د "عبدالحی حبيبي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{صاف}}
[[انځور:AbdulHai-Habibi.jpg|thumb|289px|علامه پوهاند عبدالحي حبيبي]]
'''علامه پوهاند عبدالحی حبيبي''' ( ۱۲۸۹ ل. - ۱۳۶۳ ل.) (''انګرېزي: Abdulhai Habibi'') د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلى دى.
۱۴ کرښه:

===لیکنېليکنې===

د علا مه حبيبي څخه تر يوسل او ديرش ( ۱۳۰ ) زيات چاپ شوي کتابونه را پاته دي، په سلګونو مقالې او رسالې يې خپرې شوي او تر دوه سوه زياتو ملي اونړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي يې خلاق ګډون کړيدۍ .د چاپ شويو کتابونو له جملې څخه يې د شپږ پنځوسو څخه تر شپيتو کتابونو پوري د افغانستان دتاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي ، چي د بيلګي په توګه د افغانستان لنډ تاريخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبياتو تاريخ ( دوه جلده ) ، اديان عصر کوشاني ، افغانستان در عصر تيموريان ، تاريخ شاهان صفاري ،نومورکي مورخين ،جغرافيايې تاريخي افغانستان ، هنر عصر تيموريان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمير نور يادولای شو .
په دې ليکنه کي يوازي د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ په اړه اړين مطالب را يادوم :
Line ۵۲ ⟶ ۵۱:

===خاطره===

په ۱۳۶۱ لمريز کال د [[کوشاني پير]] په اړه پنځم نړيوال څيړنيز سيمنار د [[يونسکو]] په مرسته په [[کابل]] ښار کي داير شو . د سيمنار مرکزي موضوع د [[کوشاني امپراتورۍ]] سياسي سرحدونه او د هغو حدود او ثغور ، څرګندول وه . د دسيمينار د درې ورځنيو علمي غونډو په ترځ کي د کوشاني شاهانو د عقيدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سيمنار کي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نامتو پوهانو او څيړونکو ګډون درلود ، د بهرنيو پوهانو له ډلي څخه هندي نامتو مورخ پروفيسور ب . ن . پوري جاپاني څيړونکي پروفيسور کويا ما ، فرانسوي نامتو پوه پروفيسور فوسمن ، د پخواني شوروي نامتو څيړونکۍ و. ي . سريانيدي او د يو شمير نورو هيوادونو لکه تاجکستان ، ايران ، [[ايتاليا]] ، [[المان]] ، [[ترکيې]] ، [[انګلستان]] څخه زيات شمير پوهانو برخه درلوده .

Line ۶۹ ⟶ ۶۷:

=== لومړى پښتو اخبار ليكنه دده په لاس پيل سوه ===

دا اخبار د كندهار طلوع افغان و چې په ۱۳۰۰ل كې د ارواښاد [[مولوي صالح محمد هوتك]] (۱۳۳۹ل مړ) په لاس تاسيس سو. په لومړي سر كې يې په پاړسي او پښتو دواړو نشرات كول خو په ۱۳۱۰ل كې د علامه حبيبي مرحوم لـه خوا ټول په پښتو واړول سو او په دې ډول په هېواد كې د لومړني بشپړ پښتو اخبار تاداو كښېښوول سو.

=== د پښتو ادب تاريخليكنه ده پيل كړه ===

د پښتو ادب تاريخليكنې لومړۍگ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان كې د " تاريخچه شعر پشتو" تر نامه لاندي په ۱۳۱۴ل كال كښېښووله سوه. دا اثر يې په پاړسي ژبه ليكلى دى چې وروسته يې بيا د همدې موضوع په باب د " تاريخچه شعر پښتو" په دوام [[د پښتو ادبياتو تاريخ]] څلور ټوكه وليكل او لومړى ټوك يې د ۱۳۲۵ل كال ليكنه ده. ښاغلى سرمحقق[[ زلمى هېوادمل]] ليكي چې " اُستاد حبيبي نه يوازې په افغانستان كې د پښتو ادبي تاريخليكنې بنسټ ايښوونكى دى بلكه د پښتنو په نورو فرهنګي حوزو لكه پېښور او كوټه كښې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليكلو ته اقدام نه و كړى." ( افغاني شمله- ۸۴ مخ )
_ د پښتو ژبې لرغوني متون وار د واره په قلم په انتقادي توګه تهيه او خپاره سول. په دې برخه كې د علامه مرحوم لومړنى كار
Line ۱۱۹ ⟶ ۱۱۵:
==د علامه عبدالحي حبيبي دمړيني شلمه کاليزه ==
علامه عبدالحی حبيبي د کندهار ښار د باميزو په يوه پوه پالونکې کورنۍ کې دمولوي حبيب الله کاکړکره چې په کندهاري څيړونکې مشهور و، د(۱۳۲۸ قمري )کال دربيع الثاني پر ۱۷ دپنجشنبې پر ورځ (ثور- ۱۲۸۹ )دې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. عبدالحی حبيبي ډير زردخپل پلار له سيورې څخه په ماشومتوب کې بې برخې شو.

{{شعر}}
Line ۱۲۷ ⟶ ۱۲۲:
{{ب|خلک وايې دپردې تر شاه اسرار دي|څه خو نه وو چې داپورته يې پرده کړه}}
{{ب|سيل داوښکو يې له سترګو را ايله شو|شرمنده يې هم امو هم نربده کړه }}
{{دشعرپای}}
{{د شعر پای}}

علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د [[اعليحضرت امير امان الله خان]] لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيوزده كوونكو څـخه و او پـه (۱۲۹۹ل) د كندهار په مكتب تجار كې شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (۱۳۰۴ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توګه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوى [[مولوي عبدالواسع اخندزاده]] شهيد (۱۳۰۸ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي " ... از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين
Line ۱۴۶ ⟶ ۱۴۱:

== دوې يادوني ==

لومړۍ ، دا ليکنه لومړۍ په افغاني شمله نومي ټولګه کي خپره شويده ، چي د ټولو لو زيار يې ښاغلې داکتر طارق رشاد کښلۍ دۍ .

دويم : سرچینې د تخلص پر ترتيب او هغه هم د الفبا په لومړيتوب ليکل شويدي .

== سرچینې ==
۱ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ۱۳۷۵ .

۲ : پيرنيا ، حسن . تاريخ قديم ايران . تهران . پوهتنو ن تهران . ۱۳۴۶ .

۳ : پوري . ب . ن . هند تحت تسلط کوشانيان . مترجم ضمير ساپۍ . [[رسنۍ:کابل]] . پوهنتون کابل . ۱۳۵۷ .

۴ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتي . ۱۳۴۶ .

۵ : حبيبي ، عبدالحۍ . ( برخي ايزدان کوشاني ) تحقيقات کوشاني . کابل . اکادمي علوم . ۱۳۵۹ .

۶ : چايلد ، ګوردن . [سير تاريخ] . مترجم : بهمنش . تهران .پوهنتون تهران .۱۳۴۶ .

۷ : ضمير ساپۍ ، حسن . تاريخ قديم افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ۱۳۶۳ .

۸ : د کوشاني څيړنو د شپړم سيمنار د مقالو مجموعه . کابل . علومو اکاډمي . ۱۳۶۶ .