د "د ساسانيانو واکمني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۲۳ کرښه:
|}
 
'''د ساسانیانو واکمني''' (په پهلوي ژبې کی:[[File:Eranshahr.svg|50px]]- ایرانشهر) د ۲۲۴ کال څخه تر ۶۵۱ کال پورې په نژدې ختیځ کی یویوه واکمني وه چی مرکز یی په [[ایران]] او [[عراق]] کی پروت وو. پلازمېنه یی [[تېسفون]] وو او رسمی ژبه پهلوی ژبه وه. په دی وخت کی هم [[يمن]]، ترکیه، [[سوریه]]، [[مصر]]، [[افغانستان]] ، [[ترکمنستان]]، [[آذربايجان]] د ساسانانو د حکمرانانو په لاس کی وه. د ساسانانو کورنۍ د غیر مسلمانانو وروستی پاچایی کورنۍ وه چی په [[ایران]] کی یی حکومت کاوه.
==تاریخ==
په ۳ پېړۍ کې ایران د اشکانیانو د حکمرانانو په لاس کې وو. په دی وخت کې د اشکانیانو واکمني د [[هندوکش]] څخه تر [[استانبول|ترکیه]] پورې پرته وه. په ۲۲۴ ق.م. کې [[اردشیر پاپاکان|اردشیر پاپاکا]]ن چې د حکمدان پاپاک زوی وو د اشکانیانو د حکمران (پنځم اندوان) په خلاف یی قیام وکړ. [[اردشیر پاپاکان]] تر څو جګړې وروسته د هرمزگان په دښتې کې حکمران اندوان ته ماته ورکړه. په دی جګړې کی وروستی د اشکانیانو حکمران اندوان وژل شو او د اشکانیانو واکمني د اردشیر پاپاکان لاس ته ورغله. اردشیر پاپاکان په مرکزی آسیا کی نوی امپراطوری جوړ کړ چې په ۷ پېړۍ کی د مسلمانانو د پوځ لخوا ويجاړ شو. د ساسانیانو واکمنی تر تاسیسولو وروسته د روم اسپراطوری او د ۵ پېړۍ څخه د شرقی روم امپراطوری تر ټوتو خطرناک دښمنان ول.
==د ساسانیانو حکمرانان ==
د [[اردشیر پاپاکان]] تر لاس اخیستلو (استعفاء ورکولو) وروسته زوی یی [[شاپور ۱]] د ساسانیانو د واکمنی شاهنشاه (حکمران) شو. [[شاپور ۱]] د ساسانیانو لمړی حکمران وو چې د شاهنشاه ايران و انيران لقب یی کاروه. [[شاپور ۱]] د ساسانیانو د سلارانو څخه تر ټولو مشهور سلار وو. هغه د روم د امپرطوری په خلاف ډېرې جګړې وکړې او په دریمې جګړې کې په ۲۶۰ کال کې یی د رومانی امپرطور والریان ونیول. د شاپور ۱ تر وفات وروسته یوازې زوی یی نرسې د ساسانیانو حکمران شو. نرسې هم د رومانیانو په خلاف جګړه کوله مګر اردو یی څو ځلې ماته وخورله او نرسې مجبور شو چې د روم د امپراطوری سره سولې تړون لاسلیک وکړي او نرسې د بین النهرین سیمه له لاسه ورکړه. د نرسې لمسۍ [[شاپور ۲|دوهم شاپور]] حکمران شو. [[شاپور ۲|دوهم شاپور]] د روم د امپراطوری په خلاف بیا جګړې پېل وکړ . تر څو پوځی بریونو وروسته د شاپور د واکمنی سرحد د چین امپراطوری ته ورسېده. تاریخپوهان د شاپور حکومت ته د طلایی عصر نومېږي. د دوهم شاپور تر وفات وروسته سیاسی بحران پېل شو چی د [[خسرو ۱]] د حکومت په وخت کی پای ته ورسېده. خسرو ۱ عظیم سیاستوال او سلار وو چی اقتصادی او سیاسی اصلاحات یی پېل وکړې. د هغو اصلاحاتو څخه تر ټولو مهمه د مالیاتو اصلاح وه. خسرو د شرقی روم امپراطوری نوی جګړې هم پېل وکړې. په دی وخت کی یمن د ساسانویانو لاس ته ورغله. د [[خسرو ۱]] تر وفات وروسته څلورم هرمز د ساسانانو حکمران شو. هرمز د ظالم حکمران وو او د اشرفانو او جنرالانو سره دښمنی لاره. تر څو میاښتو وروسته اشرافانو د هرمز د حکومت په خلاف قیام وکړل او [[بهرام چوبین]] نوی حکمران شو. د هرمز زوی [[خسرو پرويز|دوهم خسرو]] مجبور شو چی د شرقی روم امپراطوری ته تیښته وکړي. تر ۱۰ کلو وروسته دوهم خسرو د بهرام چوبین ته ماته ورکړه او د ساسانیانو شاهی تخت لاس ته ورغی. په ۶۰۳ کال کی د شرقی روم د امپراطوری په خلاف نوی جګړه پېل شوه او په ۶۱۹ کال کی [[سوریه]]، فلسطین او [[مصر]] ونیول شول. مګر په ۶۲۷ کال کی د نینوا په جګړې کې د خسرو پرویز پوځ ماته وخورله او [[خسرو پرويز|خسرو پرویز]] د خپل زوی قباد لخوا ووژل شو. د نینوا تر جګړې وروسته د ساسانیانو په واکمنی کی بیا سیاسی او اقتصادی بحرانونه پېل شول.
په ۳۳۲ کال کې د ساسانیانو وروستی شاهنشاه [[یزګرد ۳]] د شاهی پر تخت کښېناست. د یزګرد واکمنی د جګړو په سبب په سیاسی او اقتصادی بحران کی وه. مګر په دی وخت کی نوی خطرناک دښمن پیدا شو. خلیفه عمر (علیه السلام) په ۶۳۴ کال کی شاهنشاه یزګرد ته یوه لویه استازډله ولیږله. خلیفه عمر ( علیه السلام ) غوښتل چی پاچا یزګرد ۳ د اسلام دین قبول وکړی یا عربانو ته باج ورکړی. شاهنشاه یزګرد د خلیفه غوښتنه رد کړه او د دی په سبب د خلیفه پوځ پر [[ایران]] برید وکړ او په ۶۳۷ کال کی په قادیسیا کی د ساسانانو پوځ د مسلمانانو د پوځ لخوا ماته وخوړله. په دی کال کی د مسلمانانو پوځ هم د ساسانانو پایتخت ونیول. په ۶۵۱ کال کی یی یزګرد ۳ مړ کړ او د ساسانانو پاچایی د خلیفه لاس ته ورغله.