د "نړیوال تشيال تمځای" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
و بنسټیز مالومات مې کې اپډېټ کړل. بشپړ مالومات به وروسته راشي.
۱ کرښه:
[[دوتنه: STS-133 International Space Station after undocking 5.jpg |بټنوک|300px|کيڼ|نړيوالې فضايي اډه په ۲۰۱۱ کال کی]]
ځمکه په خپل ټیټ چورلېځ (مدار) کې کابو ۱۰۷۰ مصنوعي سپوږمکیانې لري. په دې کې نړیوال تشیال تمځای (International Space Station, ISS) تر ټولو لویه سپوږمکۍ ده چې له ځمکې څخه د شپې له خوا کله نا کله په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شي. دا چې تشيال چيرې پيليږي كوم ټاكلى وېش نه لري؛ خو بيا هم د كارمان كرښه (Kármán line) چې د سمندر له مخ څخه ۱۰۰ كيلو متره (۶۲ ميله) لوړوالى لري په ټوليز ډول په تشيالني تړونونو (space treaties) کې د بهرني تشيال د پيل په توگه كارول كېږي.
'''نړېوال تشيال تمځای''' ([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: ''International Space Station'') هغه فضايي اډه ده چی د ۲۰۰۰ کال څخه راهيسي په تشيال کی د مځکې په مدار کی دوره کوي. نوموړي فضايي اډه د ۲ نومبر ۲۰۰۰ څخه په دایمي توگه هم آباد شوي ده. د فضايي اډې عمله د شپږو کيهاننوردانو څخه جوړه شوي ده. دغه عمله تر ښپږ مياشتو وروسته تبديل شوي ده.
 
نړیوال تشیال تمځای (ISS) یوه تشیالنۍ اډه ده چې د سمندر له مخ څخه کابو ۴۲۰ کیلو متره لوړوالی لري او د ۱۹۹۸ د نومبر پر ۲۰مه تشیال (فضا) ته وتوغول شوه. دا په تشیال کې د یوه څېړنیز لابراتوار دنده ترسره کوي چې په دې کې ستورمزلي د بیولوژي، ستورپوهنې، پنځپوهنې (فزیک)، او داسې نورو شیانو په اړه څېړنې ترسره کوي. تر اوسه پورې د ۱۵ هېوادنو ستورمزلو له دې څخه لیدنه کړې ده.
 
دا تمځای مدام د حرکت په حال کې دی او پر ځمکې په ۲۷۷۲۴ کیلو متره/ساعت سره را چورلي؛ او په یوه ورځ کې ۱۵.۵۴ واره پر ځمکې را څرخي --- یانې په ۹۳ دقیقو کې یوه پیره بشپړوي. په تمځای کې سر و کال لږترلږه درې کسان مېشت وي --- چې هغوی ته خواړه، څښاک توکي، او تازه مېوه د ځمکې له خوا لېږل کېږي.
 
نړیوال تشیال تمځای (ISS) د کاناډا، امریکا، جاپان، روسیې، او اروپایي تشیال ادارې (European Space Agency) شریک دی. نن سبا دې ته زیاتره پروازونه له قزاقستان څخه ترسره کېږي.
 
[[وېشنيزه: كيهاني سټېشن]]