د "لوی اقتصاد" د بڼو تر مېنځ توپير

۱۲٬۵۸۱ تورى ورگډ شول ،  ۴ مياشتې مخکې
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
No edit summary
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل گورت سمون
(This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project)
 
{{وټپوهنه}}
 
'''لوی اقتصاد''' ({{Lang-en|Macro Economy}}) داقتصاد دعلم د یوې څانگې اقتصادي قانون مندۍ مسئلې او کړنې په کلي توگه په یو پراخ لید سره څیړي، او د [[ټولنې|ټولنه]] مادي حالت د یوه کل په توگه بیانوي. مجموعي عرضه (مالي تولید) کلي غوښتنې (تقاضاوې) د ټولنې د تورم نرخ، د بېکارۍ انډول ملي پانگې اچونې او داسې نور هغه موضوعات دي چې د لوی اقتصاد موضوعگانې جوړوي.
 
په همدې توگه د یوه هیواد ټول لگښتونه، صادرات، د ملي گټې وټې (عاید) د ټاکلو نظریې، اقتصاد پورې اړه لري.
د لوی اقتصاد (Macroeconomics) کليمه، د يوناني مختاړي makro (لوی يا ستر) او economics(اقتصاد) له کليمو نه اخېستل شوې ده، چې د اقتصاد يوه څانګه ده او اجراکوونې، ساختمان، سلوک او په ټوله کې د يوې زېرمې په اړه پریکړې ته وایي. د بېلګې په ډول: د ګټې د بيو کارول، ماليې او حکومتي مصارف چې د سپما وده او ثبات منظم کړي. په دې کې سيمه یيز، ملي او نړيوال اقتصاد شاملېږي. په ۲۰۱۸ ز کې د دوو اقتصادپوهانو ايمي ناکامورا (Emi Nakamura) او جون سټيينسن (Jón Steinsson) د ارزونې له مخې، اقتصاد«د لوی اقتصاد بېلابېلو کړنلارو د پايلو له مخې دليل تراوسه په لوړه کچه نيمګړی او تر سختو نیوکو لاندې دی. <ref>{{Citation|last1=Samuelson|first1=Robert|author1-link=Robert_J._Samuelson|title=Goodbye, readers, and good luck — you'll need it|work=The Washington Post|year=2020|url=https://www.washingtonpost.com/opinions/2020/09/13/robert-samuelson-goodbye-column/?arc404=true}} This article was an opinion piece expressing despondency in the field shortly before his retirement, but it's still a good summary.</ref><ref>{{Citation|last1=O'Sullivan|first1=Arthur|author1-link=Arthur O'Sullivan (economist)|last2=Sheffrin|first2=Steven M.|title=Economics: Principles in Action|publisher=Pearson Prentice Hall|year=2003|location=Upper Saddle River, New Jersey 07458|page=57|isbn=978-0-13-063085-8}}</ref><ref>Steve Williamson, [http://www.econ.yale.edu/smith/econ510a/notes99.pdf Notes on Macroeconomic Theory], 1999</ref><ref name=":0">{{Cite journal|last1=Nakamura|first1=Emi|last2=Steinsson|first2=Jón|date=2018|title=Identification in Macroeconomics|url=https://www.aeaweb.org/articles?id=10.1257/jep.32.3.59|journal=Journal of Economic Perspectives|language=en|volume=32|issue=3|pages=59–86|doi=10.1257/jep.32.3.59|s2cid=44180952|issn=0895-3309}}</ref>
په ټولیز ډول وټپوهنه په دوو برخو وېشل کیږي چې '''لویه وټه''' او '''[[کوچنی وټه]]''' ده او لویه وټه د بېلابېلو وټیزو اړیکو لکه: [[تولید]]، [[لگښت]]، [[پانگونه]]، [[سپما]]، عاید، وټیزپرمختگ، [[د پیسو پاړسوب|پاړسوب]] او دې ته د ورته چارو څېړنه او زده کړې ده. او یا په بله مانا لویه وټه په ټولیز ډول سره د وټیزو چارو څېړل دی، د لوېې وټې لمن ډېره پراخه ده چې د [[مالي سیاست|مالي سیاستونو]] او د پیسو پراختیا، بهرنی سوداگري، د دولت پورونه او لگښتونه او د یوه هیواد وټیزه وړاندوینه دا ټول په لویې وټې پورې اړه لري.
 
