په مجازي نړۍ کې د شخصي حریم خوندیتوب

په افغانستان کې د نوې ټکنالوجۍ په راتګ سره د خلکو په ژوند کې زیاتې آسانتیاوې راغلې، انټرنېټ او مجازي نړۍ ته ننوتل، خو له دې ټولو سره سره یې یو لړ ننګونې هم لرلې. د نوې ټکنالوجۍ د چټک پرمختګ او د خلکو ترمنځ یې ناسمه کارونه د دې سبب کېږي، چې د خلکو شخصي حریم تهدید شي. د خلکو په منځ کې دې ناسمې کارونې، د اسلامي، قانوني او اخلاقي اصولو نه مراعاتولو؛ زموږ ټولنه له سختو ستونزو سره مخ کړې ده. هېواد ته ټکنالوجي راغله، خو فرهنګ یې رانغى دا خبره زیاته ویل کېږي. د خلکو د ودونو، محفلونو او شخصي مجلسونو زیاتې ویډیوګانې بهر ته راوځي، چې په ځینو حالاتو کې دا د کورنیو شخړو، طلاق او حتی له وژنو سره ملې وي. ۱۸کلن ځوان د خپل مور، پلار او وروڼو په مخ کې پر یوټیوب یوه ویډیو ګوري، دا ویډیو د کوم چا د واده ده. شاید تاسو به هم د ځینو خلکو په موبایلونو کې د پردیو ودونو او شخصي مجلسونو ویډیوګانې لیدلې وي؟ دا ډېره ځوروونکې ده، چې موږ اکثرو ته د نورو خلکو د خصوصي عکسونو او فلمونو کتل په یوې پټې نشې بدل شوي دي. خو کله مو فکر کړی که همداسې یوه چاره له موږ سره وشي؟ طبیعي ده چې غبرګون به مو ډېر توند وي، خو خپله پوهېږئ، چې یو ځل مو شخصي معلومات مجازي نړۍ ته و وتل بیا یې کنټرولول او لرې کول تقریباً ناممکنه ده. نو دا زموږ او تاسو ګډ مسوولیت دی، چې د یو بل شخصي حریم په خوندي ساتلو کې مرسته وکړو او تهدید یې نه کړو. که دې د کوم خپلوان یا ملګري واده یا کوم خصوصي مجلس وي، شاید دا اندېښنه به حتمي درسره وي، چې خدای مه کړه کومه ویډیو، تصویر دې مجازي نړۍ ته پورته نشي؛ حتی دا اندېښنه د دې سبب شوې، چې شخصي مجلسونو کې اوس هغه پخوانی صمیمت او باور پر ځای پاتې نشي ځکه تل به وېره لرې، چې څوک عکس وانخلي، غږ ثبت نه کړي او بهر یې خپاره نکړي. که موږ خپله یو شخصي مجلس یا واده ولرو، نو دا هڅه باید وکړو، چې له خپلو مېلمنو او د کورنۍ له غړو وغواړو، چې عکس، ویډیو او فلم وانخلي. د امکان تر حده پورې خپل مجلس ته ټول هغه موبایلونه او وسایل مه پرېږدئ، چې د عکس، فلم او ویډیو ډکولو آسانتیا ولري. شاید په دې سره به ځینې درنه خپه شي، خو دا خپګان ستاسو د شخصي حریم تر ساتنې زیات ارزښت نه لري. په دې سره به مو هم د خپل ځان او هم د خپلو مېلمنو د شخصي حریم ساتنه کړې وي. که په ښاري هوټلونو کې کوم واده وي، هلته خو لومړى د هوټل د ادارې له خوا په بلنلیکونو کې خلکو ته دا وریادوي، چې له فيلم، ویډیو او عکس اخیستلو څخه بښنه غواړو؛ خو د کوربه په توګه به مو دا مسوولیت وي، چې د خپلو مېلمنو د هرکلي تر څنګ هغوی ته دا بیا هم وریاده کړو، شاید دا به یو ستونزمن کار وي، خو بیا هم وایو، چې دا زموږ او د مېلمه د شخصي حریم په خوندي کولو کې ستره مرسته کولای شي په دې سره کولای شو، چې د مغرضو خلکو مخه ونیسو. موبایل، کمره او همدارنګه نور وسایل مو د ماشومانو یا هغو کسانو په لاس کې مه ورکوئ، چې د دې وسایلو په سم کارولو باندې نه پوهېږي، ځکه په زیاتو حالاتو کې په موبایل، کمره او کمپیوټرونو کې شته مواد د همدې ماشومانو په لاس کې د ورکړې له امله مجازي نړۍ ته وتلي دي. زموږ پلرونه او د کورنۍ مشران خپلو بچیانو ته دا نه ور زده کوي، چې سایبري نړۍ کې باید خصوصي فلمونه خپاره نه کړي. یو وخت مې پر فېسبوک د یوې ښځې کیسه ولوسته؛ هغې ويل: ((یوه ورځ مې د کور کمپیوټر خراب شو، د جوړولو لپاره مې بازار ته یووړ، څو ورځې وروسته مې یو خپلوان په سخته غوسه کور ته راغی او د ځینو عکسونو په اړه یې راته وویل، چې په پلانکۍ وېبپاڼه كې خپاره شوي، له بده مرغه دا عکسونه ما په خپل کمپیوټر کې ساتلي و او په دې عکسونو کې د هغه د کورنۍ د ښځو عکسونه هم وو، لومړى مې په دې خبره باور ونکړ، خو وروسته مې ولیدل، چې ريښتیا هم زموږ شخصي عکسونه خپاره شوي وو. لاړم له کمپیوټر جوړوونکي څخه مې شکایت وکړ، خو هغه منکر شو او هېڅ مې ونشو کولای….)) یوه اونۍ مخکې مې پر فېسبوک یوه ملګري یو لېنک راواستاوه، هغه د یو سندرغاړي د شخصي مجلس یو ویډیو کلېپ و. ملګري مې زیاته کړه، ځينې داسې كسان شته، چې د خلکو د شخصي او خصوصي محفلونو فلمونه پیدا کوي او بیا یې بېرته په مربوطو کورنیو په لوړه بیه پلوري او که پیسې ورنکړي، نو د خپرولو ګواښ يې ورته کوي. کله مو چې یو نوی کمپیوټر، موبایل یا نور وسایل اخیستل، تر هر څه لومړى یې پر امنیت فکر وکړئ، چې څنګه کولای شئ خپل کمپیوټر، موبایل او یا ټبلېټ خوندي وساتئ. په دې سره کولای شئ، چې خپل شخصي حریم خوندي کړئ. مثلاً که تاسو د ورډ یو مهم فایل ولرئ، نو هغه ته پسورډ ورکړئ. په خپل موبایل او کمپیوټر کې پرتې ډېټا د ساتنې لپاره له انکرېپشن سافټویرونو څخه ګټه واخلئ. هېڅکله مو مهم اسناد او فایلونه په هغو وسایلو کې، چې نور کسان یې هم کاروي یا له انټرنېټ سره وصل وي مه ساتئ.خپل ځینې مهم او شخصي فایلونه په سي‌ډي یا ډي‌وي‌ډي کې رایټ کړئ او د خپل کور یا اطاق په یوه خوندي ځای کې یې کېږدئ. د شخصي حریم خوندیتوب د هر کس یو بشري حق دی.

تړلې لیکنې سمول

د سایبر جرمونو مخنیوي قانون

سرچینې سمول