د "کارلشتین کلا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۲۱ کرښه:
[[دوتنه:Jindrich Eckert - Karlstejn, kaple sv Krize (1878).jpg|300px|بټنوک|کيڼ|مقدس صلیب عبادت ځاي]]
[[دوتنه:Karlštejn.JPG|300px|بټنوک|کيڼ|کارلشتین کلا]]
'''کارلشتین کلا''' ([[چېکي ژبه|په چېکي]]: ''Hrad Karlštejn'') د گوتي سپک یوه مشهورمشهوره کلا ده چې [[چېک جمهوريت|د چېک په جمهوريت کې]] د Beroun په ولسوالۍ کې پرته ده. نوموړي کلا د چېک ملي او ثقافتي یادگار هم دي.
==تاريخ==
کارلشتین کلا په ۱۳۴۸ کال کې د چېکي پاچا او رومي امپراطور [[کارل ۴]] او لوی اسقف Arnošt z Pardubic په امر د امپراطوري او پاچايی مقدسو شایانو (لکه امپراطوري تاج او نور) د ساتنې له امله جوړه شوه. خو نوموړي کلا د پاچا [[کارل ۴]] مهم آراموونکی مقر هم ده. د کارلشتين د جوړولو کارونه په ۱۳۴۸ کال کې پېل شول او په ۱۳۵۷ کال کې پای ته ورسېدل او داخلي سنگار یې ۱۳۶۵ کال کې پای ته ورسېده.
==معماري==
کارلشتين کلا ډبرو جوړشوی لویه کلا ده چې د چونې پر غر باندي پرته ده. نوموړی کلا د ۱۴ پېړۍ د گوتي معامري عالي مثال دي. کلا ته نژدی څنگل او د انگورو باغ پروت دی. نوموړي کلا د څو مهمو ودانیو څخه لکه د سرپرست د اوسیدو ځای، پاچایي ماڼۍ، مقدس ماریم برج او د اوبو برج جوړه شوي ده.
===پاچایي مانۍ===
پاچایي مانۍ د امپراطور [[کارل ۴]] اوسېدونکي ځاي وو چې دوه منزله لري. په لومړنی منزل کې نوکرانو او عسکرانو ژوند کول په دویمه منزل کې پاچايي خوب کوټه، اورېدونكى سال او د لوگزامبورگانولوگزامبورگي سال پروت دي. په دي منزل کې پاچا ژوند کاوه او د سیاستدانو، کشيشانو او نورو اشرافانو سره مخامخ کېده.
 
===مقدس ماريم برج===
مقدس ماريم برج لکه پاچايي مانۍ غونډی دوه منزله هم لري او د پاچايي مانۍ سره د پل په مرسته تړل شوي دي.
د دي برج په دویمه منزل کې مقدس مایم کلیسا پرته ده. ددی کلیسا دېوالونه د انجیل د نقاشیو لخوا سنگار شوي دي. نوموړي نقاشي احتمالا د یو مشهور [[آلمان|آلماني]] رنگمال Mikuláš Wurmser لخوا جوړې شوې. په دی کلیسا کې کاترین عبادت ځای شته چې دېوالونه یې د ښایستو قیمتو ډبرو لخوا سنگار شوي دي. په لمړنۍ منزل کې د جواهرو کوټه پرته ده. په دي کوټه کې د پاچايي تاج یو کاپي پروت دي.
===لوي برج===
لوي برج د مقدس ماریم برج سره پل په مرسته تړل شوي دي. په دي برج کې مقدس صلیب عبادت ځاي پرته ده. په دي عبادت ځاي کې تر ۱۷ پېړۍ پورې چېکي پاچايي تاج ‌ذخيره شوي وه. د دي عبادت ځاي دېوالونه د قيمتي ډبرو لخوا سنگار شوي ده . د عبادت ځاي پام د لمړ، سپوږمۍ او ستوری لخوا چې د ونيزي ښيښو څخه جوړ شوي دي، سنگار شوي دي. نوموړي عبادت ځاي د طلايي پنجره لخوا په دوو برخو تقسیم شوي دي.