ډېوېډ لېنچ

ډېوېډ کېټ لېنچ (د ۱۹۴۶ کال د جنوري په ۲۰مه زېږېدلی) یو امریکایی فلم جوړوونکی، انځورګر، بصري هنرمند، اداکار/موسیقار، لیکوال او انسان دوست دی. په ۲۰۱۹ کال کې یې ویاړلې علمي جایزه ترلاسه  کړې، درې ځله د غوره کارګردان په توګه د اوسکار جایزې ته نوماند شوی، دوه ځله یې د ترټولو غوره بهرني فلم لپاره د سېزار جایزه او همدارنګه یې د کنېس په فیستیوال/ دفلمونو نړیوال فیستوال کې د ډور پالم (په انګلیسي ژبه ګولډن پالم، د سرو زرو وږی/څانګه تر ټولو لوړه فلمي جایزه، ژباړن) او د وینز د فلم په فیستیوال کې د ټولې لاسته راونې په نوم فلم لپاره د کولډن لاین/ د سرو زرو زمری جایزې ګټونکی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د ګاردین ورځپاڼې له خوا رامنځته شوې د منتقدانو یوې ډلې اعلان وکړ چې "په پایله کې تر ټولو بحثونو وروسته هېڅوک هم دا خبره نه شي کولی چې ډېوېډ لېنچ دې د دې دور تر ټولو غوره فلم جوړوونکی وي. حال دا چې ال مووي هغه "د مدرنې امریکایي فلم جوړونې د رینانس/ بیاراژوندي کوونکي سړي په توګه یادوي." د هغه کار د دې لامل شو چې د فلمي منتقد پایولین کېل له خوا د تر ټولو غوره سریال جوړوونکي لقب خپل کړي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ډېوېډ لېنچ
ډېوېډ لېنچ
ډېوېډ لېنچ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
استوګنځای لاس انجلس   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 180 سانتي متره   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
لاسليک
ډېوېډ لېنچ
ډېوېډ لېنچ

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

لېنچ مخکې له دې چې د لنډو فلمونو جوړولو ته مخه کړي د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې یې انځورګري زده کړه. د ایرېزرهېډ په نوم د هغه لومړنی ۹۰ دقیقه یی فلم (۱۹۷۷) د نیمې شپې د فلمونو په مدار کې بریالی و او د فیل سړي (۱۹۸۰)، د شګو غونډۍ (۱۹۸۴) او ابي بخمل (۱۹۸۶) په نوم فلمونو له کاګردانۍ سره بریا ته ورسېد. لېنچ ورپسې له مارک فراسټ سره خپله تلویزوني شبکه جوړه کړه او د ټواین پیک په نوم د یو سړي د معمایي وژنې ډرامه په دوو څپرکو کې په کې خپره شوه. هغه همدارنګه د ټواین پېک مخکیني فلمونه: فایر واک وېت مي (۱۹۹۲)، د وایلډ اټ هاړټ جاده یي فلم (۱۹۹۰) او د سټرېنټ سټوري (۱۹۹۹) کورنی فلم هم په همدې دوره کې جوړ کړل. د سوریالیستي فلم جوړونې لور ته د هغه تللو له سره د هغه درې نور فلمونو: هېګوې (۱۹۹۷)، مالهالنډ ډرایف (۲۰۰۱) او اېنلنډ اېمپایر (۲۰۰۶) د خیالي منطق د غیر تشریحي داستاني جوړښت له مخې پر مخ ولاړل. لېنچ او فراسټ دواړو په ۲۰۱۷ کال کې د ټواین پیک دریېم څپرکي لپاره چې د شوټایم له خوا خپرېده بیا یوځای شول. لېنچ د هرې برخې لیکوالي او کارګرداني وکړه او د ګوردن کول په توګه یې خپل رول بیا پر سکرین راڅرګند کړ.[۱۲]

