په لوېديځه غاړه کې د اسراييلو خنډ دېوال

د 2011 کال په جولای کې استنادي دیوال

په لویدیځه غاړه کې د اسراییل استنادي دیوال (عبراني: גדר ההפרדה) او په عربي کې، د جلا کولو دیوال هغه دیوال دی چې اسراییلو په 2002 کې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې جوړول پیل کړل. د اسراییلو حکومت ادعا کوي: "دا دیوال د امنیتي دلایلو لپاره جوړ شوی او د جوړولو هدف یې د اسراییلو په خاوره کې د ځانمرګو بریدونو د څپې مخنیوی دی." ; خو فلسطيني چارواکي وايي "د دې دیوال د جوړولو لامل له فلسطینیانو څخه د زیاتې ځمکې اخیستل دي."

99٪ د خنډ دیوال د دواړو هیوادونو ترمنځ په پوله کې موقعیت نلري، مګر په لویدیځه غاړه کې موقعیت لري او د فلسطین په خاوره کې ځینې یهودي میشت ځایونه شامل دي. د عدالت نړیوالې محکمې دغه دیوال په هغو سیمو کې چې د فلسطین خاورې ته داخلیږي غیرقانوني اعلان کړی دی. [۱]

حوالې سمول