ډبرپوهنه (په انگرېزي: Lithology) څنگه چې له نوم څخه يې څرگنده ده د ډبرو فيزيکي ځانتياوې، ښکاره ځانگړنې، د وړوکي مايکروسکوپۍ له مخې، لکه رنگ، جوړښت او کيفيت اړونده يوه لنډه يا تفصيلي پوهنه ده.

د ډبرې د یوه واحد ډبرپوهنه د هغې د هغو فزیکي ځانګړنو تشرېح ده چې د ځمکې پر مخ د ډبرو په رګونو، همدا راز په لاس یا اصلي نمونو کې او یا هم د ټیټ میګنیفیکېشن لرونکي یا لږ لویوونکي مایکروسکوپ په مرسته لیدل کېږي. په فزیکي ځانګړتیاوو کې یې رنګ، جوړښت، د دانو اندازه او ترکیب شامل دي. ډبرپوهنه یا لیتولوژي ښايي د دغو ځانګړنو تفصيلي تشرېحاتو ته او یا هم د یوې ډبرې د ناخالصو فزیکي ځانګړتیاوو لنډیز ته وویل شي. په دویمه معنا کې د ډبرپوهنې په مثالونو کې د شګو ډبره، د ډبرې تخته یا سلېټ، تور مرمر یا د چونې ډبرې شاملېږي.[۱][۲][۳][۴]

ډبرپوهنه د سیمو تر منځ د نقشې اخیستلو او پیوستون د موخو لپاره په انفرادي لیتوسټراګرافیک یا د ډبرې د چینه پېژندنې په واحدونو کې د ډبرو د سلسلو د فرعي وېش اساس دی. د سایټ یا ساحې د څېړنو په څېر په ځینو استفادو کې ډبرپوهنه یا لیتولوژي د معیاري اصطلاحاتو په کارولو سره تشرېح کېږي چې بېلګه یې د اروپا جیوتخنیکي معیاري "یوروکوډ ۷" دی.

د ډبرې ډول

د ډبرپوهنې یا لیتولوژي نومول د ډبرې د ډول پر بنسټ دي. د ډبرو درې لوی ډولونه رسوبي، اتشفشاني یا ایګنیوس او میټامورفیک دي. ایګنیوس یا اتشفشاني ډبرې په مستقیم ډول له مګما څخه جوړېږي چې د مذاب یا وېلې شوې ډبرې، د ګازونو د محلول او جامدو کرسټالونو یو مخلوط دی. رسوبي ډبرې هم له هغو معدني یا عضوي ذراتو څخه جوړېږي چې د ځمکې پر مخ راټولېږي او کلکېږي. میټامورفیک ډبرې بیا د زیاتې تودوخې یا فشار په شرایطو کې د موجوده جامدې ډبرې د بیا کرسټال کېدو له لارې رامنځته کېږي.[۵]

اتشفشاني یا ایګنیوس ډبرې بیا په درېیو پراخو کټګوریو وېشل شوې دي. هغه ایګنیوس ډبره چې د ماتې شوې ډبرې له ټوټو څخه جوړېږي او په مستقیم ډول د اتشفشاني پروسو (ټیفرا) په مرسته رامنځته کېږي، د پیروکلاسټیک ډبرې په توګه ډلبندي کېږي. پیروکلاسټیک (Pyroclastic) ډبرې بیا هم د منځنۍ ټوټې (کلاسټ) د اندازې له مخې او دا چې ایا دا ټوټې اکثره انفرادي معدني کرسټالونه، د اتشفشاني شیشې ذرات او که د ډبرې ټوټې دي، ډلبندي کېږي. نورې ډلبندۍ هم، لکه د کیمیاوي جوړښت له مخې، په کې کارېدای شي.[۶][۷][۸]

هغه ایګنیوس ډبرې چې د لیدلو وړ منرالي دانې (فنیریټیک ډبرې) لري، د نفوذي ډبرو په توګه ډلبندي کېږي، خو هغه ډبرې چې ښیښه‌يي یا ډېرې دانه لرونکې (افانیتیک) دي، د بېروني ایګنیوس ډبرو په توګه ډلبندي کېږي. نفوذي ایګنیوس ډبرې معمولاً د QAPF ډلبندۍ په کارولو سره طبقه‌بندي کېږي چې بنسټ یې د کوارټز، القلي فیلډسپر، پلجیوکلیس، او فیلډسپاټایډ نسبي محتوا ده. د غیر معمولي ترکیبونو د لرونکو ایګنیوس ډبرو لپاره هم ځانګړې ډلبندۍ شته دي چې الټرامافیک ډبرې یا کاربوناټیټونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د امکان په صورت کې بېروني ایګنیوس ډبرې هم د منرالونو د محتوا له مخې د بېروني QAPF ډلبندۍ په کارولو سره طبقه بندي کېږي، مګر کله یې چې د معدني ترکیب معلومول غیر عملي وي، بیا ښايي د TAS ډلبندۍ په کارولو سره له کیمیاوي پلوه طبقه بندي شي. دا د سیلیکا او القلي فلزي اکسایډونو د ټولې محتوا یا منځپانګې او نورو کیمیاوي معیارونو پر بنسټ دي.[۹][۱۰][۱۱]