د یو موسیقار په توګه د بلوباب سټېډيو البومونه (۲۰۰۱)، کرېزي کلاون ټایم (۲۰۱۱) او بېګ ډریم (۲۰۱۳) جوړول او همدارنګه د خپلو بېلابېلو فلمونو لپاره د غږ او موسیقۍ طرحه کول (ځینې وختونه د خپلو همکارانو اېلن سپلېټ، دین هېړلي او یا انجېلیو بادلمېنټي سره)؛ انځورګري او عکاسي؛ د اېمېجس/ انځورګری (۱۹۹۴)، کچ  د بېګ فېش (۲۰۰۶) روم ټو ډريم (۲۰۱۸) د کتابونو لیکل او ګڼ شمېر نور ادبي اثار؛ او د ویډيویي موسیقیو (لکه د موبي له خوا شارټ اېن د بک اف هېډ لپاره ویډيو جوړول چې په بدل کې يې هغه بېرته د لېنچ بېګ ډریم ته یوه ویډيو جوړه کړه ) او همدارنګه د اعلاناتو جوړول چې د لېډي بلو شانګهای په نوم د ډایور سوداګریز فلم جوړول، د لېچ له نورو کاري هڅو څخه یادولی شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ترانسېډنتال مېډيیشن/ متعالي تفکر (TM) یو لېوال تمرین  کوونکی و. په ۲۰۰۵ کال کې يې د ډېوېډ لېنچ بنسټ جوړ کړ چې په ښوونځیو کې د TM د تدریس په لټه کې دی او له هغه مهال راهیسې یې لمن له خطر سره مخ ګڼ نور نفوس لکه بې ځایه شویو ټولنو، غازیانو او کډوالو رسېږي.[۲۱][۲۲]

د ژوند لومړي کلونه

سمول

ډېوېډ کېټ لېنچ د ۱۹۴۶ کال د جنوري په۲۰مه د مونټانا په مېزولا کې زېږېدلی. پلار یې ډونالډ والټون لېنچ (زوکړه ۱۹۱۵ - مړینه ۲۰۰۷) یو څېړونکی پوه و چې د متحده ایالاتو د کرنې څانګې (USDA) ته یې کار کاوه او مور یې اېډوانا "سني" لېنچ (کورنی نوم یې سندبېرګ، زوکړه ۱۹۱۹- مړینه ۲۰۰۴) یوه د انګریزي ژبې کورنۍ ښوونکې وه. د لېنچ له مشرانو مورنیو نیکونو څخه دوه یې له فنلنډي - سویډني کډوالو څخه و چې په ۱۹مه پېړۍ کې متحده ایالاتو ته تللي وو. هغه د یو پروتیستان په توګه لوی شو. لېنچ تر  ډېره د USDA له خوا ډونالډ ته ورکړل شوي ځای په شاوخوا کې ګرځېده له همدې امله په دوه میاشتینۍ کې له خپل مور او پلار سره د ایډاهو سنډ پاینټ ته لاړ؛ دوه کاله وروسته یې د ورور جان تر زېږون وروسته کورنۍ د واشنګټن سپوکېن ته کډه شوه، هلته د لېنچ خور مارټا نړۍ ته راغله. وروسته یې کورنۍ د شمالي کارولینا ډرهام، د اېډاهو بویز، لکساندریا او وېرجینیا ته کډه شول. لېنچ نسبتاً په اسانۍ سره ځان له دې ژوند سره  برابر کړ هغه وویل: دا چې نږدې تل نوی ښوونځی پیل کړي د نويو ملګري موندل ورته ستونزمن نه وو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ما په ماشومتوب کې نړۍ په بشپړ ډول فوق‌العاده ولیده. البته ځینې معمولي وېرې راسره وې لکه ښوونځي ته د تګ وېره وه ... هغه مهال ښوونځي ته تلل د ځوانانو پر وړاندې یو جنایت و. چې د ازادۍ تخمونه/زړي يې له‌منځه وړل. ښوونکو پوهه یا مثبت کړه‌وړه نه هڅول. [۲۷]

