څلور پښې لرونکي ژوي

Tetrapoda
څلور پښې لرونکی ژوي
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
څلورپښې لرونکی ژوي

څلور پښې لرونکی ژوي (په لاتین: Tetrapoda) د شمزۍ لرونکو ژويو یوه لویه ډله ده چې ۳۹۵ میلیونه کاله مخکې یی مځکه آباد کړی وه. د طبيعت پوهانو په نظر څلور پښې لرونکی ځناوران د Sarcopterygii کبانو څخه منځ ته راغلل. که چې هم نوموړی ځناوران په ځانگړی ډول پر مځکه باندي ژوند کوی خو لمړنی څلور پښې لرونکی ځناورانو په اوبو کې ژوند کول. په اوس وخت کې نوموړی ځناوران په څلورو طبقو دوه ژوندوي، خاپوړن، مارغان او تى لرونكى ژوي تقسیم شوي دي.

توصيف سمول

څلورپښې لرونکی ځناوران پر مځکه باندي ژوند کوي. نوموړی ځناوران یو سر، بدن او څلور پښې لري، هر پښه پنځه گوتې لري. څلور پښې لرونکی ځناوران د سږو (پپوسونو) په مرسته تنفس کوي. عصبي سیستم یی د نورو ژويو څخه ښه دي. (دا معني دا جې مرکزي عصبي سیستم او محيطي عصبي سیستم لري) اسکلیت یی د هډونو څخه جوړ شوي دي خو د دي ځناورانو څو ډولونه په څپلو اسکليتونو کې غضروفي برخې هم درلودلای سی. د ملا تیر یی د مهرو څخه جوړه شوي ده. د غاړو لمړنی مهره د ککری سره د مفصل (بند) په مرسته تړل شوي دي. د دي ځناورانو د وینو د جریان جهاز تړلی دي او د سږو او بدن د جیریان جهاز څخه جوړ شوي دي. زړه یی دوه دهلیزه او دوه بطنه (مارغان او تى لرونكى ځناوران) یا دوه دهلیزه او یو بطن (خاپوړنان او دوه ژوندوي) درلودلای سی.