رسوبي ډبرې هم لا زیاتې له دې اړخه ډلبندي کېږي چې ایا دوی سیلیکلیکسټیک دي او که کاربونیټ دي. سیلیکلیکسټیک رسوبي ډبرې بیا د دوی د دانو د اندازې د وېش او د کوارټز، فیلډسپار، او لیتیک (ډبرې) د ټوټې د نسبي تناسب پر اساس پر فرعي کټګوریو وېشل کېږي. کاربونیټ ډبرې یې بیا د کاربونیټ ډبرې د تشکیلوونکو اجزاوو له مخې د ډنهم یا د فولک ډلبندۍ له طرحو سره طبقه بندي کېږي.[۱۲][۱۳]

د میټامورفیک ډبرې نومول ښایي د پروتولیت یا د ډبرې د اصلي مادې، معدني ترکیب، جوړښت، یا میټامورفیک مخونو پر بنسټ وي. د جوړښت او یوه پروتولیت پیلیټ (لکه شیل، مډروک) پر بنسټ نوم ورکول د ډبرینې تختې یا سلیټ او فیلیټ د تعریفولو لپاره کارېدای شي. د جوړښت پر بنسټ ورکړل شوي نومونه یې شیست (schist) او ګنیس (gneiss) دي. دا جوړښتونه له سلیټ یا ډبرینې تختې څخه تر ګنیس پورې د میټامورفیزم دوامداره زیاتېدونکې کچه مشخصوي. میټامورفیک مخونه د فشار-تودوخې له هغو ساحو سره تعریفېږي چې ځانګړي منرالونه په کې تشکیلېږي. د میټامورفیک ډبرو نور نومونه هم شته چې ګرین‌شیسټ (میټامورفوز شوی بیسالټ او نورې بېروني ایګنیوس ډبرې) یا هم کوارټزیټ (میټامورفوز شوې کوارټز شګه) یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

د دانې/کلاسټ اندازه

په ایګنیوس او میټامورفیک ډبرو کې د دانې اندازه په ډبره کې د کرسټالونو د اندازو لپاره یو معیار دی. په ایګنیوس ډبره کې دا د موادو د سړېدو د سرعت ټاکلو لپاره کارېږي: لوی کرسټالونه معمولا د نفوذي (intrusive) ایګنیوس ډبرو ښودنه کوي، په داسې حال کې چې کوچني کرسټالونه ښیي چې ډبره بېرونۍ (extrusive) ده. د ډبرې میټامورفېزم چې تر ډېره له یوه واحد منرال څخه جوړ شوي، لکه کوارټزایټ یا مرمر، کېدای شي د دانو اندازه زیاته کړي (د دانو وده)، حال دا چې د پرې شوې ډبرې میټامورفېزم کېدای شي د دانو اندازه راکمه کړي (سنټیکټونیک ریکریسټلایزیشن).[۱۷][۱۸]

په کلاسټیک رسوبي ډبرو کې بیا د دانې اندازه د هغو دانو او/یا کلاسټونو قطر دی چې ډبرې تشکیلوي. دا ډبرې ته د نوم ورکولو د سیستم ټاکلو لپاره کارېږي (د بېلګې په توګه، کانګلومېرات یا جوش شوې ډبره، د شګو ډبره، یا د خټو ډبره). د شګو د ډبرو او کانګلومېراتونو په صورت کې چې د دانې د اندازو یوه پراخه لړۍ رانغاړي، یوه داسې کلمه چې د دانې د اندازې محدوده بیانوي د ډبرې په نوم کې زیاتېږي. مثالونه یې د "پېبل کانګلومېرات" او "فاین کوارټز ایرنایټ" دي.[۱۹]

معدنیات یا منرالوژي

په هغو ډبرو کې چې منرالي یا معدني دانې په کافي اندازه دومره په کې لویې وي چې د لاسي لینز په کارولو سره وپېژندل شي، ښکاره منرال پېژندنه یې د تشرېحاتو د یوې برخې په توګه په کې شامله ده. د هغو سلسلو په صورت کې چې احتمالاً د کاربونیټ، کلسایټ سیمینټ ډبرې یا هغه ډبرې چې احتمالي کلسایټ رګونه لري، دا عادي خبره ده چې د رقیق هایدروکلوریک اسید په کارولو او د طبیعي جوش په لټون سره د کلسایټ شتون (یا د کلسیم کاربونیټ نور ډولونه) په کې معاینه شي.[۲۰]

