د "انتارکتيکا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
This contribution was added by Bayt al-hikma 2.0 translation project
۱ کرښه:
{{مالوماتبکس لويه وچه|سرليک=انترکتيکا|انځور=[[File:Location Antarctica.svg|300px|200px]]|سيمه=۱۴,۰۰۰,۰۰۰ km2 (۵,۴۰۰,۰۰۰ sq مایله)[۱]}}
 
انترکتيکا د ځمکې په لرې سويل کې پرته لويه وچه ده. د سويلي قطب جغرافيه د دې لويې وچې اړوند او د سويلي نيمې کُرې د انترکتيکي سيمې نږدې په ټوله کې د انترکتيکا په سويلي دايره کې موقعيت لري، سويلي سمندر ترې راچاپير دی. د ۱۴۲۰۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۵۵۰۰۰۰۰ ميل مربع) مساحت په لرلو سره پنځمه ستره لويه وچه او د استراليا نږدې دوه برابره ده. دا تر اوسه د تر ټولو کم نفوس لرونکې لويه وچه ده، په دوبي کې نږدې پنځه زره او په ژمي کې نږدې زر وګړي لري. د انترکتيکا نږدې اته نوي سلنه سيمه په يخ پوښلې ده، چې په منځني ډول دا يخونه يو اعشاريه نهه کيلو متره (يو اعشاريه دوه ميله، شپږ زره دوه سوه فوټه) ډبلوالی لري.
 
په منځني ډول انترکتيکا يوه سړه، وچه او باد لرونکې لويه وچه ده او د ټولو لويو وچو په کچه د انترکتيکا منځنی لوړوالی تر ټولو زيات دی. د انترکتيکا ډېره برخه قطبي صحرا ده، په سمندري ساحلونو کې يې د اورښت کلنۍ کچه دوه سوه ملي متره (اته اينچه)، خو په وچه کې يې د اورښت کچه کمه ده، په همدې بنسټ د نړۍ د تازه اوبو د زېرمو اتيا سلنه په دې سيمه کې زېرمه شوې دي، که چېرې دا ټولې ويلې شي، نو د نړۍ د سمندرونو کچې شپېته متره (دوه سوه فوټه) لوړولو لپاره بسنه کوي. په انترکتيکا کې د تودوخې درجه  ۸۹.۲- °C (−128.6 °F) ته راښکته شوې ده (له فضا نه د شوې اندازې پر بنسټ يا له دې نه هم زيات يعنې −94.7 °C or −138.5 °F ته)، که څه هم د درېيمې ربعې منځنۍ اندازه (د تر ټولو سړې برخې پربنسټ) يې ۶۳ـ °C (−81 °F) ده. د انترکتيکا په اصلي موجوداتو کې د اوبړيو، باکتريا، غوښې او بوټو بېلا بيل ډولونه شامل دي، همدا راز بېلا بېل ډوله حيوانات، لکه ګونګټې، چينجي، پينګوين، سيګ لاهو او تارډيګراډ شامل دي. چېرته چې بوټي شته هغه تندرا دي.<ref name="dnaclimate">{{cite web|archive-url=https://web.archive.org/web/20161113152357/http://www.dna.gov.ar/la-ant%C3%A1rtida|archive-date=13 November 2016|url=http://www.dna.gov.ar/la-ant%C3%A1rtida|title=La Antártida|publisher=Dirección Nacional del Antártico|language=es|access-date=13 November 2016}}</ref><ref>{{cite web|last=Joyce|first=C. Alan|date=18 January 2007|title=The World at a Glance: Surprising Facts|work=The World Almanac|url=http://www.worldalmanac.com/blog/2007/01/the_world_at_a_glance_surprisi.html|access-date=7 February 2009|archive-url=https://web.archive.org/web/20090304001123/http://www.worldalmanac.com/blog/2007/01/the_world_at_a_glance_surprisi.html|archive-date=4 March 2009|url-status=dead}}</ref><ref name="Cain">{{Cite web|last=Cain|first=Fraser|date=12 June 2008|title=What is the Driest Place on Earth?|url=https://www.universetoday.com/15031/driest-place-on-earth/|access-date=12 April 2021|website=Universe Today|language=en-US}}</ref><ref>{{cite news|title=Coldest temperature ever recorded on Earth in Antarctica: -94.7C (−135.8F)|url=https://www.theguardian.com/world/2013/dec/10/coldest-temperature-recorded-earth-antarctica-guinness-book|work=The Guardian|access-date=12 July 2017|date=10 December 2013|agency=Associated Press}}</ref>
'''انترکتیکا''' انټرکټیکا) د نړۍ پرمخ د لویو وچو له ډلې څخه یوه [[لويه وچه]] ده چې هیڅ دایمي استوګن نلري. زمونږ د پراخې نړۍ زیاتې اوبه انترکتیکا تعمینوی لا مل یې هم په یاده وچه کې د زیاته یخنې او همیشنې واوره ده.
 
