څومره چې برېښي له هغې هم ډېره زياته پوه ښه ښځه، خو د سپارتن قوانينو، رومي سياستونو، اپيکوري فلسفې او سينټ. ايورمونډ د پوهې تر منځ، داسې برېښي چې هغې يو ډېر زيات غېر معمولي نظام منځ ته راوړی دی».[۴]
د ۱۷۶۹ز کال د جون په شلمه نېټه، هغې د يو سکاټلينډي ډاکتر جورج مکاولي (۱۷۱۶-۱۷۶۶ز کلونه) سره واده وکړ او دوی د لندن په «سينټ جيمز» ماڼۍ کې ژوند غوره کړ. دې واده تر شپږو کلونو دوام وکړ، تر دې چې مېړه يې په ۱۷۶۶ز کال کې مړ شو. دوی د کاترين سوفيا په نوم يوه لور درلوده.[۵][۶][۷]
د انګستان تاریخ
سمولد ۱۷۶۳ او ۱۷۸۳ز کلونو تر منځ کلونو کې مکاولي په اتو جلدونو کې «د انګلستان تاريخ د جيمز لومړي واک ته رسېدو څخه تر برنسويک لاين پورې» به نوم کتاب وليکه، خو د وروستيو درې جلدونو د بشپړولو پر مهال هغې وليدل چې تر ۱۷۱۴ ز کال پورې به ونه رسېږي، نو ځکه یې د کتاب نوم بدل کړ او نوم يې ورته «د انګستان تاريخ، واک ته د جيمز لومړي له رسېدو تر انقلاب پورې» کېښود. د لومړي جلد له خپرېدو مخکې په عملي ډول ناڅرګنده وه، خو په شپه شپه کې «مشهوره اغلې مکاولي» وګرځېده. هغه لومړۍ انګريزه ښځه وه چې تاريخ ليکونکې شوه او په خپل ژوند کې يواځينۍ ښځينه تاريخ پوه وه.[۸][۹][۱۰]
«تاريخ» د اولسمې پېړۍ سياسي تاريخ دی. په لومړي او دويم جلد کې يې د ۱۶۰۳-۱۶۴۱ ز کلونه رانغښتي، په درېیم او څلورم جلد کې يې ۱۶۴۲-۱۶۴۷ ز کلونه رانغښتي، پنځم جلد يې ۱۶۴۸-۱۶۶۰ ز کلونه پوښلي، شپږم او اوم جلد يې ۱۶۶۰-۱۸۸۳ ز کلونه پوښلي او وروستي جلد يې ۱۶۸۳-۱۶۸۹ کلونه تر څار لاندې نيولي. مکاولي په لومړي جلد کې ليکلي چې دا پړاو يې ځکه ټاکلي چې هغې غوښتل «زموږ د نومياليو نيکونو له يادښتونو سره انصاف وکړي». هغه په دې خواشينې وه چې د هغې د وخت خلکو دا هېره کړې چې هغه امتيازات چې دوی ترې برخمن دي، د هغو خلکو د جګړو پايله ده چې له ګواښونو سره مخامخ شوي او ان خپل ژوند يې په کې بايللی دی، د سټيوارټ کورنۍ په ډاروونکو ادعاوو يې بريدونه کړي دي او د يو استبدادي نظام په وړاندې يې بيرغ پورته کړی، کوم چې له يو سل او پنځوسو کلونو څخه د زيات وخت لپاره په پښو ولاړ و». [۱۱]
هغې باور درلود چې: انګلو-ساکسون د استازو ادارو په مرسته آزادي او برابري تر لاسه کړې وه، خو د نورمان نيواک پر مهال يې وبايلله. د مکاولي په اند، د انګلستان تاريخ د انګريزانو د هغو هڅو کيسه ده چې غوښتل يې خپل حقوق بېرته تر لاسه کړي، کوم چې د نورمان د جغ له امله ټوټه ټوټه شوي وو. هغې د انګلستان ټولګټې حالت ته د «ځلانده وخت په سترګه کتل چې يو وخت يې د تاريخ پاڼه سينګار کړې وه...هېڅکله هم د انسانيت کلونو د داسې حکومت بېلګه نه ده وړاندې کړې چې دومره نوې منځ ته راغلې وي او د بهرنيو هېوادونو لپاره دومره وېروونکې وي، څومره چې انګلستان د ټولګټو د پړاو پر مهال و». اوږد پارلمان «تر ټولو زيات هېوادپال حکومت و چې يو وخت يې د زړورو خلکو هيلې او د پوځ ځواک خوشحاله کړ. د پارلماني پوځ جګړې «د وينو سوداګري نه وه، بلکې د اصولو عملي کول او د شعور غوښتنې ته لبيک ويل و او د دوی کار نه يواځې دا چې له ظلم څخه خالي و، بلکې د ښېګڼې او انساني و».[۱۲][۱۳]
