څاڅکي

(له څاڅکې نه مخ گرځېدلی)

څاڅکي (په انگرېزي:drops په لاتیني: instilace) داوبلنو درملو څخه څڅوونکي درمل دي چې اوبلنه بڼه لري او سترگو، غوږو او پزې ته د رنځپوهانو لخوا ورکول کېږي. د څاڅکي ويی په پښتو ژبدود پښويه کې هم د نوم د جمه حالت ښايي اوهم د همدې نوم (څاڅکي) په لور اشاره يي بڼې سره په نښه کړنه (مشخصولو سره) په ټولټال مخاطب افاده کېږي . دڅاڅکي د فیزیکي ځانتيا له اړخه محلول يا اوبلنتوکی ، سوسپانسیون او امولسیون دي .

د سترگو څاڅکې

 
د سترگو څاڅکی

د سترگو څاڅکي یو د استریل ددرمل مایع شکل دي چی د سترگو د رنځ لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی. د سترگو د څاڅکو څخه د سترگو د التهابونو، د سترگو تور او حساسیتونو د علاج لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږی. د سترگو څاڅکې په صنعت او درملتون کې جوړېږی. د سترگو څاڅکې د اوبو یا د تیلو محلولونه او سوسپانسیون دی چی پکښې ددرمل مواد او میکروب وژونکی مواد شته

دپزې څاڅکي

د پزې څاڅکي د اوبو ، د تیلو محلول او امولسیون دی چی د پرې د التهابو د علاج لپاره کارېږي. د پزې په څاڅکي کې انټیبایوټیک هم وي . درمل جوړوونکي د طبیعی تېلو څخه د پزې د محلول د جوړولو له پاره کار اخلي.

د غوږ څاڅکي

دغوږ محلول د اوبو یا د تیل محلول دی چی د غوږو د پاکولو او د غوږو د التهابو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی. درمل جوړونکی عموما دغوږ محلول د جوړولو لپاره پرافینی تیل، د ښور تیل او د لمرکلی له تیل کاروي.