ژولیوس نیرره

ژولیون کامباراکه نیرره (انګلیسي: Julius Kambarage Nyerere؛ زوکړه: د ۱۹۹۲ زکال د اپرېل ۱۳ مه – مړینه: د ۱۹۹۹ زکال د اکتوبر ۱۴ مه) تانزانیايي استعمار ضد فعال، سیاستوال او سیاسي نظریه ورکوونکی و. نوموړي له ۱۹۶۱ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې د تانګانیکا د لومړي وزیر او له ۱۹۶۳ زکال څخه تر ۱۹۶۴ زکال پورې د تانګانیکا د ولسمشر په توګه خدمت وکړ؛ له دې وروسته نوموړي له ۱۹۶۴ زکال څخه تر ۱۹۸۵ زکال پورې د تانګانیکا د راتلونکي هېواد تانزانیا ولسمشري وکړه. نوموړی له ۱۹۵۴ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې د تانګانیکا د افریقايي ملي ټولنې (TANU) په نامه ګوند او بیا د دغه ګوند د ځای نیونکي ګوند چما چا ماپیندوزي (Chama Cha Mapinduzi) بنسټګر او مشر و. له ایډیالوژیک پلوه نوموړی یو افریقايي ملت پاله او سوسیالېست و چې د اوجاما په نامه یوه سیاسي فلسفه یې هم ترویج کړه.

ژولیوس نیرره
ژولیوس نیرره

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۳ اپرېل ۱۹۲۲[۱][۲][۳][۴]
مړینه
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل ليوکېمي   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت تانزانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
پوځي خدمت

نیرره د مارا سیمې په بوټیاما کې وزېږېد چې وروسته د بریتانیا مستعمرې تانګانیکا ته اړونده شوه، نوموړی د زانکي وګړو د یوه مشر زوی و. د ښوونځي له زده کړو وروسته نوموړي د یوګانډا په مکرره کالج او د سکاټلنډ په ایدنبورګ کې زده کړې وکړې. په ۱۹۵۲ زکال کې تانګانیکا ته راوګرځېد، واده یې وکړ او د ښوونځي د ښوونکي په توګه یې په کار پیل وکړ. په ۱۹۵۴ زکال کې نوموړي د TANU له جوړولو سره مرسته وکړه او د هغو له لارې یې د بریتانیا له استعمار څخه د تانګانیکا د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه. نیرره د هند د خپلواکۍ د خوځښت د مشر مهاتما ګاندي تر اغېز لاندې دغې موخې ته د رسېدو لپاره له تاوتریخوالي څخه پرته اعتراضاتو اړوند تبلیغ وکړ. نیرره چې د ۱۹۵۸-۱۹۵۹ زکال په ټاکنو کې د قانون جوړونکې شورا غړیتوب ترلاسه کړ وه یې شو کولای د ۱۹۶۰زکال په عمومي ټاکنو کې TANU بریا ته ورسوي چې له امله یې لومړی وزیر شو. له بریتانوي چارواکو سره یې خبرې په ۱۹۶۱ زکال کې د تانګانیکا د خپلواکۍ لامل وګرځېدې. په ۱۹۶۲ زکال تانګانیکا په جمهوریت واوښت او نیرره د دغه جمهوریت لومړی جمهور رئیس شو. د هغه دولت د استعمار د له منځه وړو او د مدني خدمتونو «د افریقايي کېدو» په لټه کې او ورته مهال یې د دغه هېواد د افریقايي اصلي وګړو او د آسیايي او اروپايي لږکیو ترمنځ د یو موټي توب هڅه کوله. نوموړي د یو ګوندي دولت جوړول وهڅول او له یوګانډا او کنیا سره یې د ختیځې افریقا د فدراسیون په نامه د پان افریقايي جوړښت د جوړولو ناکامه هڅه هم وکړه. په ۱۹۶۳ زکال کې د پوځ دننه یو لړ بغاوتونه یې د بریتانیا په مرسته وځپل.

