د "ټي اېن ټي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
 
۲۴ کرښه:
'''ټي اېن ټي''' یا '''ټرینیتروټولوېن''' ([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]:''TNT, Trinitrotoluene'') یوه قوي چاودونکي ماده ده چی د بمونو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي چاودونکي ماده په ۱۸۶۴ کال کی د [[الماني]] کیمیاپوه یوسیف ويلبرانډ لخوا جوړه شوه.
==پېژندنه==
ټرینیتروټولوېن ژېړه کريسټالي ماده ده چی کيمياوي فورمل یی C<sub>6</sub>H<sub>2</sub>(NO<sub>2</sub>)<sub>3</sub>CH<sub>3</sub>. دي. گڼوالي (کثافت) یی 1.654 g/cm<sup>3</sup> او نقطه ذوب یی ۸۰ درجې دي. ټرینیتروټولوېن پرته له [[اتانول]] او کربن دیسولفیډ نه په عضوي محلولونو کی ويلېږي. ټرینیتروټولوېن هغه ټولوېن دي چی د کربن پر درو اټمونو باندي د ها يدروجن اتمونه پر ځای اتمونه د نیترو ترکیبونه (- NO<sub>2</sub>) لري
د ټرینیتروټولوېن د چاودنې انرژي ۱،۰۱۰ کیلوکالريه او د چاودنې سرعت یی ۷،۴۰۰ متره په ثانيه کی دي. ټرینیتروټولوېن زهرجن ماده ده چی د انسانانو پر پوستک، [[وينه|وينو]] او تورې (طحال) باندي بد آغېزه لري. انسانان چی ټرینیتروټولوېن جوړوي یا د دغی مادې سره کار کوي، کولای سی د کم خونی مرض (دکمې (لږې) وینې درلودنه) او ژیړ پوستک یا د [[اينه|اينې]] مرض ولري.