د "ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: ckb:زمان
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
ژبه د يو لړ تړوني غږيزو او اوريزو پيلامو( قراردادي صوتي او سمعي علايمو، نه سېمبولونو) سېستم دی چې وګړي يې تر پېنځه- شپږکلنۍ په ټولنه (کورني او اړوند چاپېريال) کې زده کوي او بيا يې د خپلمنځي پوهاوي لپاره د خپلو ويندو غړيو(ژبې، ژبۍ، تالو،کومي، ستوني، چنغړک، سږو، شونډو، غاښو، اووريو، ژامو او هوا) په مرسته اداکوي او يوبل ته سره اوروي. په بله وينا:
'''ژبه''' د يو لړ تړوني( اتفاقي) غږيزو او اوريزو پيلامو(نښو) يو غونډال(سېستم) دی چې هره يوه يې زموږ د يوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دغه انځورونه چې د يوې ټولنې وګړي يې په يوځايي ډول د خپلمنځي پوهاوي اوخبراوي (communication) لپاره پر ژبه راوړي اوخبرو اترو يا وينا( conversation or speech ) ته رښتياينه بښي،د اړوندې ټولنې د غړيو د اندونو، واندونو، ولولو، انګېرنو، نګېرنو، پارېدنو، ځاځونو، پرغزونو، اندېښنو، ګيلو ګوسو، غوښتنو، پوښتنو، غبرګونونو، موخو، وېلاړونو، خوښيو، کړ و وړو او نورو راز راز پژني او رواني اکرو بکرو... څرګندويي کوي او د چاپېريال او مهال څيزونه، ښکارندې، پېښې،ښه او بد... رااخلي. په بله وينا:
ژبه د پوهاوي راپوهاوي وسيله ده.د ژبې په مټ خپل اندونه،واندونه (خيالونه)، ولولې، هيلې او غوښتنې سيده يا ناسيده، عمودي يا افقي نورو ته لېږدولای شو. خبرې اترې يې سيده او ليکنه يې ناسيده ډول دی.که بيا يې هممهالو ته لېږدوو، افقي او که راتلونکو پښتونو( نسلونو) ته يې لېږدوو، عمودي بلل کېږي.
 
ژبه د يادشويو نښو يوه ټولګه ده چې هره يوه يوه يې زموږ ديوه ذهني انځور (تصوير) ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني مهال و چاپېريال څيزونه، ځانګړتياوې، پېښې، پديدې، کړه وړه او د اړوند ويونکي خپل اندونه، خيالونه ، هيلې، غوښتنې، موخې، ارمانونه، احساسات، غبرګونونه او نور هر هغه څه رانغاړي چې په زړه او ذهن کې يې ګرځي را ګرځي او ويل او اورول يې غواړي.
په انساسيکلوپيډيابريټانيکا کي يې دژبي په تعريف کي کښلي دي چي ژبه دږغيزو سيمبولونودخپلي خوښي سيسټم دئ چي دهغه په واسطه انسانان ديوې ټولنيزي ډلي اوديوه کلتوردبرخه والوپه توګه متقابله پوهونه اوراپوهونه (مفاهمه) سرته رسوي . په دې تعريف کي ځای سوي مفاهيم که جلاجلاوشنل سي ، نوبه :
 
هره نښه يا علامه لکه کاغذ پاڼه سره دوه نه بېلېدونکي مخونه لري: يو يې صورت، جوله، لفظ او يا((دال)) او بل يې مانا، محتوا او يا ((مدلول)) او د دغو(دال او مدلول) ترمنځ تړاو((دلالت)) بلل کېږي.
ږغيز(vocal) معناداچي دژبي په تعريف کي موږدمفاهمې په برخه کي يوازي د(وينا) پراړخ زوراچوو. دمفاهمې نورسيسټمونه هم سته لکه ديوه ټاکلي مفهوم دافادې له پاره دسراولاس ښورول ، داوږو پورته کول ، دسترګوکشول ، پزه بوچه نيول اونور، چي داهريويې ديوه مشخص مفهوم په ښوونه کي مرسته کوي خوموږپه ژبه کي يوازي ږغيزسيسټم په پام کي نيولی دئ (١) .
 
په رښتينه يا واقعي توګه همدغه دلالت د ژبنۍ نښې قرارداديوالی راجوتوي.
له خپلي خوښي مطلق (arbitrary)سيسټم څخه مومراددادئ چي د ژبني سمبول اودهغه داصلي مادې ترمنځ هيڅ رازلازمي اړيکي نه وي . دمثال په توګه په پښتوکي يوحيوان ته آس وايي . ددغه نامه له پاره په پاړسي کي اسپ ، په عربي کي فرس ، په هندي کي ګهوړا، په انګرېزي کي هورس ، په فرانسوي کي شاوال اوپه روسي کي لوښاد؟ ټاکل سوی دئ . له دغولغتونوڅخه هيڅ يويې دنوموړي حيوان له واقعي حالت سره مناسبت نه لري ، بلکي صرف يوه نومونه ده چي د(ولي ؟) له پاره يې نه جواب سته اونه ژبپوهان له دې بابته پرځان باندي دڅېړني تکليف ايږدي . داخبره حتی په تقليدي لغتونو(imitative words) کي ، چي ديوه ږغ دتمثيلولوله پاره وضع سوي وي ،لاهم تريوې اندازې صدق کوي . په انګرېزي کي دپيشوخرهاري ته (purr) وايي اوپه فرانسوي کي ورته (ronronner) وايي . دواړه لغتونه دپيشي (پيشو) دخرکي ږغونه تمثيلوي خوتاسي وينئ چي دهغوپه شکل او جوړښت کي څومره توپيرسته .
د انسانانو ترمنځ د پوهاوي، ښوونې روزنې، پوهې فرهنګ... په برخه کې تر ژبې بله داسې بشپړه او هر اړخيزه وسيله يا سېستم نشته.
 