د لوی اقتصادپوهان د GPD (کلنی خالص عايد)، بې کاري (د بې کارۍ د کچې په ګډون)، ملي عايد، د قيمت شاخصونه، وتنۍ (output)، مصرف، انفلاسيون، سپما، پانګه اچونه، انرژي، نړيواله سوداګري او نړيوال مالي موضوعات څېړي.
 
لوی اقتصاد او کوچنی اقتصاد د اقتصاد په علم کې دوه سترې برخې دي. د ملګرو ملتونو د زغم وړ پرمختګ ۱۷ موخه (Sustainable Development Goal 17) د کړنلارې په مرسته او د ۲۰۳۰ ز کال د پروګرام  د يوې برخې په توګه اړيکې په واسطه د نړيوال لوی اقتصاد د ثبات موخه لري. <ref name="blaug1985">{{Citation|author=Blaug, Mark|title=Economic theory in retrospect|year=1985|location=Cambridge|publisher=[[Cambridge University Press]]|isbn=978-0-521-31644-6}}</ref><ref>{{Cite web|title=Goal 17 {{!}} Department of Economic and Social Affairs|url=https://sdgs.un.org/goals/goal17|access-date=2020-09-26|website=sdgs.un.org}}</ref>
 
== پرمختګ ==
 
=== رېښه ===
لوی اقتصاد د سوداګريز دوران نظريې او پيسو يا پولي نظريې له وېشل شوو برخو نه رامنځته شوې دي. د پيسو د کميت نظريه په ځانګړي ډول دويم نړيوال جنګ په اړه مهمه وه. دې ښکارندې، د اروينګ فيشر (Irving Fisher) د کار پر بنسټ نسخې په ګډون زياتې بڼې واخيستې:<ref name="Dimand 2008">Dimand (2008).</ref>
 
<math>M\cdot V = P\cdot Q</math>
 
د کميت نظريې په نمونه يي نظرکې د پيسو چټکيتيا (V) او د توليد شوو شيانو کميت به ثابت وي، نو د پيسو په سرچينه (M) کې هر زياتوالی به د بيې په کچه کې مستقيم زياتوالی رهبري کوي. د پيسو د کميت نظريه، د هغه اقتصاد د لرغونې نظريې يوه مرکزي برخه وه، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې خپره شوه.  
 
=== اطريشي مکتب ===
د لډويک اوون مايسس (Ludwig Von Mises) کار، د پيسو او امتياز نظريه (''Theory of Money and Credit'') په ۱۹۱۲ ز کې خپره شوه، چې د اطريشي مکتب يو له لومړنيو کتابونو نه و چې د لوی اقتصاد مقالې يې رانغاړلې.
 
=== کينز (Keynes) او پيروان يې ===
لوی اقتصاد په خپله عصري بڼه کې د جان مينارد کينز (John Maynard Keynes) په واسطه د ګومارنې، ګټې او پيسو د عمومي نظریې (''General Theory of Employment, Interest and Money'') په خپرولو سره پيل شو. کله چې ستر خپګان (Great Depression) حمله وکړه، پخوانيو اقتصادپوهانو د شيانو د نه خرڅلاو او د کارکوونکو د نه ګمارنې د څرنګوالي په تشرېح کولو کې ستونزه درلوده. په لرغوني يا پخوانۍ نظريه کې به بيې او اجوره تر هغې لوېدله، چې مارکېټ به خالي شو او ټول شيان به خرڅ شول. کينز د اقتصاد يوه نوې نظريه وړاندې کړه چې ولې مارکېټونه کېدای شي خالي نه شي. د نوموړي نظريې په تدريجي ډول (د شلمې پېړۍ په وروستيو کې) د فکر د لوی اقتصاد مکتبونو يوې ډلې ته تکامل وکړ، چې د کينزي اقتصاد (Keynesian economics)، د کينز اصالت يا کينزي نظريې په نومونو هم پېژندل کېږي. <ref name="Blanchard 2011, 580">Blanchard (2011), 580.</ref><ref name="Modern_macroeconomics">{{cite book|title=Modern Macroeconomics – Its origins, development and current state|last1=Snowdon|first1=Brian|last2=Vane|first2=Howard R.|date=2005|publisher=Edward Elgar|isbn=1-84542-208-2}}</ref>
 
