پښتو اکېډمي (پېښور)

پښتو اکېډمي د پېښور تر ټولو لويه اکېډمي ده چې منظم تشکيل او دولتي پانگه لري، ددې اکيډمۍ د جوړېدلو خيال لومړی ځل د ارواښاد مولانا عبدالقادر لخوا په هغه غونډه کې څرگند شو چې په ۱۹۴۸ ز کال کې د پاچا گل صيب د ارواښاد فضل (اکبر بينوم) په مشرۍ د پيښور د اسلاميه کالج په لوی سالون کې جوړه شوې وه خو د نامساعدو حالاتو له مخې دا غوښتنه هغه وخت وا نه ورېدله شوه، مولانا عبدالقادر خپله هڅه جاري وساتله او په ۱۹۵۵ ز کال بريالی شو چې د پېښور پښتو اکېډمۍ د ده په مشرۍ جوړه شي.

پښټو اکېډمي (پېښور)

د پښتو اکيډمۍ مرام سمول

دې اکېډمۍ له لومړي سره يو لوی اوه ويشت فقره ايز پروگرام درلود چې د يوې کوچنۍ رسالې په توگه يې خپور کړی او هم د پښتو اکيډمۍ په پښتو مجله راغلی چې لنډيز يې داسې دی:

  1. د پښتو اکيډمۍ تر ټولو لويه موخه د پښتو د علمي، ادبي او فني صلاحيتونو رابرسېره کول او په کار اچول دي، څو پښتو او پښتانه د نړۍ په بېلابېلو ژبو او ولسونو په صف کې سم ځای ونيسي.
  2. ددې موخې لپاره اړينه ده چې په پښتو ژبه کې د نويو او زړو علومو او فنونو کتابونه تيار کړی شي، اکېډمۍ به د تاليف او ترجمې څانگې جوړوي او هغو ته به د پښتو ژبې، ادب، تاريخ او نورو علومو ماهران راغونډول کېږي او څېړنه به کوي.
  3. د پښتو ژبې د علمي معيار د اوچتوالي او يووالي دپاره به دا ضرور وي چې ټول نوي الفاظ يا اصطلاحات د اکيډمۍ تر خوښی وروسته دود شي لکه چې د فرانسې، دمشق او مصر، ايران او کابل اکيډمۍ د خپلو ژبو په باب د نوو لغاتو او اصطلاحاتو د وضع کولو مستندې ادارې دي، داسې دې دلته دا اکېډمۍ وي.
  4. اکېډمۍ به د پښتو د ټولو ټبرونو او سيمو د مخصوصو لغاتو او محاورو يو جامع قاموس تيار کړي.
  5. د علمي معيار، لوړتيا او يووالي دپاره د پښتو رسم الخط يووالی هم لازمي دی، اکېډمۍ به ددې ستونزې د حل لپاره د داسې لارې ايستلو کوشش کوي چې د هغې له برکته د پښتو ليک او لوست آسان او عام فهم شي.
  6. اکېډمي به د پښتو د حروف تهجي يو مخصوص ټايپ هم وضع کوي چې ځينې کتابونه په لږ وخت کې او په ښه توگه چاپ شي.
  7. د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ځينو مشرانو او يا د دوی کورنيو په ولکه د پښتو ډېر زاړه کتابونه د قلمي او چاپ، او دستاويزات شته، اکيډمۍ به دا هڅې کوي چې په پښتونخوا يا بل ملک کې داسې څه وي ترلاسه کړي، او د څېړونکو په واک کې يې کېږدي.
  8. اکيډمي به د پښتو د زړو او نوو کتابونو د راغونډولو له پاره هڅه کوي او کتابتونونه به جوړوي او چې کوم کتابونه ورک يا کمياب وي او يا لا چاپ شوی نه وي د هغو د تصحيح کولو او چاپ کولو کار ته به هم لاس اچوي.
  9. د کتابتون سره به اکېډمي يوه دارالمطالعه هم جوړوي چې د پښتو ژبې او پښتون تمدن او تاريخ د محققينو او شايقينو د پاره پکې د مستندو کتابو کافي ذخيره موجوده وي چې د دنيا د هرې برخې نه علاقمندان ورته راځي.
  10. اکېډمي به د پښتو ليکوالانو او د هغوی د کار تر خپله وسه قدرداني کوي او د دوی د آثارو او مقالو د معيار او چاپ په هره برخه کې چې څه کېدای شي هغه مرسته به ورسره کوي.