د ځمکې پر مخ انترکتيکا وروستۍ کشف شوې سيمه ده، شونې ده چې تر ۱۸۲۰ز کال پورې نه وه لیدل شوې، تر هغه وخته کله چې روسي تبعو هر يو « Fabian Gottlieb von Bellingshausen» او « Mikhail Lazarev» علمي څېړونکي پلاوي په « Vostok and Mirny» بېړيو د فيمبل يخ تاخچې ولیدې. دې لويې وچې ته د نولسمې پېړۍ تر پايه پورې ځانګړې پاملرنه ونه شوه، ځکه چې چاپېريال يې سخت، سرچينو ته په کې اسانه لارسرسی نه و او په څنډه کې یې موقعيت درلود. د ۱۸۴۰ز کال د جنورۍ په مياشت کې په لومړي ځل په انترکتيکا کې ځمکه کشف شوه، نژدې په يو وخت کې د متحده ايالاتو د کشفياتو له خوا چې مشري يې دويم بريدمن چارلس ويلکس کوله او د يوې جلا فرانسوي څېړنې پر مهال چې مشري يې «جول دومون دورويل» کوله. فرانسوي څېړونکي پلاوي، دلته لنډ مهالی وخت تېر کړ، خو که څه هم د ويلس پلاوی هلته په ځمکه ښکته نه شو، په دې سيمه کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شو، تر څو هلته پلټنه وکړي او د دې لويې وچې د نژدې ديارلس سوه کيلو متره (اته سوه ميله) سيمې نقشه جوړه کړي. په ځمکه لومړۍ تاييد شوې ښکته کېدنه، په ۱۸۹۵ز کال کې د يوې نارويژنۍ ډلې له خوا تر سره شوه.
 
انترکتيکا، د انترکتيک تړون نظام د غړو له خوا اداره کېږي. په ۱۹۵۹ز کال کې دولسو هېوادونو دا تړون لاسليک کړ او له هغې وروسته اته دېرشو نورو لاسليک کړی دی. دا تړون په ياده سيمه کې پوځي فعاليتونه، د کانونو را ايستل، هستوي چاودنې او هلته د هستوي پاتې شونو غورځول منع ګرځوي. تړون د علمي څېړنو ملاتړ کوي او د دې لويې وچې له چاپيريال نه ساتنه کوي. د ګڼو هېوادونو له زرو نه تر پنځو زرو پورې وګړي ،په هغو څېړنيزو مرکزونو کې ژوند کوي، چې په دې لويه وچه کې خپاره دي.
 
== رېښه ==
د انترکتيکا ټکی د يوناني مرکب ټکي (antarktiké) رومي شوی ډول دی، د (antarktikós) ټکي مؤنث ډول دی چې معنا يې ده «د شمالي قطب مقابل» يعنې د شمال مقابل لوری.<ref>{{cite book|last1=Liddell|first1=Henry George|last2=Scott|first2=Robert|editor-last=Crane|editor-first=Gregory R.|contribution=Antarktikos|title=A Greek–English Lexicon|series=Perseus Digital Library|publisher=Tufts University|url=https://www.perseus.tufts.edu/hopper/text?doc=Perseus%3Atext%3A1999.04.0057%3Aentry%3D%239514|access-date=18 November 2011}}</ref><ref>{{cite book|last=Hince|first=Bernadette|date=2000|title=The Antarctic Dictionary|publisher=CSIRO Publishing|isbn=978-0-9577471-1-1|page=6|url=https://books.google.com/books?id=lJd8_owUxFEC&pg=PA6}}</ref><ref>{{Cite web|title=Did you know that the term Antarctic actually comes from "anti-Arctic"?1|url=https://nettarkiv.npolar.no/sorpolen2011.npolar.no/en/did-you-know/2011-10-25-antarctic-anti-arctic.html|date=October 25, 2011|access-date=7 April 2021|website=[[Norwegian Polar Institute]]}}</ref>
 