په ۱۹۶۴ زکال کې د زنجبار له انقلاب وروسته، زنجبار ټاپو له تانګانیکا سره یوځای شو او تانزانیا یې جوړه کړه. له دې مهال څخه وروسته د نیرره مخ پر زیاتېدو ټینګار په ملي ځان بساینې او سوسیالېزم باندې و. له دې سره چې د ده سوسیالېزم د مارکسېزم – لینینېزم له سوسیالېزم سره توپیر درلود، تانزانیا د مائوتسه له مارکسیستي چین سره نږدې اړیکې رامنځته کړې. په ۱۹۶۷ زکال کې نیرره د اروشا اعلامیه خپره کړه چې په کې یې د اوجاما اړوند خپل لیدلوری بیان کړی و. بانکونه، صنایع او لوی شرکتونه ټول ملي شول. زده کړو او روغتیايي پالنو په پام وړ توګه پراختیا ومونده. د اشتراکي کروندو د جوړولو پر بنسټ په کرنه بیاځلي ټینګار وشو، په داسې حال کې چې دغو اصلاحاتو د خوراکي توکو تولید له ستونزو سره مخ کړ او یو شمېر سیمې یې د خوراکي توکو مرستو ته اړ کړې. د نوموړي دولت له هغو استعمار ضد ډلو سره مرسته کوله چې په ټوله سویلي افریقا کې یې د سپین پوستو لږکیو حکومتونو پر وړاندې مبارزه کوله؛ همدارنګه یې له ۱۹۷۸څخه تر ۱۹۷۹ زکال پورې د یوګانډا سره د تانزانیا په جګړې نظارت درلود چې په پایله کې یې د یوګانډا د ولسمشر ایدی امین حکومت راوپرځېد. په ۱۹۸۵ زکال کې نیرره له واک څخه ځان ګوښه کړ او علي حسن مویني د هغه ځای ونیو او د نیرره ډېری سیاستونه یې له منځه یووړل. نوموړی تر ۱۹۹۰ زکال پورې د چما چا ماپیندوزي مشر پاتې شو او څو ګوندي سیسټم ته یې د هېواد د سیاسي نظام له اوښتو ملاتړ وکړ؛ له دې وروسته نوموړي د بوروندي کورنۍ جګړې ته د پای ټکي اېښودو په موخه د منځګړي په توګه رول ولوباوه.

نیرره بحث پارونکی شخصیت درلود. نوموړي ته په ټوله افریقا کې د یو استعمار ضد وګړي په توګه په پام وړ توګه درناوی کېږي، همدارنګه نوموړی له دې امله چې له خپلواکۍ وروسته یې د خپلې واکمنۍ پر مهال د ګاونډیو هېوادونو په پرتله وکولای شول خپل هېواد یو موټی وساتي؛ ستایل کېږي. د نوموړي له خوا د یو ګوندي حکومت رامنځته کول او له محاکمې پرته یو لړ نیونې د دې لامل وګرځېدې څو پر حکومت یې د دیکتاتورۍ تورونه ولګول شي، په داسې حال کې چې د ناوړه اقتصادي مدیریت تور هم ورباندې لګول کېږي. نوموړي ته په تانزانیا کې پراخ درناوی کېږي او تر ډېره پورې ورته د سواحلي افتخاري کلمې موالیمو («ښوونکي») څخه ګټنه کېږي او د «ملت د پلار په توګه» ستایل کېږي.

د تانګانیکا ولسمشري: ۱۹۶۲- ۱۹۶۴

سمول

د ۱۹۶۲ زکال د ډسمبر په ۹ مه، له خپلواکۍ وروسته تانګانیکا په جمهوریت واوښته. نیرره هم په دارالاسلام کې دولتي کور ته چې د پخوانیو بریتانوي والیانو استوګن ځای و؛ ستون شو. نیرره په دغو ودانیو کې له ژوند کولو سره لېوالتیا نه لرله، خو بیا هم تر ۱۹۶۶ زکال پورې همدلته پاتې شو. نیرره کاواوه د خپل مرستیال په توګه وټاکه. په ۱۹۶۳ زکال کې نوموړي ځان د ایډنبورګ پوهنتون له مشرانو څخه معرفي کړ او ژمنه یې وکړه هر مهال چې ورته اړتیا وي سکاټلنډ ته به سفر وکړي؛ خو د ده پر ځای دغه ځایګی لوبغاړي جیمز رابرټسون جسټس ته ورسېد. نوموړي متحده ایالاتو، لویدیځ جرمني کاناډا، الجزایر، سکانډنیویا، ګینه او نایجریا ته رسمي سفرونه لرل. په متحده ایالاتو کې یې له ولسمشر جان اف کنډې سره ولیدل، له دې سره چې دوی دواړه د یو بل کلک ملګري و، خو بیا یې هم وه نشو کړای کنډې متقاعد کړي چې د سویلي افریقا د اپاراتاید اړوند خپل دریځ کلک کړي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