  11. د پښتو ولسي ادب د خوندي کولو په غرض به اکيډمي د پښتو زړې نوې ټپې، چاربېتۍ، لوبې، غزلې، بدلې، نيمکۍ، قصې، ټکونه اړونه، کليوالي سندرې او نور راغونډوي او له ترتيب، تدوين او تصحيح نه وروسته به يې د کتاب په بڼه چاپوي.
  12. د پښتو د هرې سيمې متلونه راغونډول او د هغې د پس منضر توضيح او تشريح سره د شايع کولو په سلسله کې به اکيډمۍ کوشش کوي.
  13. اکېډمۍ به هر کال ددغې کال د بهترينو ليکلو شوو کتابونو مصنفينو ته مناسب انعامونه ورکوي، نښانونه او نور به تياروي.
  14. اکېډمي به خپله يوه مجله هم جاري کوي چې هغه به د علمي، ساينسي، او فني تحقيق په سلسله معياري مضامين شايع کېږي.
  15. د اکيډمۍ په فرايضو کې به دا هم شامله وي چې د کومو ژبو د پښتو سره د څڼې د اوربل تعلق دی لکه عربي، پارسي، اردو، ترکي، سنسکريت، اوستا او نورې ډېرې ژبې، ددغې په اړه داسې مالومات راغونډ کړي چې د پښتو ژبې د يوه متخصص يا محقق په کار راشي.
  16. لکه څرنگه چې به اکيډمي په پښتو کې د نورو ژبو د ښو ښو کتابونو د ترجمې کار ته گوتې اچوي، دغه رنگه به د پښتو معياري کتابونه په نورو ژبو لکه اردو، پارسي، انگرېزي وغيره کې ترجمه کولو ته هم لاندې وزي. د پښتو ژبې تاريخ يا پښتون کلچر په اړه که په نورو ژبو کې د څه محققانه کتاب يا مقالو ليکلو ضرورت پيښ شي نو اکېډمي به ددغې کار د سر ته رسولو فرض پوره کوي.
  17. د ادبي او علمي معيار اوچتولو په غرض به اکېډمي د ميټرکوليشن (لسم ټولگي)، ايف اې (Fine Arts)، بي اې (Bachelor of Arts)، ام اې (Master of Arts)، او آن تر پي ايچ ډي (دکتورا) پورې امتحانونه اخيستل يا سند ورکولو دپاره ضروري اقدامات کوي. او د هر نصابونو جايزه به هم اخلي چې په مدرسو، ښوونځيو، پوهنځيو او پوهنتونونو کې دود وي.
  18. د پښتو هغه آزموينې چې د پوهنتون تر سيوري لاندې اخيستل کېږي، اکېډمي به دا کوښښ کوي چې د هغو معيار دومره اوچت کړي لکه د يوې پرمختللې ژبې دپاره چې ضروري وي.
  19. د اکيډمي د نشر و اشاعت د ضرورياتود پوره کولو لپاره به د پېښور د پوهنتون د چاپځي نه کار اخيستل کېږي، او که لازمه شي اکېډمۍ به پښتو د يوې مخصوصي چاپخانې په جوړولو هم غور کوي.

د پښتو اکيډمۍ کارونه سمول

د وخت په بېلابېلو پړاوونو کې پښتو اکيډمۍ څه دپاسه ۵۳۷ بېلابېلې خپرونې خپرې کړي دي، چې په دغو کې لرغوني، کلاسيک او نوي ادبيات، تنقيدي کتابونه، ساينسي څېړنې، ژباړې، پښتو پوهنغونډونه، څېړنيزې خپرونې، رسالې او مجلې په پښتو ژبه خپرې کړي دي. پښتو اکيډمي د پښتو ژبې په اړه د څېړنو او گروېږنو يو ځانگړی کتابتون هم لري چې په دغه کتابتون کې گڼ شمېر بې ساري پښتو کتابونه، خطي نسخې، فلمونه، غږيز او ليديز فيتې، د عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو انځورونه شته. په دې وروستيو کالونو کې د پښتو ژبې د تورې او قلم شاعر ارواښاد خوشحال خټک د ژوند او کارونو په اړه يوه ځانگړې څېړنيزه څانگه ځانگړې شوې ده.

باندنۍ تړنې سمول

د پښتو اکيډمۍ رسمي وېبپاڼه Archived 2012-11-14 at the Wayback Machine.