د "ښيښه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۳ کرښه:
== جوړېدنه ==
 
ښيښه د ۷۰ - ۷۴ فیصدو پورې د سليکا ( کورتز ریګ، سپین ریګ هم ورته وایي) څخه جوړېږي. دغه عنصر د تودوخې په ۱۵۰۰ - ۱۷۰۰ درجو کې اوبه او ولې کېږي. په داسې لوړه درجه کې انسان د کار کولو زغم او ځواک نلري. چې دغه لوړه تودوخه د کار په ځای کې د کار وړ کړي د سليکا د اوبو کېدو ټکی د سوډا او یا اشخارو (پوتاس) په مرسته کښته کوي.
 
ښیښه کېدای شي یوازې د سلیکا څخه جوړه شي. خو د ښې ښیښې د جوړولو لپاره د سليکا سره نور توکي ګډېږي. دا ګډون د راتلونکې جوړې شوې ښیښې د دندې سره تړنه لري.
 
* که ريګ،سلیکا، اشخار او د سرپو اکسايډ سره يو ځای شي نو کریستالۍ ښيښه به ترې جوړه شي. د سرپو اکسایډ د ټینګاره څخه پرته ښیښې ته ځلا او په شمېریزه ډول د رڼا پیاوړتیا ورکوي. دغه ښیښه د عینکو، د عدسيو او لينزونو، د کرستال د لوښيو او داسې نورو د جوړولو لپاره کارول کېږي. د سارِی په ډول د لوښیو د کرستال په جوړولو کې د ۲۴ – ۳۴ فیصدو د سرپو اکسایډ ګډوي.
* د ريګ،سلیکا، اشخار او د چونې له پیوستون څخه به نيمه کريستالۍ ښېښه جوړه شي. دا ډول ښيښي د بېلګه په توګه د لابراتور په چارو کې کارېږي.
* د ريګ،سلیکا، سوډا او چونې د یو ځای کولو څخه اواره ښیښه په لاس راځي. اوسمهال د (پیل کینګ تون) په مېتود جوړېږي. دغه ښیښه په ودانیو کې، موټر او داسې نورو کې کارول کېږي.
د ریګسلیکا د سپېځلي کیدو لپاره کاربن او د ښیښې د شین - توربخون رنګ د منځه وړلو لپاره د ارسينک څخه کار اخیستل کېږي. د چورلټ (سل فیصده) بې رنګې ښیښې د جوړولو شونتیا هم شته. خو دې لپاره به ریګ په ځانګړي ډول سوتره او سپېځ کېږي.
 
'''کیمیاوي نومونه'''
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ښيښه" نه اخيستل شوی