د کينز په نظريه کې د کميت نظريه له منځه لاړه، ځکه چې خلکو او سوداګريو غوښتل په سختو اقتصادي وختونو کې خپلې نغدې پيسې وساتي، چې دا هغه ښکارنده وه چې کينز په پيسو د لومړیتوب غوراوي (liquidity preferences) اصطلاحاتو کې تشرېح کړه. کينز تشرېح کړه، چې ضربوونکي يا ضربي اغېزه به څه ډول په مصرف يا پانګه اچونه کې يو کوچنی لږوالی لوی وښيي او په ټول اقتصاد کې به د لږوالي سبب شي. کينز همدارنګه د هغه ونډې په اړه وليکل چې نامعلومه او حيوانات يې په اقتصاد کې لوبولی شي. <ref name="Blanchard 2011, 580" />
 
هغه نسل چې د کینز پیروي کوي، د نوي لرغوني ترکيب (neoclassical synthesis) د جوړولو په موخه، د عمومي نظريې او نوي کلاسيکي لوی اقتصاد نظريې سره ترکيب کړې. تر ۱۹۵۰ ز لسيزو پورې زياتره اقتصادپوهانو د لوی اقتصاد د ترکيب نظريه ومنله. ځینو اقتصادپوهانو، لکه: پاول سمولسن (Paul Samuelson)، فرينکو موډيګلياني (Franco Modigliani)، جيمز توبين (James Tobin) او رابرت سولو (Robert Solow) رسمي کينزي نموني رامنځته کړې او د مصرف، پانګې اچونې او پيسوغوښتنه(چې د کينز کاري چوکاټ نه رامنځته کېده) له نظريو سره يې مرسته وکړه. <ref>Blanchard (2011), 581.</ref>
 
=== پولي اصالت ===
ملټن فريدمېن (Milton Friedman) د پيسو د کميت نظريه تازه کړه، چې د پيسو غوښتنه، يوه ونډه په کې شامله کړي. نوموړي بحث وکړ چې په اقتصاد کې د پيسو ونډه د سترې اندېښې (Great Depression) د تشرېح کولو لپاره بس وه او د ټولو غوښتنو ورپېژندل شوي تشرېحات اړين نه وو. فريدمېن بحث وکړ چې، د پيسو (پولي) کړنلاره، د مالي تګلارې (fiscal policy) په پرتله زياته ګټوره وه. که څه هم فريدمېن په پولي کړنلارې سره د اقتصاد جوړولو په اړه د حکومت په وړتياوو شک وکړ. نوموړي په عمومي ډول د مکررې لاسوهنې پر ځای د پيسو په سرچينه کې د ثابتې ودې يوه کړنلاره غوره وګڼله.  <ref>Blanchard (2011), 582–83.</ref>
 
فريدمېن، د انفلانسيون او بېکارۍ تر منځ د فيليفس منحني (Phillips curve) اړيکه، هم وګواښوله. فريدمېن او ايدمنډ فيلپس (Phillips curve) [چې د پولي اصالت پيرو نه و] د فيليس د منحني يوه بشپړ شوې نسخه مطرح کړه، چې د انفلاسيون او بېکارۍ تر منځ يې د يو ممکن او اوږد مهاله ميزان احتمال مخنيوی وکړ. کله چې د ۱۹۷۰ز لسيزې د تېلو ټکانونو (oil shocks) لوړه بېکاري او انفلاسيون رامنځته کړ، فريدمېن او فيلپس بری الذمه وو. پولي اصالت په ځانګړي ډول، د ۱۹۸۰ ز لسيزې په لومړيو کې اړين او مهم و. پولي اصالت هغه وخت له پامه ولوېد، چې مرکزي بانکونو ته د ګټې د کچې پر ځای پولي سرچينو په نښه کولو کې (لکه څرنګه چې پولي اصالت وړانديز کاوه)، ستونزمن ښکاره شو. پولي اصالت هغه وخت په سياسي ډول نامشهور شو، چې مرکزي بانکونو د انفلاسيون د بطي کولو په موخه اقتصادي کړکېچونه رامنځته کړل. <ref>{{Cite web|url=http://www.econlib.org/library/Enc/PhillipsCurve.html|title=Phillips Curve: The Concise Encyclopedia of Economics {{!}} Library of Economics and Liberty|website=www.econlib.org|access-date=2018-01-23}}</ref>
 
