چهل ستون ماڼۍ
چِهِل ستون ( پښتو معنا "څلویښت ستنونه")، چیلسوتون ، چیلستون یا چیهیلسیتون، یوه تاریخي ماڼۍ ده چي د افغانستان په پلازمینه کابل کي د دارالامان ختیځ ته په شاوخوا ۳٫۶ کیلومتر (۲٫۲ ميل) کي موقعیت لري لري. دا ماڼۍ په 1796 زیږدیز کال کي د امپراتور زمان شاه دراني لخوا جوړه سوې ده. [۱] یاده ماڼۍ او ګاونډ یې د ښار د 7 حوزې یوه برخه ګڼل کیږي.
تاریخ
سمولچهل ستون په کابل کي یو تاریخي ځای دی. دا د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې د زمان شاه دراني لخوا چي د دراني امپراتورۍ یو واکمن وو جوړه سول. [۱] د اوسنۍ ماڼۍ بڼه له مخکنی ماڼۍ څخه وروسته په اصل کي د ۱۹مې پېړۍ په پای کي د امیر عبدالرحمن خان له خوا په همدې ځای کي جوړه سوې ده. تاریخي نقشې هم ماڼۍ او یاده سیمه دواړه د هینداکي په نوم یادوي.
د ماڼۍ یادګاري تخته په 1888 کي جوړه سوې وه. یاده ماڼې د امیر عبدالرحمن خان د ځای ناستی حبیب الله خان لخوا د پخو لارو او مرمر ډبرو سره نوره هم پراخه سول. چهل ستون ماڼۍ په ځینو وختونو یعني د شلمې پیړۍ په اوږدو کي د دولتي میلمستون په توګه کارول کیده، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډویټ آیزن هاور او د شوروي مشر نیکیتا خروشچیف د لیدنې استوګنځی همدغه ځای وو، او د کمونیستي دورې په جریان کي د حکومتي رسنیو د مرکز په توګه کارول کیده. ماڼۍ په افغانستان کي د کورنۍ جګړې له امله سخته زیانمنه سول او د کلونو لپاره په کنډواله بدله سوې وه، خو په 2019 کي د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال یوځل بیا په بشپړ ډول جوړه او پرانستل سوه. [۲]
چهلستون د ښار په څنډه کي د کابل سیند په ختیځ کي چي د چهار آسیاب په لور بهیږي موقعیت لري. د چهلستون سړک مرکزي کابل له شمال او لوېدیځ دارالامان سره نښلوي. د کابل ولایت د 7 نورو ځایونو په څیر دا هم یوه غیر پلان سوې سیمه ده. [۳]
ورته ځایونه
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://tolonews.com/arts-culture-176942.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Date=
ignored (|date=
suggested) (help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help) - ↑ https://www.aljazeera.com/news/2019/10/kabul-gardens-historic-afghan-park-restored-glory-191009120414825.html.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Date=
ignored (|date=
suggested) (help); Unknown parameter|Publisher=
ignored (|publisher=
suggested) (help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help) - ↑ Community Scorecard of Kabul Municipality 2016 Integrity Watch Afghanistan