د "شاعر" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
|||
۱ کرښه:
'''شاعر''' يو د ښکليو هنرونو مسلک دی چې په فطرتي توگه دا هنر پرمخ وړل کېږي نه په کسبي توگه . همدارنگه شاعر د طبیعت او د کایناتو د ښکلاؤ ستاینې او د ناخوالو څخه گیلې گیلې کوي . په طبعي توگه شاعر د ژورو احساساتو لرونکی دی چې په عامه ژبه ورته د ويښ شعور بنيادم ويل کېږي . شاعر د خپل له کورڅخه نیولې تر د ټولنې چاپېريال پورې د هر ډول اغېزو او انځورونو وينايي ښکارندوی هم وي . همداسې په ډېرو ټولنو کې هغه چا ته شاعر وييل کېږې چې د ټولنې او ولس ستونزې پخپل شعري کلامونو کې برملا کړي او د مستبدو او زورواکو لوړو چارواکو کړنې د [[شعر]] په [[ژبه]] وغندي . شاعر په کسبي ډول د زده کړو له ډگره نه راپاڅېږي خو شاعر د ټولنې له خوالو او ناخوالو الهام اخلي او د هغو پر بنسټ د وينا ښکلي ملغلرې يا ويوونه يې د ژور فکر په وجې خولې ته ورځي او لکه امېل یې پېيي .
د شاعرانو ځېليزې پخپلو کې توپیر لري خو ټول شاعران د يوه ځېل لارويان نه وي . په شاعرانو کې د صوفي ځېل ، طبيعي ښکلاؤ د ستاینې ځېل ، د ژوند سره د مينې ځېل ، هېوادنۍ مینې ځېل ، ولوليزه ځېل او د خوږو ويوونو پېينې نازک خياله ځېل او نور ټولنیز ځېلونه موندل کېږی .
|