مکاولي د پاچا چارليس لومړي له اعدام څخه دفاع کړې او ادعا يې کړې چې «پاچايان، د دولت خادمان، کله چې دوی مستبد او ظالمان کېږي، د حکومت په وړاندې خپل حقوق له لاسه ورکوی». د «د انګلستان د خلکو دفاع» تر عنوان لاندې د «جان ميلټن» د استدلال په تعقيب سره، هغې استدلال کړی چې «د هغو لوړو (قسمونو) ساتنې ته په کتنې سره چې پاچايانو د خپلو خلکو په وړاندې کولې، د وفادارۍ لوړې په مشروط ډول الزامي بلل کېدې. او نه خدايي قوانين او نه طبيعي قوانين د خلکو د دې اقدام پر ضد و چې پاچايان او پاچايي حکومونه لرې کړي، او تر دې زيات هوسا بڼې خپلې کړی».[۱۴]
هغه د «اوليور کرومويل» سخته منتقده وه، څوک چې هغې د «مغرور غاصب» په نوم نومولی او د هغه په اړه يې ويلي چې: «يو فرد، چې په هېڅ خدای ورکړو شخصي مواهبو سره په هېڅ ډول په خپلو ملګرو نه دی لوړ، کومې موهبې چې د شخصيت لوړوالی جوړوي، يا په يوه وړتيا او معيار کې مخکې وي، بلکې د غرور او ناوړه هيلې په اندازه کې مخکې دی». هغه د «ملي نېکمرغۍ د يو پړاو پای ته رسولو مسئول و، کله چې انګلستان د اوږدې مودې لپاره د شاهي استبداد د هدف ګرځېدو له ښودنې وروسته د خپل حکومت په جوړولو سره منصفانه پرېکړه وکړه، د نېکمرغۍ، شعور او خوشحالۍ هر ډول شرايط چې د لرغوني يا نويو سترواکيو پورې تړلې وي». [۱۴]
هغې د ۱۶۸۸ز کال په سرلوړي اوښتون نيوکې کولې. هغې اعتراف کړی چې انقلابي جوړجاړي د تخت او تاج ځواک محدود کړ او د شاهي ځواک د بنسټ په توګه يې «له خلکو سره د تړون» په پلوۍ يې «نه لغوه کېدونکی ميراثي حق» رد کړ، خو هغې همدا راز ادعا کړې چې هېوادپالو دا «نمايشي فرصت» له نظره وغورځاوه، «تر څو د تخت او تاج ټول امتيازات پرې کړي»، کوم چې دوی درلودل. «په عادلانه ډول يې د ملت هغو بدمرغيو او ستونزو ته نسبت ورکړ چې هغوی ګاللي و». انقلابي جوړجاړی په دې ناکام شو چې «د دې ټولو اصلاحاتو او پرمختګونو اعتراف وکړي، کوم چې د بشر تجربې دوی ته دا وړتيا ورکړې وه چې دوی يې په علومو او سياسي خونديتابه کې تر سره کړي». [۱۵]
مکاولي له خپلو سخت دريځو ملګرو سره د کاتوليک ضد په اند کې شريکه وه، په هغه څپرکي کې چې د ۱۶۴۱ ز کال ايرلينډي بغاوت په اړه دی د پاپايي په اړه ليکلي دي چې: «په هېڅ لارو چارو، هېڅکله له هغو هڅو نه تم کېږي، تر څو يو ځل بيا ټول شیان د رومي کليا تر واک لاندې راولي، د دوی د قسم هغه قاعده چې عقيده بايد له الحاد سره ونه ساتل شي، د دوی د مذهبي اصولو د ظالمانه ځواک د ملاتړ لپاره محاسبه کړې وه او د آزاد اساسي قانون د نبوغ سره په ټکر کې وه».[۱۶]
سرچينې
سمول- ↑ Hill 1992, p. 4.
- ↑ Hill 1992, p. 9.
- ↑ Hill 1992, p. 10.
- ↑ Hill 1992, p. 11.
- ↑ Marriage Register for St Gregory & Martin, Wye, Kent
- ↑ "Born February 24th 1765", baptism register, St James Piccadilly
- ↑ Hill 1992, pp. 12–16.
- ↑ Hill 1992, p. 26.
- ↑ Hill 1992, p. 16.
- ↑ Hill 1992, pp. 25, 49.
- ↑ Hill 1992, pp. 26–27.
- ↑ Hill 1992, p. 31.
- ↑ Hill 1992, p. 35.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hill 1992, p. 36.
- ↑ Hill 1992, p. 46.
- ↑ Hill 1992, p. 54.