ارستو له میلاد مخکې په ۳۵۰ کال کې د سويلي قطب د يوې سيمې په اړه په خپل کتاب هواپېژندنه کې لیکل کړي وو. د معلوماتو پر اساس د تاير مارينوس په دويمه زېږديزه پېړۍ کې له دې نوم نه د نړۍ په هغه نقشه کې يادونه کړې وه چې دا نقشه خوندي نه ده. رومي ليکوالانو هر يو هيجونيوس او اپوليوس (له زېږد وروسته لومړۍ او دويمه پېړۍ) د سويلي قطب لپاره رومی شوی يوناني نوم polus antarcticus کارولی دی، له همدې ټکي نه زوړ فرانسوي قطب انتارتيک (اوس pôle antarctique) را ايستل شوی او همدا نوم په ۱۲۷۰ز کال کې تاييد شوی دی، له همدې ځايه بيا په ۱۳۹۱ز کال کې د منځنۍ انګليسي ژبې «pol antartik» ټکی اخیستل شوی دی چې دا د جيفري چاسر فني رساله ده، د اسطرلاب په اړه يوه رساله ده چې اوسني سويلي قطب ته اشاره کوي. ماتياس رينګمن په ۱۵۰۵ز کال کې «Terra Australis» ته د «Ora Antarctica» نوم کارولی و چې (معنا يې د سويلي قطب ځمکه ده).  <ref>{{cite web|author=[[Aristotle]]|url=http://classics.mit.edu/Aristotle/meteorology.2.ii.html|title=Meteorologica, Book II, Part 5|orig-year=350 BCE|translator=E. Webster|location=Oxford|publisher=[[Clarendon Press]]|year=1923}}</ref><ref>{{cite web|url=https://www.metoffice.gov.uk/binaries/content/assets/metofficegovuk/pdf/research/library-and-archive/library/publications/factsheets/pioneers_scott-bae-1910_1913.pdf|title=Pioneers: British Antarctic Expedition 1910–1913|website=[[Met Office|United Kingdom Meteorological Office]]|year=2012|access-date=8 March 2021}}</ref><ref>Hyginus. [https://books.google.com/books?id=GlWM1eMefB8C De astronomia.] Ed. G. Viré. Stuttgart: Teubner, 1992. 176 pp.</ref><ref>Apuleii. [https://books.google.com/books?id=MJ8MAAAAYAAJ Opera omnia.] Volumen tertium. London: Valpy, 1825. 544 pp.</ref><ref>G. Chaucer. [http://art-bin.com/art/oastro.html A Treatise on the Astrolabe.] Approx. 1391. Ed. W. Skeat. London: N. Trübner, 1872. 188 pp.</ref><ref>{{cite web|last1=Matthias|first1=Ringmann|author-link=Matthias Ringmann|publisher=Impressum Argentine|title=De Ora antarctica per regem Portugallie pridem inventa|trans-title=The antarctic country discovered some time since by the King of Portugal|location=Strassburg|year=1505|url=https://archive.org/details/deoraantarcticap00vesp|language=Latin}}</ref>
 
=== د نوم بدلون ===
سويلي قطبي لويه وچه، چې له ډېره وخته يې په اړه فکر کېده، (خو کشف شوې نه وه)، په اصل کې ورته د « Terra Australis» نوم کارېده، کله نا کله به د لنډيز په ډول «استراليا» کارول کېده، لکه: په يوه لرګين انځور کې چې «د بادونو سيمه» نوم يادېږي. همدا لیدل شوي، همدا انځور په ۱۵۴۵ز کال کې په فرانکفورټ کې د نجوم علم په اړه خپاره شوي يو کتاب کې شامل دی.<ref>{{cite book|last1=Barth|first1=Cyriaco Jacob zum|title=Astronomia: Teutsch Astronomei|date=1545|location=Frankfurt}}</ref>
 
د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې، په سيډني کې نېواکګرو چارواکو(مسئولینو) له نيو هالنډ نه هالنډي نوم لرې کړ. د دې پر ځای چې نوی نوم پرې کېږدي، د اسټراليا نوم يې غوره کړ او په دې توګه يې د سويلي قطب لويه وچه د نژدې اتيا کلونو لپاره بې نومه پرېښوده. په دې پير کې، جغرافيه پوهان اړ وو چې له بې خونده عبارتونو نه کار واخلي، لکه: «د انتراکتيک لويه وچه». دوی د يوه شاعرانه بديل په لټه کې وو، د الټيما او انټيپوډيا په څېر بېلا بېل نومونه يې وړانديز کول. په پايله کې په ۱۸۹۰ز کلونو کې انټرکټيکا د دې لويې وچې د نوم په توګه غوره شو او په لومړي ځل د دې نوم کارونه يوه سکاټلينډي نقشه کښونکي «جان جورج بارتولوميو» کړې ده. <ref>{{cite book|last1=Cameron-Ash|first1=M.|title=Lying for the Admiralty: Captain Cook's Endeavour Voyage|date=2018|publisher=Rosenberg|location=Sydney|isbn=978-0-6480439-6-6|page=20}}</ref><ref>John George Bartholomew and the naming of Antarctica, CAIRT Issue 13, National Library of Scotland, July 2008, {{ISSN|1477-4186}}, and also {{cite web|title=The Bartholomew Archive|url=http://digital.nls.uk/bartholomew/highlights/antarctica.html}}</ref>
 