نو ځکه وايو، ژبه يوازې په انسانانو اړه لري. په دې ډول د ژبې پېژند(تعريف) داسې رارالنډولای شو:
سيمبولونه دشيانوڅرګندوونکي دي خوپخپله شيان نه دي . د کتاب لغت پخپله کتاب نه دئ بلکي دهغه څرګندوی دئ .
 
ژبه د انسانانو تر منځ د پوهاوي او خبراوي يوه تړوني(اتفاقي)، ټولنيزه او بيا کسبي پديده ده، نه فطري او طبيعي.
کله چي موږدژبي لغت پرخوله راوړو، ترزياتي اندازې پوري مومراد دويلوژبه (spoken language) ده . ليکلې ژبه بيا يوبل سيسټم دئ چي له ويناسره سيده اړيکي لري .
 
د کڼو، ګونګيانو او يا د عادي وګړو داشارو، نښو، خوځښتونو يا Body language او همداراز د مرغانو او ژويو غږونه يا خوځښتونه، له لږو ډېر پو هاوي سره سره د يادشويو ژبنيو نښو يا علاموڅو اړخيز شرطونه او ځانګړ تياوې نه لري.
ارواښادپوهانددوکتورمحمدرحيم الهام ليکي : ٌ ژبه دانساني ږغونو يو رمزی سيسټم دی چی ديوې ژبنۍ ټولنی غړی يی دمفاهمی له پاره په کاروی . موږدژبی دغه ږغيزسيسټم ته ويناوايو. انسانانود خپلو وينايی ژبودثبتولواوساتلوله پاره ګرافيک سيسټمونه اختراع کړي دي چی موږيې ليک بولو . وينااوليک په ماهيت کې دوه بيل سيسټمونه دي . دوينااساسي جوړونکي عناصرږغونه دی اودليک اساسی جوړوونکی عناصرتوري دي . ږغونه داسې فزيکی پديدې دي چې احساس يې دغوږونوپه واسطه کيږي اوتوري بياداسي بل ډول فزيکي پديدې دي چی احساس يې دسترګوپه واسطه کيږي .... ٌ (۲)
 
لومړنيو انسانانو هم سره د خپلمنځي پوهاوي او خبراوي لپاره له ورته چمونو کار اخېست، خو د ګډ ډليز او بيا ټولنيز کار په بهيرکې ورو ورو دېته اړوتل، ديوه ناببره تړون((اتفاق)) له مخې خپل جړ پړغږونه اوازونه سره د بېلا بېلوڅيزونو، پېښو، پديدو... د نومونې او نوميرنې(تشخيص) لپاره وويشي او ځانګړي کاندې، په دې توګه له اوسني علمي تعريف سره سم د(( ژبې)) پيلامه را ونښلوي او د پېړيو په پوړيو کې پرله پسې بشپړتيا ور وبښي.
ډاکټرعبدالرازق پالوال دژبي يوډېرخوندورتعريف کړئ دئ اوهغه داچي ٌ ژبه د پوهوني اوپوهېدني هغه صوتي سيمبوليک وسيله ده چي ودي او تکامل يې بشردانسانيت وتکاملي پړاوته،اودليک ايجاد يې انسان د مدنيت وتکاملي پړاوته رسولئ دئ . ٌ (۳)
 
د وسمهالو ژبپوهنيزو څېړنو پلټونو له مخې په ورته ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلو انسانانو څو بېلابېلې ژبې منځته راوړې او بيا هغو بېلا بېلو ژبو بېلابېلې ژبنۍ کورنۍ رارغولې دي.
 
د اړوندو کورنيو شمېر تر سلو اټکل شوی، خو نن سبايې مټې د شل دېرشو څرک لګېدای شي او د ژبو شمېر کم زيات شپږ زرو ته رسېږي او ښايي ډېرې يې له منځه تللې وي، خو پر وړاندې يې ډېرو هم.له اړوند ګړدودو څخه ژبو ته لوړتيا او پرمختيا موندلې ده.
 
د ذهني انځور(مدلول) له پلوه سره د نړۍ ګردې ژبې کوم بنسټيز توپير نه لري او د چا خبره يکې يوه ژبه بلل کېږي، بلکې د جولې يالفظ(دال) او اړوند تړاو (دلالت) له پلوه سره توپيرېږي، دساري په توګه ((ونه)) له بېلابېلو ډولونو سره سره له ذهني يا فکري پلوه هاغه يو((مدلول)) دی، مګر د جولې يا لفظ((دال)) او اړوند((دلالت)) له مخې شپږزرو ته رسي،
 
لکه: ونه، درخت، شجر، تري، باوم... .
 
همدا خبره ده چې تر يوه منلي بريده د خپلې ژبې د نږه ساتنې او د پوهې او فرهنګ له پلوه دودې وش او بډايېنې لپاره دهرې ليک والا دوديالې او فرهنګيالې ژبنۍ ټولنې هاند و هڅې ، له اَره(اصلاً) پرهمدغه جوله يا لفظ راڅرخي او همدايې د ژبني اکر وکر (پېژند و هويت) ساتنې مانا لري.
 
داد هرې ټولنې، ولس يا ملت يو منلی حق يا رښته ګڼل کېږي، چې د ټا کلې ژبپوهنيزې کچې((څلورګونې وييپانګېvocabulary) په کاراچونې سره خپله ژبه له ګډوله کېدنې او بيا يومخيزې پردي کېدنې څخه خوندې وساتي.
 
== '''ژبې څنګه منځته راغلې؟''' ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ژبه" نه اخيستل شوی