د "عبدالحی حبيبي" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
۱۲۴ کرښه:
{{دشعرپای}}
علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د
( كلكته) و كتب مرحوم [[محمود
علامه مرحوم په ۱۷ كلنۍ كې (۱۳۰۶ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توګه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انګرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم [[محمودخان شېراني]] په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په ۱۳۵۵ ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه
۱۳۲ کرښه:
(Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله )
علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډګر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په ۱۳۱۹ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توګه و ټاكل سو او پر څنـګ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توګه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (۱۳۲۳ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توګه ولېږل سو (۱۳۲۵ل). پر ۱۳۲۶ل كال لـه علمي او فرهنګي وظيفو څخه ګوښه كړه سو او په [[چمن]] كې د افغاني سوداګرو د " وكيل التجاره" په توګه يې كار پيل كړ. پر ۱۳۲۷ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توګه وټاكه ( د ښاغلي [[عبدالرحيم هاتف]] د خولې خبره ده چې وايي " هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د [[مولانا جلال الدين محمد بلخي]] په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چي وايي : " من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب" ( افغاني شمله- ۶۴مخ) [[حاجي اختر محمد خان باركزي]] د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم سته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـګ پر څنـګ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په ۱۳۳۰ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې " ښاغلي [[اجمل
علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتګرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنګي ډګر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د ګوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرګ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه " ... آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟... په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده."
|