پېلبو (فارسي: پيلبو، انگليسي: Pelabo) یوه پوهنیزه اداره ده چې د ۲۰۱۶ په مارچ کې یې د افغان سوداګر غلام سرور ظهیر له خوا په کابل، افغانستان کې بنسټ کېښودل شو. پېلبو یو خپلواک بنسټ دی او په افغانستان یا بهر کې له هيڅ ډول دولتي یا سیاسي ادارې سره تړاو نه لري. د دې بنسټ ستره موخه دا ده چې افغان لیکوال او څېړنوال په دې نیت سره ونښلوي چې د پښتو او دري ژبې د ودې او پرمختګ لپاره کار وکړي. د دې تر څنګ، پېلبو غواړي چې د ځانګړو پوهنیزو موخو د لاسته راوړلو پر پار د کارپوهانو او څانګپوهانو وړې ډلې جوړې او ملاتړ یې وکړي؛ او د لویو او کوشنیو پروژو د پلي کولو له لارې د افغانستان په دوو لویو ژبو لکه پښتو او دري کې د ساینس، ژبپوهنې، ادبیاتو او داسې نورو اړوند د پوهنیزو او ښوونیزو موادو د پراختیا او پرمختګ لپاره کار وکړي. په لنډو ټکو کې، پېلبو دې لپاره را منځته شوه چې په نړیواله کچه د افغانانو پوهنیزه تنده خړوبه کړي.

شالید سمول

لرلید سمول

موخې سمول

سرچینې سمول