لېنچ د زده‌کړو تر څنګ له بای سکاوټ/څارندوی/ پیشاهنګ سره یوځای شو، که څه هم هغه وروسته وويل چې «يوازې [څارندوی] شوم، بناً ما وکولی شوی هغه خوشي کړم او شاته يې پرېږدم.» هغه د اېګل سکاوټ (د امریکا د پیشاهنګانو تر ټولو لوړ رتبه د شاهین نښان، ژباړن) تر ټولو لوړې درجې ته ورسېد. هغه په‌خپله ۱۵مه کلیزه کې د نورو پیشاهنګانو تر څنګ د یو شاهيني نښان لرونکي پیشاهنګ په توګه له سپينې ماڼۍ څخه بهر د ولسمشر جان اېف کنېډې د لوړې/تحلیف په مراسمو کې موجود و. همدارنګه له کوچني‌والي له انځورګرۍ او نقاشۍ سره مينه لرله او په وېرجينیا کې چېرته يې چې د پلار ژوند کول خوښېدل، د ژوند کولو پر مهال يې د یوې دندې/مسلک په توګه خپل دا مسیر وڅاره.    [۲۸][۲۹][۳۰]

لېنچ په اسکندریه کې د فرانسیس سي هامونډ په ښوونځي کې له علمي پلوه کوم غوره‌والی نه درلود او د ښوونخي له کارونو سره يې چندان لېوالتیا نه لرله، خو د پېژندل شویو زده‌کوونکو له ډلې وو او تر پرېښودلو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په کالج کې انځورګري وکړي. هغه مخکې له‌دې چې په ۱۹۶۴ کال کې په بوستون کې د ښکلو هنرونو ښوونځي (چېرته چې له موسیقار پیټر وولف سره په یوه خونه کې و) ته ولېږل شي، خپلې زده‌کړې په واشنګټن کې د کورکوران د هنر او طراحۍ په ښوونځي کې پیل کړې. هغه دا ځای یوازې یو کال وروسته پرېښود او ويې ويل، «په ټوله کې په هغه ځای کې ماته هېڅ انګېزه رانه‌کړل شوه» په بدل کې يې هغه پرېکړه وکړه چې غواړي د اروپا شاوخوا ته له خپل ملګري جک فیسک سره چې په کوپر یونین کې د هغه له زده‌کړو څخه ناراضي و سفر وکړي. دوی هيله‌من و چې په اروپا کې به له اتریشي [1]اکسپرسیونیست انځوګر کوکوشکا څخه د هغه په ښوونځي کې انځورګري زده کړي. خو سالزبورګ له رسېدو سره وپوهېدل چې کوکوشکا نه‌شته؛ په اروپا کې تر دوه اونۍ وخت تېرولو وروسته بېرته ناهيلي متحده ایالاتو ته راوګرځېدل. [۳۱][۳۲]