نیرره د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو کې تر ډېره پورې د افریقا په چارو کې ښکېل و. د ۱۹۶۳ زکال په فبروري میاشت کې نوموړي په موشي کې د افریقايي – آسیايي همبستګۍ په کنفرانس کې ونډه واخیسته، چېرې چې نوموړي د کانګو وروستي حالات د نوي استعمار د نمونې په توګه یاد کړل او هغه یې د افریقا د دویم ځلي نیولو لپاره د هلو ځلو برخه وبلله. په مۍ میاشت کې نوموړي د ایتوپیا په ادیسه بابا کې د افریقايي یووالي د سازمان په بنسټ اېښودونکې غونډه کې برخه واخیسته او تکرار یې کړه چې: «واقعي تحقیر کوونکی حقیقت دا دی چې افریقا خپلواکه نه ده او د همدې لپاره افریقا باید د افریقا د خپلواکۍ په موخه ټولیز لازم اقدامات ترسره کړي». نوموړي په دارالسلام کې د دغه سازمان د آزادۍ غوښتونکې کمېټې کوربه توب وکړ او په سویلي افریقا کې یې له استعمار ضد خوځښتونو څخه ملاتړ وکړ. [۶][۵]

نیرره د یو واحد هېواد په توګه د افریقا د یو موټي کولو اړوند پان افریقايي نظریه تائید کړه، په داسې حال چې د ګانايي ولسمشر قوام نکرومه له دغه لیدلوري سره مخالف و چې پر باور یې دغه چاره په چټکۍ سره ترسره کېدلای شي. پر ځای یې نیرره د لنډ مهالو اقداماتو په توګه د سیمه ئیزو کنفدرسیونونو د جوړولو لارې وروستي اتحاد ته په رسېدو ټینګار درلود. د دغو ارمانونو په موخه نیرره د ۱۹۶۳ زکال په جون میاشت کې د کنیا له ولسمشر جومو کنیاتا او د یوګاندا له ولسمشر میلتون اوبوته سره په نایروبي کې ولیدل، چېرې چې دوی هوکړه وکړه د کال تر پایه به دغه هېوادونه د ختیځ افریقايي فدراسیون په اډانه کې یو موټی کېږي، خو دغه چاره ترسره نه شوه. د ۱۹۶۳ زکال په ډسمبر میاشت کې نیرره په ډېرې خواشینۍ سره څرګنده کړه چې دا ورته د کال تر ټوله لویه ناهیلي وه. پر ځای یې په ۱۹۶۷ زکال کې د افریقا د ختیځ ټولنه رامنځته شوه څو د دغو دریو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړي. وروسته نیرره د ختیځې افریقا د فدراسیون د جوړولو په برخه کې خپله بې وسي د خپل حرفوي ژوند تر ټولو لویه ماتې وګڼله. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نیرره د تانګانیکا په سواحلو کې د زنجبار د ټاپو ګانو تحولاتو ته اندېښمن و. هغه څرګنده کړه چې دغه ټاپو ګان «د بهرني اغېز پر وړاندې ډېر زیان منونکي و» او له همدې امله یې کولای شو په تانګانیکا اغېز وکړي. نیرره لیوالتیا لرله چې د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ سړه جګړه د افریقا له ختیځ څخه لرې وساتي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118735748  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6t4453k — subject named as: Julius Nyerere — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8056126 — subject named as: Julius Nyerere — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nyerere-julius-kambarage — subject named as: Julius Kambarage Nyerere — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Bjerk 2017، م. 62.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Smith 1973، م. 88.
  7. Molony 2014، مم. 195–196.
  8. Smith 1973، م. 81.
  9. Smith 1973، م. 23.
  10. Smith 1973، مم. 23, 88.
  11. Smith 1973، م. 75.
  12. Mwakikagile 2006، م. 15.
  13. Smith 1973، م. 89.
  14. Bjerk 2017، م. 97.
  15. Smith 1973، مم. 88–89.
  16. Smith 1973، م. 158.
  17. Smith 1973، م. 102.
  18. Smith 1973، م. 91.
  19. Bjerk 2017، م. 70.
  20. Smith 1973، م. 90.