== د موندلو تاريخچه ==
د « Terra Australis» د شتون باور – د اروپا، اسيا او شمالي افريقا د شمالي ځمکو د «توازن» په موخه  د ځمکې د کُرې په لرې سويل کې پرته لويه وچه – له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې د بطلميوس له وخته و. ان د اولسمې پېړۍ په وروستيو کې، کله چې څېړونکو وموندله چې امريکا او استراليا د افسانوي «انترکتيکا» برخه نه ده، جغرافيه پوهانو باور درلود چې دا لويه وچه له  خپلې اصلي اندازې خورا زياته ستره ده. د انترکتيکا د نوم د اصليت نه، نه جلا کېدونکې يوه کيسه دا هم ده چې د دې سيمې نوم Terra Australis نه و – د دې پر ځای دا نوم د دې ناسم تصور له امله استراليا ته ورکول شوی و چې ګوندې په لرې سويل کې هېڅ ډول د پام وړ وچه ځمکه نه شته.  په ځانګړي ډول لوڅاوو «ماتيو فلينډر» استراليا ته د Terra Australis د نوم لېږد ته د شهرت ورکوونکي په توګه کتل کېږي. هغه په خپل کتاب کې چې نوم يې دی « A Voyage to Terra Australis» (۱۸۱۴ ز) دانوم توجيه کړی او په سريزه کې يې لیکلي دي:<ref>{{cite web|url=https://www.nationalgeographic.org/encyclopedia/antarctica/|title=Resource Library: Antarctica|date=4 January 2012|publisher=National Geographic|access-date=31 August 2020}}</ref><blockquote>د دې شونتيا نه شته چې د ځمکې يوه جلا برخه دې، په دې سره تر برابرې اندازې، په لرې سويلي عرض البلد کې پيدا شي؛ په همدې بنسټ « Terra Australis» نوم به د دې هېواد د جغرافيايي اهميت او په ځمکه کې د دې سيمې د حالت بيانوونکی پاتې شي: دا سپارښتنه لرغونتيا لري او د دواړو دعوه کوونکو قومونو په اړوند د اشارې د نه شتون له امله، داسې برېښي چې د هرهغه بل په اړه د کمې نیوکې وړ دی چې شونې ده غوره شي.<ref>{{cite book|last1=Flinders|first1=Matthew|author-link1=Matthew Flinders|url=http://www.slsa.sa.gov.au/encounter/collection/B12985211_259_3.htm|title=A voyage to Terra Australis|location=Introduction|year=1814|publisher=G. and W. Nicol|archive-url=https://web.archive.org/web/20121111005442/http://www.slsa.sa.gov.au/encounter/collection/B12985211_259_3.htm|archive-date=11 November 2012|access-date=25 January 2013}}</ref></blockquote>اروپايي نقشو دا فرضي سيمه تر هغه وخته پورې ښودله، تر څو د « HMS Resolution» او « Adventure» په نوم د کپتان جيمز کوک بېړۍ د ۱۷۷۳ز کال د جنورۍ په اولسمه د ۱۷۷۳ز په دسمبر کې او بيا د ۱۷۷۴ز کال د جنورۍ په مياشت کې د انترکتيکا له دايرې نه تېرې شوې. کوک د ۱۷۷۳ز کال د جنورۍ په مياشت کې د ميداني کنګلونو له مقابل نه تر شاتګ مخکې د انترکتيکا په ساحلي سيمو کې نږدې يو سل او شل کيلو متره (۷۵ميله) ولاړ. په ۱۷۷۵ز کال کې کوک د يوې قطبي لويې وچې د شتون د شونتيا خبر ورکړ اوهغه د مجلې په  يوه بله ګڼه کې ولیکل: «زه بشپړ باور لرم او تر دې هم زياته دا چې، له احتمال نه پورته ده چې موږ د هغې يوه برخه لیدلې ده».<ref>{{cite web|title=Age of Exploration: John Cook|publisher=The Mariners' Museum|url=http://www.mariner.org/educationalad/ageofex/cook.php|access-date=12 February 2006|archive-url=https://web.archive.org/web/20060207175624/http://www.mariner.org/educationalad/ageofex/cook.php<!-- Bot retrieved archive -->|archive-date=7 February 2006}}</ref><ref>{{cite book|first1=James|last1=Cook|author-link1=James Cook|title=The Journals of Captain Cook|editor=Philip Edwards|publisher=Penguin Books|year=2003|page=250|isbn=978-0141928081}}</ref><ref>{{cite book|last1=Beaglehole|first1=John C.|author-link1=John Beaglehole|title=Cook, Journals, vol.2|date=1968|publisher=Hakluyt Society|location=Cambridge|isbn=978-1-4724-5324-2|page=643, n.3}}</ref>
 
==جغرافیه==
Line ۸ ⟶ ۲۶:
==وېش==
 
== سرچینې ==