مخابرات په افغانستان کې

د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د افغان بی سیم مخابراتی شرکت د مخابراتی سیستم په اډانه کې د گرځنده ټیلیفون خدمات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پیل کړل. دې شرکت د خپل کار په لومړیو کې وکړاى شول چې د نړۍ تر ټولو گران بیه گرځنده ټلفون خدمت وړاندى کړی او په افغانستان کې د دې سکتور د واکمن په توگه یې خورا زښته پانگه تر لاسه کړه. د افغان بی سیم مخابراتی شرکت خپل سیم کارت څه د باندې ۴۰۰ ډالره پلورو.

خو په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د صنعت سکتور وروسته تر ټولو زیاته پانگه اچونه د مخابراتو په سکتور کې تر سره شوى وه. تیر لمریز کال څه د باندې ۶۰۰ ملیونه ډالره د مخابراتو په برخې کې پانگه اچول شوى ده او دې سکټور په همدې کال نژدې ۵۰۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړى وه. همدا ډول د مخابراتو وزارت د څرگندولو له مخې دې وزارت په ۱۳۸۱ کال کې یو ملیون ډالر، په ۱۳۸۲ کال کې ۱۲ ملیون ډالره، په ۱۳۸۳ کال کې ۲۰ ملیونه ډالره، په ۱۳۸۴ کال کې ۶۷ ملیونه ډالره او د ۱۳۸۵ هجری لمریز کال تر پاى پورې ۱۰۰ ملیونه ډالره عواید تر لاسه کړی دی.

دا وخت په افغانستان کې د افغان بی سیم، روشن، اریبا، اتصالات، افغان تیلی کام، افغان تیلی کام، افغان پوشش، وصل تیلی کام او شاهین تیلی کام شرکتونه په مخابراتی ډگر کې په فعالیت بوخت دی. همدا ډول د مخابراتی خدمتونو د لا ښوالی او ارزانه کیدو په موخه د مخابراتو وزارت د لمریز فایبر پروژه پیل کړى ده. د دې پروژې د بشپړیدو سره، چې درى کاله وخت به ونیسی، د مخابراتی اړیکو کیفیت به پیاوړى شی او همدا ډول بیې به راټیټې شی.

دا وخت په افغانستان کې نژدې ۳ ملیونه وگړی د گرځنده ټلفون خدماتو ته لاسرسى لری او نژدې نیم ملیون وگړی انټرنیټ کاروی. د مخابراتی خدمتونو وده لامل شوى ده چې نړیوال شرکتونه هم په افغانستان کې په دې برخه کې د پانگې اچونې لیوال شی. دا وخت افغان بی سیم، روشن، اریبا او اتصالات شرکتونه د گرځنده تلفن خدمتونه وړاندى کوی، همدا ډول په دې وروستیو کې د افغان ټیلی کام دولتی شرکت ته هم اجازه ورکړل شوى ده، چې د گرځنده تلفن د خدمت تر څنگ داسې سیم کارتونه وویشی، چې د انترنیت د خدمتونه عرضه کړی.

د مخابراتو وزرات وایی، چې د هیواد ۳۴ ولایتی مرکزونه او تقریباِ ۸۰ ولسوالۍ یې د ټلیفون او اینټرنیت سره تړلی دی او تمه ښایی، چې ډیر ژر به د افغانستان ټولې څه د باندې ۳۰۰ ولسوالۍ د تلفیون او اینټرنیت سره ونښلوی. که څه هم د دې ولسوالیو خلک شکایت لری چې د مخابراتو وزارت هرې ولسوالې ته شل لیکه ټلیفونونه ورکړی دی، چې اکثره یې په دولتی ادارو کې کارول کیږی.

سره د دې چې په افغانستان کې د مخابراتی سیستم وده د پامه غورځولې نشو، خو لا په دې برخه کې ځینې ستونزې تر سترگو کیږی چې د یوې خوا د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغیزه کوی او له بلې خوا پر ملی اقتصاد:

  • ۱.لوړه بیه: د دې گرځنده ټلیفونو د اړیکې نیولو بیه ډیره لوړه ده، چې شاید په سیمې کې سارې ونلری. له یو مخابراتی شرکت څخه بل مخابراتی شرکت ته د هرې دقیقې بیه ۵ او څه باندې پنځه افغانۍ ده. د هرې دقیقې مکالمې اوچت قیمت لامل کیږی، چې د خلکو پر اقتصاد منفره اغیزه وکړی، نو ښایی چې د مخابراتو وزارت د هرې دقیقې د مکالمې بیه راټیټه کړی.
  • ۲. د مالیې اخیستل: ځینې مخابراتی شرکتونه له خپلو مشتریانو څخه هر میاشت ۵۰ افغانۍ د مالیې په ډول اخلی. د ساری په توگه روشن څه د باندې نژدې یو ملیون مشتریان لری او هره میاشت یو ډالر د مالیې په توگه د خپلو مشتریانو څخه گرځوی، چې په میاشت کې یو ملیون ډالرو ته رسیږی او په دې ډول د دولت مالیه د دې پر ځاى چې په خپله ورکړی د خپلو مشتریانو د حساب څخه دولت ته سپاری.
  • ۳. ټیټ کیفیت: که څه هم دا وخت د گرځنده ټلفون څلورو شرکتونو په عملی ډول کار پیل کړى دى. خو د دې شرکتونو د اړیکو کیفیت ډیر ټیت دى. د اتصالاتو پرته، چې دا مهال یې په رسمی توگه کار پیل کړى نه دى، درى نور مخابراتی شرکتونه د خبرو پر مهال غوڅیږی او د مشتریان د ستونزو سره مخامخ کوی. په ټولیزه توگه د دې مخابراتی شبکو اړیکې رڼې نه دی. د خلکو د ډیرو شکایتونو له امله د مخابراتو وزارت اړ شوى دى، چې د شکایتونو د اوریدو په موخه ځانگړى شمیره معرفی کړى ده.


  • ۴. انحصاری پانگه اچونه: د څلورو شته گرځنده ټلفیونو څخه څلور واړه شرکتونه په بهرنۍ پانگې په کار پیل کړى دى. دا شرکتونه یا د څو توکمیزو شرکتونو پانگه او یا هم مستقیمه بهرنۍ پانگه ده. دا شرکتونه هغه پانگه چې د خلکو له جیبونو څخه راکاږی، بهرنیو بانکونو ته لیږدوی او په دې ډول هیواد د پانگې د کموالی سره مخامخ کوی. هغه څه چې دا شرکتونه د مالیې په نامه دولت ته ورکوی د دوى د عایداتو په برابر کې آن د شمیرلو وړ هم نه گنل کیږی

له کلید اونیزې د ایمل هاشور لیکنه