چکي ژبه

چېکي ژبه
Český jazyk
Čeština
Slavaj lingvoj mapo cs.svg
ویل کېږی په Flag of the Czech Republic.svg چېک جمهوريت
Flag of Slovakia.svg سلواکیا
Flag of Austria.svg اتریش
Flag of Poland.svg پولنډ
Flag of Romania.svg رومانیا
Flag of Serbia.svg سربیا
Flag of the United States.svgد امريکا متحده ايالات
ټول وییونکی ۱۲ میلیونه
د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
سلاوي ژبې
د لويديځ سلاوي ژبې
چېکي ژبه
د لیکلو بڼه د چيک د لاتين الفبا
د ژبې د پرمختگ اداره Ústav pro jazyk český
رسمي ژبه په Flag of the Czech Republic.svg چېک جمهوريت
Flag of Europe.svg اروپايي اتحاديه

چېکي ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ، کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی. چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.

تاريخ

د چيک په هيواد کی د ۹ پيړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبيات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض ليکنی څخه کار واخيست. هغه ليک په اوس وخت کی د هلاهوليڅې ( Hlaholice) په نوم يادېږی. د کونستانتين ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی ليکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چيک په هېواد کی مذهبی کتابونه ليکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکي کتابونه وليکل شول. د داليميل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چيکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی وليکل شو. په ۱۵ پېړی کی د چيکی ژبی د سم ليک د يان هوس لخوا اصلاح شو. یان هوس د پوهنتون استا‌ذ او کشيش وو چې د چيکی ژبې ليکنه يې آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چيکی او لاتيني ژبې کی وليکل شول. په ۱۶ پېړی کی د چيک ادابيات اوج ته ورسېدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطريش د حکمران په خلاف قيام وکړل. د چيک اشرافیان د اطريش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چيک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ شی. په دی وخت کی د اطريش حکمرانانو د چيک پر خلکو ظلمونه کول او د چيک کتابونه يې په اور کی سوخول. مهم کتابونه يوازې په آلمانی او لاتين ليکل کېده. په ۱۹ پېړۍ کی د چېک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. د چېک ژبه بوهانو د سلاوی ژبو د الفاظو په مرسته غنی کړه. مثلا : د چېک کلمه (vzduch ) په پښتو هوا د روسی ژبه څخه چېکي ژبه ته راغلی ده. د هغه وخت تر ټولو مشهور ژبه پوه یوسیف یونگمان ( ۱۷۷۳ـ۱۸۴۷ ) وو. یوسیف یونگمان نوی چېکي کلمې جوړې کړې او د سلاوی ژبو د کلمو په مرسته یی چېکي ژبه غنی کړه. د دی په سبب هر چېک په سلواکی، پولندی، سربی او روسی کلمو پوهېدلای سی. چېکي- آلمانی قاموس او د چېک د ادبیات تاریخ د یوسیف یونگمان تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا تر تاسیسولو وروسته چېکي ژبه د عمومی ژوند ټول سیمو ته وغزېده. په اوس وخت کی چېکي ژبه د گلوبالیساتیون (Globalization ) په سبب د انگلیسی کلمو څخه غنی کېږی.

چېکي ژبه

چېک ژبه تل په لمړنی څپه (هجا ) کی اکڅنت لری.د دغه ژبه پنځه د علت توری او ۲۴ بی رغه توری لری. د گرامر په مطابق چېکي ژبه د حال زمانه، راتلونکی زمانه ، تیره زمانه، دری گرامری نسلونه ( مذکر، مونث او منځنی جنس )، ۷ گرامری حالتونه، مفرد او جمع لری. د چېکي ژبه د کلمو ردیف ( مبتدا - فعل ـ خبر ) دی.

د گرامر نسلونه

چېکي ژبه دری گرامر نسلونه لری.

  • د مذکر نسل
  • د مونث نسل
  • منځنی جنس

د جمله جوړول

د چېکي ژبه د کلمو ردیف مبتدا - فعل - خبر دی.

  • jsem student یا Jsem student
  • زه یم شاگرد ( مبتدا - فعل - خبر ) یا یم شاگرد ( فعل - خبر ) د چېکي ژبه د کلمو ردیف
  • زه شاگرد یم ( مبتدا - خبر - فعل ) د پښتو د کلمو ردیف
  • jsem studentka یا Jsem studentka
  • زه یم شاگرده یا یم شاگرده (د چېکي ژبه د کلمو ردیف)
  • زه شاگرده یم

( زه = مبتدا، یم = فعل، شاگرد / شاگرده = خبر ) (د پښتو د کلمو ردیف)

د چېک د لاتین الفبا

 
د چېکي الفبا لاسى نسخې
Letter Name IPA value
A a á /a/
Á á dlouhé á /aː/
B b /b/
C c /ts/1
Č č čé /tʃ/1
D d /d/
Ď ď ďé /ɟ/
E e é /ɛ/
É é dlouhé é /ɛː/
* Ě ě ije,
é s háčkem
/ɛ/, /jɛ/
F f ef /f/
G g /ɡ/
H h /ɦ/²
Ch ch chá /x/²
I i í,
měkké í
/ɪ/
Í í dlouhé í,
dlouhé měkké í
/iː/
J j /j/
K k /k/
L l el /l/
M m em /m/
N n en /n/
Ň ň /ɲ/
O o ó /o/
Ó ó dlouhé ó /oː/
P p /p/
Q q kvé /kv/
R r er /r/
Ř ř /r̝/³
S s es /s/
Š š /ʃ/
T t /t/
Ť ť ťé /c/
U u ú /u/
Ú ú dlouhé ú,
ú s čárkou
/uː/
* Ů ů ů s kroužkem /uː/
V v /v/
W w dvojité vé /v/
X x iks /ks/
Y y ypsilon,
krátké tvrdé í
/ɪ/
Ý ý dlouhé ypsilon,
dlouhé tvrdé í
/iː/
Z z zet /z/
Ž ž žet /ʒ/