د "اسټرالیا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.6.5) (روباټ زیاتول: ltg:Australeja
د سمون لنډیز نسته
۸۶ کرښه:
[[دوتنه:Flinders View of Port Jackson taken from South Head.jpg|200px|بټنوک|کيڼ|د [[پورټ جکسن]] يو منظر، د ساوت هېډ له ''A Voyage to Terra Australis'' نه اخيستل شوی. د [[سيډني]] ښار د بنسټ ډبره په همدې ځای ايښودل شوې.]]
 
لومړني افغانان چې د ١٨٦٠ لسيزى په اوږدو كې آسترليا ته راغلل، اوښ واله وو او د هغو سفري اسنادو سره آسترليا ته راننوتل چي په بريتانوې هند كې ئې تر لاسه كړي وو• هغوى د اكتشافاتو، كانونو او شخصي كروندو ته د تداركاتو د رسولو په گډون تقريبا" په ټولو ټرانسپورتي ساحو كې كار كاوه• ډير كم شمير ئې په ويكتوريا كې ميشته شول: په ١٩٠١ كال كې په ويكتوريا كې د افغانانو نفوس يوازې اته تنه نارينه له ښځو پرته وو•
 
د ١٩٢٠ لسيزې په اوږدو كې په آسترليا كې د موټرو او لاريو له رامينځ ته كيدو سره افغاني اوښ واله بيكاره شول• ځيني ئې افغانستان ته ستانه شول، او نورئې د وړو ملكيتونو خاوندان شول•
 
د افغاني مهاجرينو دوهمه ډله په ١٩٧٩ كال كې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد له تيري وروسته آسترليا ته راغله• پر روغتونونو، ښونځيو او جوماتونو باندې د شورويانو د يرغلونو په اثر څه د پاسه دوه ميليونو افغانانو كډې وكړې• آسترليا د هغوى يو كوچنۍ شمير د پناه وړونكو په توگه ومنل چې په دې توگه په افغانستان كې د زيږيدل شوو كسانو شمير د ١٩٩٠ لسيزې په لومړيو كلو كې نږدې ١٠٠٠ تنو ته ورسيد• گڼ شمير ئې په ويكتوريا او نيو سوت ويلز كې ميشته شول•
 
د شورويانو له وتلو وروسته فرقوي جگړې د طالبانو د راپيدا كيدو سبب شوې چې هغوى بيا په خلكو باندې سخت مذهبې ضوابط تحميل كړل• د بهرنيو هيوادونو په لاسوهنه دوامدارې كورنى جگړې سبب شوې چې لا زيات افغانان له ملك نه كډې وكړې• ځينې ئې آسترليا د پناه وړونكو په توگه ومنل• په ٢٠٠٠ كال كې سختې وچكالۍ څو سوه افغان پناه غوښتونكي آسترليا ته د بيړيو په وسيله راتگ ته وهڅول• په افغانستان كې د زيږيدل شوو شمير په ويكتوريا كې له ٧٦٤ تنو نه په ١٩٩١ كال كې ٥٢٤٦ تنو ته په ٢٠٠٦ كال كى لوړ شو•
 
ويكتوريا اوس په ټوله آسترليا كې له نيو سوت ويلز وروسته د افغانانو د دوهمې لوئي ټولنې استوگنځۍ دى• زياتره ئې په كارگري، توليدې او ټرانسپورتي دندو بوخت دي• د ٢٠٠٦ كال د سرشميرنې په وخت كې، گڼ شمير ئې د ٣٤ كلونو نه د ټيټ عمر لرونكي مسلمانان وو او د دنديناگ په سيمه كې اوسيدل• د افغانانو له ټولنې سره د افغان آسترليا د هوساينې انجمن په شان سازمانونه مرستې كوي او نوو راغلو كسانو ته د كار، استوگنځې او د استوگنې د نورو مسائيلو په برخه كې مرسته برابروې•