د ډبرې معدني یا منرالي جوړښت یو له هغو مهمو لارو څخه دی چې ډبرې په کې طبقه بندي کېږي. ایګنیوس ډبرې د QAPF طبقه بندۍ یا ځانګړې الټرامفیک یا کاربونیټ طبقه بندۍ په کارولو سره د دوی د معدني موادو له مخې طبقه بندي کېږي. په ورته ډول، میټامورفیک مخونه چې هغه درجې ښیي چې ډبرې په کې له تودوخې او فشار سره مخ شوې او له همدې امله د میټامورفیک ډبرو په طبقه بندي کولو کې مهم دي، په نمونه کې شته د منرال پړاوونو په نظر کې نیولو سره ټاکل کېږي.[۲۱][۲۲][۲۳][۱۵]

سرچينې

  1. "Lithology". Earthquake Glossary. US Geological Survey. نه اخيستل شوی 29 October 2010.
  2. Bates, R. J.; Jackson, J. A., eds. (1984). Dictionary of Geological Terms (3 ed.). American Geological Institute. p. 299. ISBN 0-385-18101-9.
  3. Allaby, Ailsa; Allaby, Michael (1999). Oxford Dictionary of Earth Sciences (2 ed.). Oxford University Press. p. 320. ISBN 0-19-280079-5.
  4. American Heritage Dictionary, ed. (2005). The American heritage science dictionary. Houghton Mifflin Harcourt. p. 364. ISBN 978-0-618-45504-1.
  5. Levin, Harold L. (2010). The earth through time (9th ed.). Hoboken, N.J.: J. Wiley. p. 57. ISBN 9780470387740.
  6. Fisher, Richard V.; Schmincke, H.-U. (1984). Pyroclastic rocks. Berlin: Springer-Verlag. pp. 98–99. ISBN 3540127569.
  7. Schmincke, Hans-Ulrich (2003). Volcanism. Berlin: Springer. p. 138. ISBN 9783540436508.
  8. Schmidt, R. (1981). "Descriptive nomenclature and classification of pyroclastic deposits and fragments: recommendations of the IUGS Subcommission on the Systematics of Igneous Rocks". Geology. 9: 41–43. doi:10.1007/BF01822152. S2CID 128375559. نه اخيستل شوی 27 September 2020.
  9. Le Bas, M. J.; Streckeisen, A. L. (1991). "The IUGS systematics of igneous rocks". Journal of the Geological Society. 148 (5): 825–833. Bibcode:1991JGSoc.148..825L. CiteSeerX 10.1.1.692.4446. doi:10.1144/gsjgs.148.5.0825. S2CID 28548230.
  10. "Rock Classification Scheme - Vol 1 - Igneous" (PDF). British Geological Survey: Rock Classification Scheme. 1: 1–52. 1999.
  11. Philpotts, Anthony R.; Ague, Jay J. (2009). Principles of igneous and metamorphic petrology (2nd ed.). Cambridge, UK: Cambridge University Press. pp. 139–143. ISBN 9780521880060.
  12. Blatt, Harvey; Tracy, Robert J. (1996). Petrology : igneous, sedimentary, and metamorphic (2nd ed.). New York: W.H. Freeman. pp. 217–220, 257–258. ISBN 0716724383.
  13. Boggs, Sam (2006). Principles of sedimentology and stratigraphy (4th ed.). Upper Saddle River, N.J.: Pearson Prentice Hall. pp. 169–173. ISBN 0131547283.
  14. Yardley, B. W. D. (1989). An introduction to metamorphic petrology. Harlow, Essex, England: Longman Scientific & Technical. pp. 21–27. ISBN 0582300967.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Yardley 1989، مم. 49-51.
  16. Yardley 1989، مم. 21,26.
  17. Yardley 1989، مم. 154-155.
  18. Levin 2010، مم. 58-59.
  19. Blatt او Tracy 1996، م. 241-242.
  20. Geology.com. "The Acid Test for Carbonate Minerals and Carbonate Rocks". Geology.com. نه اخيستل شوی 28 November 2016.
  21. Le Bas, M. J.; Streckeisen, A. L. (1991). "The IUGS systematics of igneous rocks". Journal of the Geological Society. 148 (5): 825–833. Bibcode:1991JGSoc.148..825L. CiteSeerX 10.1.1.692.4446. doi:10.1144/gsjgs.148.5.0825. S2CID 28548230.
  22. "Rock Classification Scheme - Vol 1 - Igneous" (PDF). British Geological Survey: Rock Classification Scheme. 1: 1–52. 1999.
  23. Philpotts, Anthony R.; Ague, Jay J. (2009). Principles of igneous and metamorphic petrology (2nd ed.). Cambridge, UK: Cambridge University Press. pp. 139–143. ISBN 9780521880060.