سرچينې

سمول

[1]  یو هنري ښوونځۍ/سبک دی، ژباړن

  1. پیوستون : 119035316  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://theaterencyclopedie.nl/wiki/index.php?curid=192410
  3. Murphy, J. Kim (February 4, 2022). "David Lynch Joins Cast of Steven Spielberg's 'The Fabelmans' (Exclusive)". Variety. بياځلي په 5 February 2022.
  4. "David Lynch's Acclaimed Films". They Shoot Pictures, Don't They. خوندي شوی له اصلي څخه په August 3, 2016. بياځلي په November 3, 2016.
  5. "Film Critics Pick the Best Movies of the Decade". Metacritic. January 3, 2010. خوندي شوی له اصلي څخه په April 28, 2017. بياځلي په November 3, 2016.
  6. "Governors Awards: Honorees Lina Wertmüller, Geena Davis Call for Gender Parity in Hollywood". The Hollywood Reporter. October 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په November 16, 2020. بياځلي په April 4, 2020.
  7. charitybuzz (2012). "Have 3-Time Academy Award-Nominated Filmmaker David Lynch Review Your Screenplay in LA". charitybuzz. Charitybuzz Inc. خوندي شوی له اصلي څخه په August 31, 2012. بياځلي په August 16, 2012.
  8. "Festival de Cannes: Wild at Heart". festival-cannes.com. خوندي شوی له اصلي څخه په January 19, 2012. بياځلي په August 7, 2009.
  9. "40 best directors". The Guardian Online. London. 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په July 4, 2007. بياځلي په November 29, 2010.
  10. Ankeny, Jason. "David Lynch: Biography". AllMovie. خوندي شوی له اصلي څخه په December 28, 2020. بياځلي په November 29, 2010.
  11. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
  12. Jackson, Matthew (June 19, 2018). "DAVID LYNCH EXPLAINS WHY HE LEFT AND THEN RETURNED TO THE TWIN PEAKS REVIVAL". SYFY Wire. SyFy. خوندي شوی له اصلي څخه په September 28, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  13. Webb, Daisy (January 30, 2020). "In Heaven: Celebrating the surreal sounds of David Lynch". Film Daily. خوندي شوی له اصلي څخه په November 9, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  14. Lynskey, Dorian (March 24, 2017). "'Make it like the wind, Angelo': How the Twin Peaks soundtrack came to haunt music for nearly 30 years". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په November 12, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  15. Wolf, Shira (April 23, 2020). "The Other David Lynch – The Paintings of Contemporary Cinema's Master of Surrealism". Artland Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په October 28, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  16. Far Out Staff (June 9, 2019). "The mysterious world of David Lynch's photographs of old factories". Far Out Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په December 28, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  17. "David Lynch's Books". Maharishi International University. Maharishi International University. خوندي شوی له اصلي څخه په December 28, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  18. Greene, Steve (July 20, 2017). "David Lynch Playlist: The Director's Favorite Bands and Singers Perfect for 'Twin Peaks'". IndieWire. خوندي شوی له اصلي څخه په October 1, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  19. Reed, Ryan (April 28, 2014). "Moby Directs Creepy Video for David Lynch's 'The Big Dream'". Rolling Stone. خوندي شوی له اصلي څخه په October 20, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  20. Berra, John (December 2012). "Lady Blue Shanghai: The strange case of David Lynch and Dior". Film Fashion & Consumption. 1 (3): 233–250. doi:10.1386/ffc.1.3.233_1. خوندي شوی له اصلي څخه په December 28, 2020. بياځلي په November 25, 2020.
  21. "How the David Lynch Foundation helps people who have experienced homelessness". The Big Issue. July 3, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په July 4, 2019. بياځلي په November 22, 2020.
  22. Hoffman, Claire (February 22, 2013). "David Lynch Is Back … as a Guru of Transcendental Meditation". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په February 22, 2013. بياځلي په November 22, 2020.
  23. "David Lynch: "Den här världen är full av hat och ångest"". NÖJESGUIDEN. خوندي شوی له اصلي څخه په June 23, 2020. بياځلي په June 20, 2020.
  24. Williams, Alex (December 31, 2007). "David Lynch's Shockingly Peaceful Inner Life". The New York Times. خوندي شوی له the original on September 10, 2013. بياځلي په November 29, 2010.
  25. Sadighian, David (October 1, 2005). "David Lynch thinks we're all lightbulbs. What?". Yale Daily News. خوندي شوی له اصلي څخه په July 24, 2011. بياځلي په November 29, 2010.
  26. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
  27. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
  28. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
  29. "Notable Alumni | Corcoran School of the Arts & Design | The George Washington University". corcoran.gwu.edu. خوندي شوی له اصلي څخه په August 4, 2020. بياځلي په April 22, 2019.
  30. Wolf, Peter (2011). "Peter'sBio". Peter Wolf. Peter Wolf. خوندي شوی له the original on June 15, 2012. بياځلي په August 16, 2012.
  31. "Notable Alumni | Corcoran School of the Arts & Design | The George Washington University". corcoran.gwu.edu. خوندي شوی له اصلي څخه په August 4, 2020. بياځلي په April 22, 2019.
  32. Wolf, Peter (2011). "Peter'sBio". Peter Wolf. Peter Wolf. خوندي شوی له the original on June 15, 2012. بياځلي په August 16, 2012.