=== نوی کلاسيکي اصالت ===
نوی کلاسیک لوی اقتصاد (New classical macroeconomics) د کينز مکتب لا وګواښاوه. په نوي لرغوني فکر کې يو مرکزي پرمختګ هغه وخت راغی، چې روبرت لوکاس (Robert Lucas) د لوی اقتصاد په اړه عقلي توقعات (rational expectations) معرفي کړل. له لوکاس نه وړاندې اقتصادپوهانو توافقي هیلې په عمومي ډول کارولې، چې عوامل په کې مفروض شوي وو چې د راتلونکي په اړه د توقعاتو جوړولو لپاره نږدې ماضي په پام کې ونيسي. د عقلي هیلو(rational expectations) له مخې عوامل مفروض شوي دي، چې زيات پېچلي يا غير طبيعي اوسي. يو مستهلک به د ۲% انفلاسيون اندازه په اسانۍ سره ځکه فرض نه کړي (ونه مني)، چې دا کچه د تېرو څو کلونو منځنۍ کچه وه، دوی به د يو باخبره اټکل کولو په موخه د پيسو اوسنۍ کړنلارې او اقتصادي حالت ته پام وکړي. کله چې نويو کلاسيکي اقتصادپوهانو په خپلو نمونو کې عقلي هیلې معرفي کړې، ويې ښودل چې پولي کړنلاره يوازې يوه محدوده اغېزه لري.
 
لوکاس (Lucas) د کنزي سترواکي نمونو يو اړين نقد (influential critique) هم وکړ. نوموړي بحث وکړ چې د سترواکي اړيکو پر بنسټ د اټکلولو نمونې به د ورته اټکلونو توليد وساتي، ان د معلوماتو د توليد بنسټيزې نمونې ... نوموړي د اقتصاد د بنسټيزې نظريې پر بنسټ د نمونو دفاع وکړه، چې په اصل کې دا چې اقتصاد بدلون کوي، په ساختماني ډول دقيقې وې. د لوکاس راتلونکی انتقاد نوي کلاسيک اقتصادپوهانو چې د ايډوارد سي پريسکوټ (Edward C. Prescott) او فينن اي کيډلېنډ (Finn E. Kydland) په واسطه رهبري شو، د لوی اقتصاد ريښتيني سوداګرۍ دوران (real business cycle) [RB C] نمونې يې جوړې کړې دي. <ref name="Blanchard 2011, 587">Blanchard (2011), 587.</ref>
 
د RB C نمونې د نوي کلاسيکي لوی اقتصاد نه بنسټيزو معادلو په ترکيبولو سره جوړې شوې دي. د لوی اقتصاد د بدلون توليدلولو لپاره، RB C نمونو د شيانو يا پيسو لپاره په مارکېټونو کې د بدلون پر ځای په تيکنالوژي کې له بدلونونو سره اقتصادي بحرانونه او بېکاري تشرېح کړه. د RB C نمونو منتقدان بحث کوي چې، پيسي په روښانه ډول په اقتصاد کې اړينه ونډه لوبوي او د تيکنالوژيکي شاته تګ نظريه تشرېح کولی شي، چې وروستي بحرانونه غير احتمالي دي. که څه هم تيکنالوژيکي ټکانونه، د هغه سيستم په اړه د ممکنه ټکانونو يوازيني زيات نامتو ټکانونه دي، چې نمونه يا موډل کېدلی شي. د RB C نمونو د نظريې په اړه د پوښتنو تر څنګ، دوی په روښانه ډول په اقتصادي مېتودولوژي کې مهم دي<ref>Kariappa Bheemaiah, ''The Blockchain Alternative: Rethinking Macroeconomic Policy and Economic Theory'' (Dordrecht NL: Apress/Springer Nature, 2017), 169-70. {{ISBN|1484226747}}, 9781484226742</ref><ref name="Blanchard 2011, 5872">Blanchard (2011), 587.</ref>
 
==د لوی او کوچنی اقتصاد ترمیځ توپیر==